یو آم په لس زره: له هندۍ نجلۍ یو درجن آمونه ولې په یو لک او شل زره هندي کلدارې واخیستل شول؟

په هند کې د کرونا له امله ښوونځي رخصت شوي او زده کوونکي په انلاین ډول درس وایي. یوې هندې نجلۍ د درسونو لپاره ځیرک موبایل ته اړتیا درلودله، خو پيسې ورسره نه وې، د پېسو پیدا کولو لپاره یې د سرک په غاړه د آمونو خرڅول پيل کړل.

د هند، د جهاړکنډ په جمشید پور سیمه کې ۱۱ کلنې نجلۍ تولسي کماري چې په پنځم ټولګي کې د آمونو خرڅلاو ته ناسته وه. یوه ځایي خبریال د دې هندي نجلۍ کیسه په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه. د هند په ممبئ ښار کې یوه سوداګر دغه اعلان ولید او تولسي سره یې مرسته وکړه، خو ترڅنګ یې دا شرط کېښود چې د دې مرستې په بدل کې به ترې آمونه اخلي.

سوداګر تولسي ته ۱۲۰ زره هندي کلدارې ورکړې او د دې په بدل کې یې ترې ۱۲ دانې امونه واخیستل چې یو آم په ۱۰ زره هندي کلدارې حساب شو.

د تولسي مور او پلار د سوداګر مننه وکړله او ویې ویل چې په دې ۱۲۰ زره هندي کلدارو به خپلې لور ته ځیرک موبایل او د زده کړو لپاره نور اړین وسایل واخلي.

دا هم ولولئ:   د خوښ ژوند لرلو په اړه؛ درې جملې، درې درسونه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*