خوشبیني او د کار هوډ

ژباړه:خالد یاسین

د یو شرکت اجرایوي رئیس پهٔ پورونو کې ډوب ؤ، هېڅ د وتلو لاره یې نهٔ تر سترګو کېده. یو خوا پوروړو، بل خوا ترې عرضه کوونکو د پیسو غوښتنه کوله. یوه ورځ د پارک پهٔ بېنج ناست ؤ، سر یې کلک پهٔ لاسونو کې نیولی ؤ، پهٔ دې سوچ کې ؤ چې څنګه خپل شرکت لهٔ پرځېدلو (سقوط) وژغوري؟
ناڅاپه یې مخې ته یو بوډا سړی را څرګند شو، او دهٔ ته یې وویل:
«وینم دې، کوم څهٔ ته زورېږې، څهٔ ستونزه ده؟»
د اجرایوي رئیس د ستونزو لهٔ اورېدو وروسته، بوډا سړي وویل:
«باوري یم، چې زهٔ درسره مرسته کولی شم.»
لهٔ اجرایوي رئیس یې د هغه نوم وپوښت، بیا یې یو چېک ولیکه، د هغه پهٔ لاسونو کې یې کېښود، ورته یې وویل:
«کال وروسته به بیا همدلته وینو، زهٔ باوري یم چې کال بعد به زما ټولې پیسې راکوې.»
مخ یې واړوه، پهٔ یوه شیبه کې لهٔ هغه ځایه غیب شو.
اجرایوي رئیس پهٔ خپل لاس کې د پنځه سوو زرو ډالرو (500,000$) د چېک پهٔ لیدو، چې د جان ډي راکیفیلر (هغه وخت د نړۍ تر ټولو بډایه کس) لخوا لاسلیک شوی دی، ډېر د خوښۍ احساس وکړ، ویې ویل چې هغه کولی شي پهٔ دې پیسو خپل ټول پورونه سمدستي اداء کړي. مګر شیبه وروسته یې فکر بدل شو، چېک یې پهٔ خپل ځای خوندي کېښود، ویې ویل چې د دې (چېک) شتون کولی شي، هغه ته دا ځواک ورکړي چې د خپلې سوداګرۍ د خوندي کولو لپاره ډېر کار/ هڅه وکړي.
پهٔ لنډه موده کې یې د همدې خوشبینۍ سره، غورې معاملې او د تادیې شرایطو غزولو خبرې وکړې، څو سترو ځایونو کې یې پلور بند کړ. د څو میاشتو پهٔ جریان کې یې ځان لهٔ پورونو راویست، بېرته د پیسو ګټلو پهٔ نیلي کېناست.
دقیقاً کال وروسته لهٔ کښل شوې چېک سره همغه پارک ته ستون شو، د بوډا سړي پهٔ لیدو، اجرایوي رئیس هغه ته د خپلې بري کیسې اورولو،او هغه ته د چېک سپارلو پهٔ چرت کې ؤ، چې ناڅاپه یوه نرس راغله، بوډا سړی یې کلک تر مټو ونیو، ویې ویل:
«ښه شوه چې پیدا مې کړې»
پهٔ خورا عاجزۍ یې اجرایوي رئیس ته وویل:
«وبخښئ، امید لرم چې تاسې به یې زورولې نهٔ یاست. دا بوډا سړی تل روغتون څخه تښتي، خلکو ته وایي چې دی( جان ډي راکیفلیر) دی.»
لهٔ دې خبرو وروسته یې بوډا سړی لهٔ هغې ځایه بوتلو.
اجرایوي رئیس حک، حیران شو، لفظونه ترې وتښتېدل. هغه ټول کال د پلور او پېر معاملې پهٔ دې تکل کولې چې د هغه تر شاه نیم میلیون ډالر شته، خو وروسته پوه شو، چې اصلاً پیسې نهٔ وې، بالکې د هغه خوشبیني او د کار کولو هوډ ؤ، چې هغه یې لهٔ پورونو راویست او د ګټې پهٔ آس یې کېنولو.

دا هم ولولئ:   باب دی په بیان د مینه کې / سیال یوسفي

6 Comments

  1. دا کیسه می مخکی هم لوستلی وه خو اوس هم دیر سه ځینی زده کړه هیله لرم چی نور هم راته داسی سه خپاره کړی چی زموږ ته بدلون ورکړی بیا هم مننه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*