Dr Ihsanullah Darmal
ادب

موږ او ژبه مو / ډاکتر احسان الله درمل

ژبه که د غوښې يوه ټوټه ده، نو د انسان د فزيکي جوړښت يوه مهمه برخه ده او که د اظهار وسيله ده، نو د انسان د هويت لاينفک جز دی.
ژبه که د غوښې يوه ټوټه شي او که د اظهار وسيله په دواړو صورتونو کې د يوه کُل جز دی. په اول صورت کې د يوه فزيکي کُل او په دوهم صورت کې د يوه معنوي هغه. د ماشوم فزيکي ژبه د سترو تر ژبې د جسامت په لحاظ وړه وي. […]