په هلمند کې هوايي بریدونه؛ ۱۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۱۵ میوند قول اردو خبرپاڼه وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه، د هلمند ولایت د ګرشک او نهرسراج ولسوالو په شاوخوا سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

دا هغه سیمې وې چې طالب جنګیالي په کې ځای پر ځای شوي وو او پر دې ولسوالیو یې ترې بریدونه کوي.

د خبرپاڼې له مخې د هیواد ملي او امنیتي ځواکونو تېره شپه د هوايي ځواک په مرسته پر دې سیمو د تصفیوي عملیاتو په لړ کې بمبار کړی چې ۵۳ طالبان په کې وژل شوي او ۷۵ نور ټپيان دي.

که له یوې خوا د طالبانو له لوري جګړه په زور کې ده، له بلې خوا د هیواد ملي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د درځنو درځنو طالبانو د وژلو او ټپيانولو خبر ورکوي.

دا هم ولولئ:   ټولنیز مسؤلیت / فرید قربان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*