بله ورځ نه، همدا نن / شبانه دوران

لیکنه:شبانه دوران Shabana Dawran

بېګا مې د اونۍ د پېل لپاره خپل مهالوېش جوړ کړ چې کوم کارونه باید اوس وکړم، کوم کارونه عاجل دي او کوم کارونه په خپل وخت ترسره کړم. بیا رایاد شو چې ما هم دا ډېره موده لیکل پرېښي او ژباړه مې هم نه ده کړې. زیاتره چې یوه موضوع ذهن ته راشي یا ښه متن وګورم، ځان سره وایمه چې ځه خیر اوس یې نه لیکم، متن به کاپي کړم، بله ورځ به پرې کار وکړم.

بیا مې ذهن ته دا خبره راغله چې په دې سبا او بله ورځ ویلو ما څومره وخت ضایع کړی. لاس په کار شوم، دا چې لپټیاپ رانه لرې و د مبایل په نوټ کې مې دا متن نوټ کړ چې همدا اوس او نن يې باید پېل کړم.

که تاسې هم د هغو خلکو له ډلې یاست چې تل د هر کار پېلولو او هدف ته د رسېدو پر ځای تنبلي کوئ، یا د نن کار سبا ته پرېږئ او وایئ چې مثلاً یوه ورځ به مطالعه پېلوم، یا به  یوه ورځ حتما ورزش پېلوم؛ د ځان روغتیا ته به پاملرنه کوم؛ یوه ورځ به کار پېلوم او یوه ورځ به د ځان او راتلونکي په اړه جدي فکرم کوم، نو که د هغې یوې ورځې په تمه یاست، هغه ورځ نه راځي.

هغه ورځ تر هغې نه راځي ترڅو چې ورته تاسې کلک هوډ پیدا نه کړئ.  د سبا پېلولو پر ځای یې همدا نن پېل کړئ. که پيل ونه وکړئ، اهدافو ته مو نه شئ رسېدلی او نه مو هغه ورځ لاس ته راځي چې تاسې ورته په تمه یاست.  ستاسې ښې ورځې همدا نننۍ ورځې دي چې د سبا برخلیک مو ټاکي.

دا هم ولولئ:   بې روزګاري، لاملونه او پر هیواد یې اغېزې | خیال شینواری

اوس لږ فکر وکړئ چې په سبا او بله ورځ ویلو مو څومره وخت له لاسه ورکړی؟ څومره له اهدافو او بریالیتوبونو شاته پاتې یاست؟ مشران وايي، که نن یې پېل نه کړئ سبا یې نه شئ پېلولی او که نن مو پېل نه کړه، د سبا لټي او بهانې مو همداسې وروستی پاتې او کمزوري کوي.

متل دې چې برکت په حرکت کې وي، حرکت وکړئ، لارې به پرانیستل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*