د اغېزناکو خلکو اووه عادتونه

⁦✍️⁩ ارمان مهربان

دا خبره بيخي سمه او ريښتیا ده، چې کتاب د ژوند ملګری دی. کتاب روح اراموي او انسان ته د ژوند کولو او برياليتوب هيلې ورکوي. همدا کتاب دی چې په يوه اداره،ټولنه او دنده کې انسان ته د برياليتوب، موثريت او د اغېزناکه شخصيت جوړولو تګلارې ور په ګوته کوي. د کتاب لارښوونې که په سمه توګه مطالعه، او پر خپل ورځني ژوند کې عملي شي زموږ په ژوند مستقيمآ مثبت اغېز کوي.

د ازادې مطالعې له ډلې نن صبا اکثراً د ارواپوهنې اړوند کتابونه مطالعه کوي او د خپل ژوند ستونزې پرې يخوي.
د هغوی له جملې يې يو کتاب “د اغېزناکو خلکو اووه عادتونه” کتاب دی. نوموړی کتاب چې ليکوال يې “سټيفن کووې” او پښتو ته ښاغلي “میراحمد یاد” ژباړلی او “اکسوس” کتاب پلورنځي خپور کړی دی.

ما چې کله کتاب ترلاسه کړ، نوم يې راته ډېر عادي ښکاره شو. ځکه موږ ډېری د څو ځانګړنو،عادتونو،اصولو… په اړه مقالې او کتابونه لوستي دي. خو “د اغېزناکو خلکو اووه عادتونه” کتاب، ځانګړنې،حجم، موضوع،معلومات او اصول ډېر جالب او متفاوته دي. دا کتاب چې ټول ۴۱۵ صفحې حجم لري. په بېلا بېلو عنوانونو او درو څپرکو کې ليکل شوی دی.

کتاب د ژوند د مختلفو برخو په اړه تاسو ته معلومات او اصول درکوي. نوموړی کتاب په کاري چاپيريال کې د اغېزناکه شخصيت او مديريت په اړه اصول او تګلارې په لاس کې درکوي. همدا راز نوموړی کتاب هغو کسانو ته هم لارې چارې ښايي چې په شخصي او ټولنيز ژوند کې هيلو ته رسېدل غواړي.

سټيفن کووې په دې کتاب کې تاسو ته په سخت کار او زيات زيار ايستلو ټينګار نه کوي، بلکې تاسو ته وايې چې لږ خو دقیق کار وکړئ او هڅه وکړئ چې ځانونه منظم وساتئ.
همدرانګه سټيفن کووې په دې کتاب کې ټول تمرکز په دې کړی چې تاسو ته په شخصي بريا،له نورو پر ځان د زيات باور او ښې انګيزې درلودو او په ټوله کې له خپل ټول توان او انرژۍ څخه د ګټې اخيستو لارې چارې په لاس کې درکړي.

دا هم ولولئ:   د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – دویمه برخه

په دې کتاب کې چې سټيفن کووې چې کوم اصول په ګوته کړي، که په سم او منظم ډول عملي شي له تاسو يو بېل، بریالی او اغېزناکه شخصيت جوړیدای شي. همدا کتاب وايې: تاسو د نورو خلکو لخوا هغه وخت د احترام وړ جوړېدای شی،چې خپلو موخو ته ورسېږی او خپل کارونه په منظم ډول سره ترسره کړئ.

د سټيفن کووې دا کتاب د ارواپوهنې د نورو کتابونو په څېر نصيحتونه نه لري. کتاب څو څو ځلې ولولئ او د اړتيا پر وخت ترې ځينې اغېزناکه اصول او لارښوونې کاپي او په خپل ژوند کې عملي کړئ.

10 Comments

  1. د پرمختګ پاڼې په ليدلو ډير خوشحاله شوم الله تعالى دَ تاسو ته سعادت الدارين په نصيب کړي. غواړم ستاسو له راتلونکو مطالبو مستفید شم مننه الله تعالى مو حفاظت وکړه

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*