اندونیزیا؛ څوک چې د کرونا واکسین کوي، ژوندۍ چرګه ورکول کېږي

په ماشومتوب کې به مو پیچکاري کړې وي؟ کوم ماشوم چې له پېچکارۍ وېرېږي، ځینې ډاکټران ورته چاکلېټ یا شیریني ورکوي؛ خو په انډونیزیا کې د کرونا واکسین کولو لپاره د خلکو هڅولو یوه نوې لاره پيل شوې ده.

د دې هیواد په یوه کلي کې چې له ۴۵ کلنۍ پورته کس د کرونا واکسین کولو ته راځي، د تشویق په موخه ورته د حکومتي چارواکو له لوري یوه چرګه/چرګ د ډالۍ په توګه ورکول کېږي.

د دې کلي ملک رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا کار یې په دې خاطر کړی چې مشران واکسین کولو ته وهڅوي او د هغوی په زړه کې چې کومه وېره ده، هغه ترې ختمه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په یوه هیواد کې واکسینو ته د خلکو د هڅولو لپاره داسې کار کېږي، تر دې مخکې په رومانیا او ځینو نورو هیوادونو کې هم د کرونا د واکسینو په مقابل کې خوراکي توکي وېشل شوي دي.

دا هم ولولئ:   یو آم په لس زره: له هندۍ نجلۍ یو درجن آمونه ولې په یو لک او شل زره هندي کلدارې واخیستل شول؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*