د ویلیم شکسپېر ویناوې

ویلیم شکسپېر

  1. له کرکې پاک زړه، د انسان غوره ساتونکی دی.
  2. نصیحت رښتیني خیرخواهي ده، خو انسان یې نه اوري.
  3. غوړه مالي بده دوکه ده، خو خلک یې په پوره توجه اوري.
  4. د انسان ښېګڼې ورسره خښېږي، خو بدۍ یې تل یادېږي.
  5. د درې کسانو تخییل یو رقم وي: لیونی، مئین او شاعر
  6. شهرت او ښه نامه د هغو نصیب کېږي چې په زړه کې یې د خلکو وېره نه وي.
  7. نافرمانه اولاد، د مار تر زهرو ډېر بد دی.
  8. غوړه مال او په غوړه مالۍ خوشالېدونکی، دواړه بد دي.
  9. له خپلو افکارو ځان ته زندان مه سازوه.
  10. مینه ړنده وي، په دې خاطر مئینانو ته هغه نازکې تېروتنې نه ښکاري چې دوی یې کوي.
  11. مینه بالاخره هر څه فتح کوي، راځئ چې موږ هم ور تسلیم شو.
  12. مینه دومره زوروه ده چې له انسانه حیوان او له حیوانه انسان سازوي.
  13. د ښځې ښاېست د هغې غرور زیاتوي.
  14. د دیو غوندې قوت ښه دی، خو د دیو غوندې قوت کارول بد کار دی.
  15. په بېلتانه کې د مینې لمبې لا تېزېږي.
  16. بخت، لکه ډمه خپلې دروازې غریبو ته بندې ساتي.
  17. بې‌زړه انسان له مرګ مخکې څو ځله مري.
  18. نوم کې څه دي؟ ګلاب ته که هره نامه واخلې په رنګ او خوشبو کې یې فرق نه راځي.
  19. د هغو شاته څو فایده چې زهرو کې ګډ وي؟ تر دې خو هغه زهر ښه دي چې د شاتو خوږوالی په کې وي.
  20. زما جامې به زړې وي، خو خپلې مې دي.
  21. کوم شی چې ښاېسته کولای نه شې، بدرنګوه یې مه.
  22. څوک چې په لوړه څوک ولاړ وي، له سیلۍ او توپان سره ډېر مه مخ کېږي.
  23. هوښيار انسان خپلو ستونزو ته ژاړي نه، بلکې په خوشحالۍ یې د حل کوشش کوي.
  24. څومره خلک چې وږي دي، همدومره ډېر په ډېر خوراک ناروغ هم دي.
  25. هوښيارتوب دا دی چې خبره لنډه وشي، اوږدې خبرې انسان ستړی کوي.
  26. په دنیا کې هېڅ داسې فېلسوف نه دی تېر شوی چې د غاښ درد یې په صبر زغملی وي.
  27. مینه هر چا سره کوه، باور په لږو کوه او بد له هېچا سره مه کوه.
  28. موږ وړو غلو ته جزا ورکوو او د لویو سلام کوو.
  29. ځينې خلک لوی پیدا کېږي، ځينې په هلو ځلو لوېږي او په ځینو لويي تحمیلېږي.
  30. په پخواني غم خفګان کول، د نوي غم را بلل دي.
  31. چا چې دې یو ځل باور مات کړ، بیا پرې باور مه کوه.
  32. په رښتینې مینه کې لوړې ژورې حتماً راځي.
  33. څه چې دې په کار وي، د خندا په زور یې ترلاسه کړه، نه د تورې په زور.
  34. د دروغجن جزا دا نه ده چې څوک پرې باور نه کوي، بلکې هغه خپله هم په چا باور نه شي کولای.
  35. په خفګان کې هغه خلک هم لیدل کېږي چې عادي حالت کې یې لیدل ممک نه وي.
  36. ژوند په هر چا ګران دی، خو په زړورو انسان عزت تر ژوند ډېر ګران دی.
  37. چې مخ یې ښاېسته وي او عمل یې بد وي، لکه ګلاب چې وي، خو بوی يې نه وي.
  38. خبرې پاڼې دي او عمل میوه ده.
دا هم ولولئ:   زده کړې (علم)/ نصیراحمد شینواری

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*