روښانتیا ته کار؛ د ننګرهار په کامه کې ګرځنده کتابتون جوړ شوی

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو ګرځنده کتابتون پرانیستل شو. دغه کتابتون چې په یوه کوچني سوزوکي موټر کې جوړ شوی، موخه یې دا ده چې په ولس کې مطالعه رواج کړي او خلک روښانتیا ته وبلي.

دغه کوچنی کتابتون به ښوونځي په ښوونځي ګرځېږي او زده‌کوونکو ته به د مطالعې لپاره په زړه پورې کتابونه ورکوي.

پرون د جوزا د میاشتې په ۲۷مه نېټه د یوې ولسي غونډې په ترڅ کې دا کتابتون په داسې حال کې پرانیستل شو چې ولسي خلکو ورته له خوښۍ راټول شوي وو او په ټولنیزو رسنیو کې یې په اړه مثبت کمپاین کېده.

د ټولنیزو رسنیو یو فعال وحید زهیر لیکلي: ( دا ګرځنده کتابتون په څومره ښه سلیقه تیار او برابر شوی دی. د هېواد خیریه بنسټ د دې بهترین کار زه ډیر قدر کوم.)

د فېسبوک بل کارونکي خان ولي کامران لیکلي: (الله تعالی دې داسې اشخاص پدې هېواد کې لا زيات کړي چې د پښتون قوم دپرمختګ غم ورسره وي.)

عارف الله ځلاند د فېسبوک بل کارونکی دغه کار په دې ټکو ستایي: (اوس به لخیره دي سوزکې کې کینو کامه کې تر څو یو چکر وهو یو کتاب مطالعه به مو کړي اوسي.)

دا لومړی ځل دی چې د هیواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې ګرځنده کتابتون پیل کېږي، د خلکو له غبرګون داسې ښکاري چې د علم ارزښت په ټولنه کې لوړ شوی او ولس د پخوا په پرتله اوس مطالعې ته ډېر لیواله دی.

دا هم ولولئ:   د ننګرهار ولایت، په پچیراګام ولسوالۍ کې نږدې ۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*