که پر خپله وړتیا باور نه لرئ، دا لارې چارې ولولئ!

بریان ټرایسي

زیاتره خلک چې پرځان بې باوره وي، په خپلو وړتیا هم باور نه لري، داسې فکر کوي چې نور خلک تر ده ډېر هوښيار دي او دی د نورو په مقابل کې دومره لوی ارزښت نه لري، خو دا یوه پلمه ده چې ستاسې د ژوند او پرمختګ مخه نیسي، د نورو ډېرو پلمو په څېر دا هم د حل لاره لري، د حل لاره دا ده چې:

هېڅ وخت ځان لږ او نور خلک ډېر هوښيار مه ګڼئ. ځان کم مه ګڼئ. خپلو امتیازاتو ته درناوی ولرئ، خپلې وړتیاوې کشف کړئ او دې ته پام کوئ چې ستاسې د هوښيار او ځیرکتیا اندازه هېڅ ارزښت نه لري، بلکې اصلي نبوغ دا دی چې ګټه ترې څنګه اخلئ. د خپلې ځيرکتیا او هوښيارۍ درجې ته اندېښنه مه کوئ، د هغه پر ځای له فکر کار واخلئ.

د ورځې څو ځله ځان ته ووایئ چې: زما ذهنیت او لیدلوری تر هوښيارتیا ډېر مهم دی. په کور او کار کې مثبت ذهنیت خپل کړئ. په هر کار کې د ماتې پر ځای د بري دلایل وشمېرئ. دا ذهنیت جوړ کړئ چې (زه ګټونکی یم). خپله ځيرکتیا په مثبتو او نویو کارونو کې وکاروئ. د بریاو د کونجي  پیدا کولو کار ترې واخلئ، ځان پرې په ماتې او وروسته پاتې مه قانع کوئ.

دا یاد ساتئ چې د فکر کولو وړتیا، د معلوماتو تر حفظولو ډېره مهمه ده. له خپل ذهنه د مفکورو (ايډیاوو) د پنځولو او عملي کولو کار واخلئ. د کارونو د ترسره کولو او لپاره نوې او ښې لارې چارې پيدا کړئ. له ځان پوښتنه وکړئ چې: (زه له خپله ذهنه د تاریخ جوړولو کار اخلم که د نورو جوړو کړو تاریخونو د ثبتولو؟)

دا هم ولولئ:   راشد خان؛ د افغانانو نه، د نړۍ ویاړ | احسان الله الهام

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*