.په ژوند کې څنګه خوښ او راضي واوسو؟ / ارمان مهربان

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

۱-  تل دا فکر کوه چې په دې نړۍ کې يوازې تاسې له ستونزو سره نه يی مخ. هر کس پخپله اندازه غم لري.

۲- ننګونې د ژوند برخه ده. چې ژوندی يې له ننګونو سره به مخ يې. يوازې په هديرو کې مړه خلک له ننګونو بې‌غمه پراته دي.

۳- په ذهن کې مو د خپل ځان لپاره چې کوم ډول تصور جوړ کری دی، په همدې تصور پورې ستاسې خوښی هم تړلي دي. نو خپل ځان په يو ډېر مناسب،وړ ښایسته او پر ځان باوري شخص تصور کړی.

۴- د هېچا د خبرو په کیسه کې مه کېږئ،چې تر شاه مو هر څه وايې پرې يې ږدی. ځکه دوی ډېر غمجن او په ذهني ډول لاندې وي. او په دې ډول تاسو هم غمجن او په ذهني ډول لاندې کول غواړي.

۵- په فارغه وخت کې خپل ځان ستاسو د خوښې په کار لکه لوبې،ګيم،د فلم کتل،کتاب لوستل،په چکر تلل… ځان مصروفه کړئ!

۶- هېچا ته دا اجازه مه ورکوه چې په شتمنۍ،موټرو او نورو شيانو سره دې تهديد او لاندې کړي. د نن غريب ممکن سبا خان شي. بدلون په پرلپسې ډول پیښیدونکی دی.

۷- ما تسلیمیږه! نن چې ژوند په کوم لورې روان کړی يې،کومه خبره نشته. څومره چې ژوند وي،هغومره هيلي او اميدونه هم شته.

۸- دعا غواړه! څومره چې دعا غواړئ هغومره به نيکمرغه ياست.

۹- څه چې په ژوند کې غواړئ په وړاندې يې زړور اوسئ! ژوند ټول خطر دی. که خطر ونه منئ د زړه غوښتونو ته نشی رسيدلی. د نورو لپاره خپل اصيلتوب مه بدلوی. ستاسو رول بغير له تاسو هېڅوک ښه نشې لوبولی. ته ترټولو غوره يې!

دا هم ولولئ:   هغه ځانګړنې چې انسان بریالی کولای شي / وحیدالله بریال

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*