د بریا او د ښهٔ شخصیت د رازونو څخه يو راز / صادق حسین صافی

لیکنه: صادق حسین صافی.

ټول عاقل او پهٔ حقیقي مانا انسانان هڅه کوي چې کامیاب شي او پهٔ ټولنه کې يو شخصیت ولري. اما دوی دا کار څنګه کوي؟! څنګه دوی بریا ته رسېږي؟! څنګه دوی – د عادي وګړو څخه متفاوت – ښهٔ شخصیت جوړوي؟! دا هغه پوښتني دي چې د کامیابۍ د لټون پهٔ فکر کې ډوب ځوانان یې ډېری وخت پوښتي.

پهٔ ژوند کې بریالی کېدل او پهٔ ټولنه کې يو ښهٔ شخصیت درلودل داسې آسانه څهٔ نه دي چې مونږ یې پهٔ يو دوه فکتورونو کې راونغاړو. بلکې د دې لپاره لهٔ ډېرو پوړیو څخه باید و خېژو. اما پهٔ دې لیکنه کې یې زه پر يو لهٔ هغو سلهاو او زرهاو رازونو باندې ليکم.

نیوکې منل!

زمونږ يوه اساسي ستونزه همدا ده – زه به ورته رواني ستونزه هم اوایم – مونږ او ستاسې به د علمیت، فکر، روش، فرهنګ، اخلاق او شخصیت لهٔ نګاه نه نورې هم ډېرې ستونزې لرو – عاقل خلک خپلې ستونزې پهٔ نښه کوي او د لمنځه وړلو لپاره یې بېلا-بېلې حل لارې لټوې -اما پر ځان نېوکه نهٔ منل مو يوه اساسې او لویه ستونزه ده. دا ولې ستونزه ده؟!

مونږ پهٔ داسې یوه ټولنه کې ژوند کؤو چې خلک یې بېل-بېل فکرونه لري، عقیدې یې سره جلا دي، مذهبونو یې جلا دي او سیاسي تګلارې یې جلا دي اما د دې دومره توپیرونو سره-سره زمونږ انسانیت – انسان بودن – يواځنی مشترک فکتور دی. انسان کېدل مو هغه فکتور دی چې دا ټول توپیرونه سره نفي کوي او مونږ يو بل ته نږدې کوي. اوس نو چې انسان بودن مو مشترک فکتور دی نو دا خو مالومه خبره ده چې بیا به مونږ لهٔ یو بل سره کښېنو، نظروته به تبادله کؤو، لهٔ يو بل څخه به زده کړه کؤو او پر يول بل به سالمه او منطقي نيوکه کؤو.

دا هم ولولئ:   څنګه خپل ذهن پیاوړی او هدفمند کړو؟ / فیضان الله نظر خیل

ځکه که دا کارونو ونهٔ کړو نو انسانیت پېشرفت نهٔ کوي، مونږ کې مثبت تغیرات نهٔ راځي، شخصیت مو وده نهٔ کوي او بریا ته نهٔ رسېږو.اوس نو دا کارونه: مجالس، سیاسي بحثونه، علمي بحثونو، پوښتنې او ځوابونه،چې کؤو نو ښکاره ده چې يو څوک به زمونږ نظر او باور چېلنج کوي او نیوکه به پري کوي.

هغه زمونږ علمي، منطقي، او قوي شخصیت د دې چېلنچ یا نیوکې وروسته مالومېږي او زمونږ ورستنی برخورد دا پهٔ ډاګه کوي. که مونږ دغه نیوکه پهٔ ښایسته شکل پهٔ مسکا سره منو، خبرې ته غوږ نیسو، که نیوکه پهٔ

حقه وي خو بښنه غواړو او که بېځایه وي نو منطقي او قناعت بخشه جواب ورکؤو نیوکه کوونکي ته نو مانا دا چې مونږ يؤ پیاوړی او ښهٔ شخصیت لرو. اما برعکس، که لهٔ نیوکې وروسته جدي برخورد ښايوو، پوچ الفاظ کارو یا رانه خبرې ګډې-وډې کېږي نو مانا دا ج

چې يو ضعیف شخصیت لرو او باید پر ځان کار وکړو. او د نیوکې نهٔ منلو بل تاوان دا دی چې اجتماعي راوبط مو خرابوي، فکري جنحال زیاتوي او دوستان کموي.

هڅه باید وشي چې ځان پوه کړو، زده کړه وکړو، خلکو سره نظرونه شریک کړو لهٔ هغوی یې واورو، قناعت ورکړو خپله قناعت وکړو او پهٔ ځان نیوکې ومنو. که دا کار وکړو نو پهٔ ژوند کې به مو د بریا او د ښهٔ شخصیت د جوړلو پر لور يو ګام اوچت کړی وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*