د عطرو ارواپوهنه؛ عطر ستاسې د شخصیت په اړه څه وایي؟

Sensual girl spraying fragrance in slow motion, with scent particles. Concept of sensual feminine scent.

ستاسو کوم عطر خوښېږي؟ دا پوښتنه هر څوک له هر چا کوي، خو د عطرو د خوښېدو او نه خوښېدو کیسه هم جالبه ده. د یوه کس د ګلانو عطر خوښېږي، د بل د نارنجو او د بل د نورو بوټو، خو تاسې پوهېږئ چې هر عطر ستاسې د شخصیت ښکارندويي کوي!

تریو بوی

که ستاسې د نارنج او مالټې په څېر تریو بوی لرونکي عطر خوښېږي، نو دا په دې معنا ده چې د رهبرۍ خصوصیات لرئ. خپل خپلوان درته د مستقل ذهنیت خاوند په نظر ګوري او کله کله حاکمانه چلند هم کوئ. له ستروسو (مالټو، نارنجو، لیمو) جوړ شوی عطر چې څوک کاروي، دا عموماً د قوي شخصیت لرونکي وي.

1 Best citrus fragrances 2020 CR

د ګلانو خوږ بوی

که چېرې ستاسې د ګلانو خواږه عطر خوښېږي، نو له ګلانو سره مو مینه زښته ډېره ده، ستاسې طبیعت ډېر حساس دی، په نورو خلکو ډېر پام کوئ، زړه مو نرم دی او شخصیت مو خواخوږی دی. تاسې زیاتره وخت تر ځان د نورو خلکو د ښېګڼې په اړه ډېر فکر کوئ. خواږه عطر د باوقاره خلکو ښکارندويي کوي.

best floral fragrances amazon

د سُنبل عطر

که چېرې مو د سنبل عطر خوښېږي، نو په دې معنا چې د ملګرو دایره مو پراخه ده، ملګري او دوستان مو ډېر دی. شخصیت مو کاریزما لرونکی او زړه راښکونکی دی. ملګري او خپلوان مو ستاسې له مجلس خوند اخلي. تاسې له خلکو سره د ملګرۍ او خواخوږۍ چلند کوئ. د ملګرتیا په ارزښت پوهېږئ او په دې هم ښه پوهېږئ چې په بد وخت کې خپل ملګري څنګه خوشاله کړئ.

دا هم ولولئ:   ستاسو د ژوند موخه څه ده؟

Lavender Oil Fragrance Products

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*