۱
ژوند د فکر زېږنده دی او چې فکر بدل شي، ژوند ورسره بدلېږي، دا چې کتابونه فکر بدلوي، نو د انسان ژوند بدلوي او دا ثابته شوې خبرهده، خو ځينې کتابونه داسې وي چې سمدستي اغېز کوي او ځينې نور بیا ډېر وخت په دې نیسي چې انسان باید ورپسې نوره مطالعهوکړي چې د موضوع تل ته ورسېږي، هغه ډول کتابونه د داسې خلکو لپاره دي چې ډېره مطالعه یې کړې وي او د لا ډېرې مطالعې لپاره یېیوه برخه یا مسلک غوره کړی وي. زموږ د عامو لوستونکو لپاره ځينې ګټور کتابونه دا کېدلای شي.
1. کیمیاګر
دا د پاولو کویلو ناول دی او د یوه شپون کیسه کوي چې په خپل ارمان پسې ګرځېږي. څوک چې په لومړي ځل دا کتاب لولي ښايي ورتهسخت وي، خو زما سپارښتنه دا ده چې تر آخره دې یې ولولي، دا به یې په لیدلوري کې بدلون راوړي. (د راشد خټک ژباړه یې دانش کتابپلورنځي نه ترلاسه کولای شئ.)
2. د اغېزناکو خلکو ۷ عادتونه
دا هم د ذهنیت او لیدلوری بدلولو لپاره په مهمو کتابونو کې یو دی. سټيفین کوی لیکلی او په ډېرو جزیاتو انسان پر دې پوهېږي چې خپلذهنیت یا لیدلوری څنګه بدل کړي او د پېښو په مقابل کې څنګه غبرګون وښيي. (لیکوال سټفین کاوی – ژباړه میراحمد یاد – اکسوس کتابپلورنځی)
3. هغه راهب چې خپل فېراري موټر یې خرڅ کړ
په اوسنۍ له شوره او ستړیا ډکه نړۍ کې د آرامتیا موندلو او خپلې ورکې پسې د ګرځېدلو یو ښه لارښود کتاب دی. کتاب کیسه ایزه بڼهلري او د یوه داسې کس کیسه ده چې د خپلې خوښې ژوند کولو لپاره، له مادي پلوه ښه ژوند پرېږدي. (لیکوال روبېن شرما – ژباړه جبارفراز – سروش کتاب پلورنځی)
4. د مینې څلوېښت اصول
په معاصره نړۍ کې د تصوف د اصولو عملي کولو او آرامه او پرُسکونه ژوند کولو ښه لارښود کتاب دی. د مولانا او شمس په ژوند د لیکلشوي ناول بڼه لري. د لرغونې قونیې د ښار انځورګري او خواږه درسونه د کتاب ځانګړنې دي. فارسي ژبه کې دا کتاب د ملت عشق په نومډېر مشهور شوی دی. (لیکواله: ایلف شافاک – ژباړه میراحمد یاد – دانش خپرندویه ټولنه)
5. زرینې لارې
د کوریايي سوداګر کیم وو چونګ لیکلی کتاب دی. هغه د خپل ژوند کیسه لیکلې ده چې څنګه له یوه عادي ژونده د خپل زیار په مرسته دفابریکو خاوند شو. کتاب د ځوانانو لپاره لیکل شوی او د حوصلې لوړولو او همت زیاتولو لپاره ښه خوندر کتاب دی. (لیکوال کیم وو چونګ – ژباړه میراحمد یاد – دانش کتاب پلورنځي.)
6. انسان د معنی په لټون
د نازي المانیانو له خوا د یوه نیول شوي ارواپوه ډاکټر د ژوند کیسه او ارواپوهنې ځینې درسونه دي. په کتاب کې لیکوال کیسه کوي چې دالمانیانو په زندان کې پرې کومې سختې تېر شوي، خلک څنګه ژوندي سوځول کېده او ده په کې څنګه ګوزاره وکړله چې بالاخره ترېراووت. دا په ژوند کې د هدف او ارزښت موندلو لپاره تر ټولو ښه کتاب دی. (لیکوال: وېکټور فرنکل – ژباړه میراحمد یاد – اکسوس کتابپلورنځي.)
7. سینوهه
د فرعون د ځانګړي طبیب یادښتونه او خوندور کیسه ایز کتاب. دا کتاب د لرغوني مصر د چاپېریال، اصولو، رسمو او رواجونو په اړه پهډېره خوږه ژبه غږېږي. د هغه وخت کیسې کوي او د ژوند بېلابېلو اړخونه انځورونه په ډېره ښاېسته ژبه بیانوي. دا کتاب د ژوند د ډېرو برخوپه اړه د انسان لیدلوری بدلوي. (لیکوال میکاولټاري – ژباړه محمد عیسی ستانکزی – دانش کتاب پلورنځی.)
8. ویښ ملت
د ډاکټر عبدالکلام کتاب دی چې ځوانانو او تنکیو ځوانانو ته لیکل شوی او هغوی ته راتلونکي لپاره د لوی فکر کولو او خپلې ونډې ادا کولولارې چارې ښيي. د دې کتاب لوستل د خپل راتلونکي او په ټولنه کې د خپل ونډې په اړه د انسان ذهنیت روښانوي. (لیکوال: عبدالکلام – ژباړه لعل الدین عاطف – سوله خپرندویه ټولنه.)
9. د نړۍ تاریخ ته کتنه
د جواهر لال نهرو د لیکونو لړۍ ده چې خپلې لور ته یې له زندان نه لېږلي دي. دا کتاب درې ټوکو کې چاپ شوی دی. په هر لیک کې نهروپه یوه تاریخي موضوع غږېدلی او په اړه یې خپل نظریات شریک کړي دي. د لیکونو ژبه دومره خوږه ده چې انسان په کې لور ته د پلارعاطفه احساسولای شي. دا کتاب د لرغونې او معاصرې نړۍ په ټول تاریخ د ځغلنده نظر لپاره خوندور ماخذ دی. (لیکوال: جواهر لال نهرو– ژباړه یاد، اڅړ محمدي او نور افضل عابد)
10. ستاسې کتاب
تاسې هغه کتاب په کمنټ کې ولیکئ چې تاسې لوستی وي او ستاسې د فکر او ژوند بدلېدلو لامل شوی وي. دا به موږ سره د لا ډېروکتابونو په پېژندلو کې مرسته وکړي.
١٠- لطفا ګوسفند نباشید
Think and Grow Rich
&
As a Man thinketh
مثبت ژوند چې تا ښاغلي(( میراحمد یاد)) ژباړلی. خو متسفاآ اوس بازار کې نه پیدا کېږي.
د لوی فکر جادو.
ته ګټونکی یې.
1: The Secret, 2: Fearless soul; a YouTube channel. 3: living with honor.
Every street is proved with gold.
ياد صېب بيخي ښکولي کتابونه دي خو مونږ به په پاکستان کې چرته ترلاسه کولای شو؟
دلا بریاوو په هیله یاد صاحب قلم دی تاند اوسه
دلا بریاوو په هیله یاد صاحب قلم دی تاند اوسه
5 زرینی لاری
فکر وکړئ او.شتمن شئ
هغه دوه کتابونه چی تر اوسه می بیا داسی کتاب ندی موندلی
۱: د میرویس خان نیکه تاریخی ناول
۲: د لوی جادو فکر
1,Man’s search for meaning
2,Sapiens
Thanks form Mir A yad
ژوند زده کړه ژوند وکړه
سینوهه
آيا کيداشى چى دا کتابونه تر لاسه کړو؟
يا يى يو معلوم ادرس وى؟
انشاالله چې ټول به مطالعه کوم
Who will cry
When you die.
Brief history of time
“brief history of time”
لطفا مه ساده کيږه
د ژوند لار
زما د رابین شرما دوه کتابه ډیر خوښ شول
١.تکړه شه
٢.ته ګي ومري څوک به ژاړي
زما د لوستو کتابونو له جملې که یې څوک را څخه وپوښتي زه ښايي په ترتیب سره لاندې کتابونه ورته وړاندیز کړم؛ لومړی: د عادت ځواک؛ د عادت پيژندني په برخه کې غوره کتاب دی، دوهم: مرکب اغیز؛ کله چې په لومړي کتاب کې عادتونه وپيژنو نو په دې کتاب کې یې اغیز په ښه توګه پيژندلی شو، درېیم: د اغیزناکو خلکو اووه عادتونه؛ کله چې مو عادت پيژندلی وي او په اغیز یې هم پوهه شوي یو، نو بیا د بریالیو خلکو عادتونه خپلولو مو بریا ته رسوي.
په دې کتابونو کې لومړی کتاب، افغان لیکوال د ژباړې مرکز ژباړلی، دوهم او درېیم کتاب، مرکب اغیز او د اغیزناکو خلکو اووه عادتونه، میراحمد یاد ژباړلي دي.
You can win
ته ګټونکي یی
دمولانا وحیدالدین خان چې دنړی دسترو متفکرو اشخاصو څخه وو دوه کاله وړاندې له دې فانی نړئ سترګې پټې کړې.. روح دې ښاد وي. ډیر غوره کتابونه یې لیکلي دي چې دتاریخ سبقونه یې یو شهکار کتاب دی. که امکان ولرې نو همدلته یې ګرانو لوستونکوته نشر کړئ
مننه!
تاسو ډېر کتابونه ژباړلې دي، د خپل شخصي فکر په بنیاد یاد ملګرې تاته وئیل غواړم، چې په پښتو کښې د فلسفې، سیاست، ټولنپوهنې، ژباړې ډېرې ضروري دي، چې پښتو کښې هېڅ شتون نه لري، تاسو چې کومي ژباړې کړې دي، دا فقط د اکېډمک نرېټو او انفرادي ژوند په حقله دي، ته به پوهېږې، لکه څنګه چې دلته لومړنۍ خبره کړې ده، چې فکر بدل کړئ، ژوند بدلېږي، دا د مغالطې نه ډکه وینا ده، خبرې اوږدول نه غواړم، مونږ ته په کار ده چې نیوي سائنسي علوم خپلې ژبې ته راوړو،
پرمختګ زموږ هیله ده تاسو ټول دي اباد یاست