د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / لومړۍ برخه

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

لوستونکو سره څو خبرې

تاسې به نه پوهېږئ، خو ماسره مو د دې کتاب په لیکلو کې مرسته کړې ده.

البته دا کار مو عملاً نه دی کړی، خو تاسې خبر هم نه وئ او د لیکوال د مرستیال ونډه مو لوبولې ده. تاسې چې دا کوم کتاب لولئ، د پوښتنو او ځوابونو په بڼه ساز شوی دی. ما چې په سیمینارونو او مشورو کې کومې تجربې ترلاسه کړي، د هماغو په مرسته مې د ځینو پوښتنو مطرح کولو هڅه کړې ده. دا پوښتنې داسې دي چې که زه او تاسې چېرته کېناستی او د لټۍ او وخت تېرولو په اړه مو خبرې کولای، نو همدا مطرح کېدای.

خدای دې وکړي چې ستاسې پوښتنې مې ځواب کړې وي. تاسې په ارادي یا غیرارادي د یوه سخت حریف په رول کې را څرګند شوي یئ. دا ځل یوازې تاسې په دې رول کې را څرګندېدی شئ او تاسې باید په مخالفت نه، بلکې په لیوالتیا دغه بحث کې ګډون وکړئ.

په دې کتاب کې درته ځینې لارې چارې درښيیم، که تاسې ترې مرسته واخلئ پر لټۍ برلاسي کېدای شئ، خو یوازې لوستل بس نه دي او نه دا غواړم چې تاسې پر دې موضوع لا ډېر پوه کړم، زما موخه دا ده چې ستاسې چلند بدل کړم او سم ډېر یې بدل کړم. نو دلته چې څه لولئ، هغه په خپل ژوند کې عملي کړئ او دا کار تر هغې نه شي کېدای چې تاسې د خپلو کارونو یو لیست ساز نه کړئ.

نو د کتاب له لومړي څپرکي لوستو وړاندې، تاسې ته وایم چې کتاب د لنډ وخت لپاره یوه څنګ ته کېږدئ او څلور لیستونه ساز کړئ.

  1. دا هغه وظیفوي کارونو لیست چې تاسې باید کړي وي، خو درنه پاتې دي. کوم کار مو پیلوه؟ څه وړاندیز مو کاوه؟ له خپل مشر سره مو چې ناسم پوهاوی راغلی و او تاسې ورسره خبرې کول غوښتل؛ یو راپور مو چې باید لیکلی وی؛ اړیکې مو چې باید نیولې وی؛ یو یاداشت مو چې باید لیکلی وی … هڅه وکړئ لږ تر لږه یوه پاڼه دغه کارونه ولیکئ.
  2. اوس د هغه کارونو یو لیست ساز کړئ چې په کور کې مو باید کړي وی، خو نه مو دي کړي. هغه کورني کارونه چې له اونیو، میاشتو او کلونو راهیسې پراته دي. د کور له انګړه پيل وکړئ او کوټه په کوټه وګرځئ. زېرزمینۍ ته هم ښکته شئ او د هغه کارونو یو لیست ساز کړئ چې تاسې په اوزګار وخت کې کول غوښتل.
  3. د هغه کارونو لیست چې تاسې د شخصي اړیکو په برخه کې کول، خو درنه پاتې شوي دي. هغه زنګونه چې باید وهلي مو وی؛ لیکونه چې باید لیکلي مو وی؛ مېلمستیاوې چې باید سازې کړې مو وی؛ له کورنۍ سره سفر ته چې باید تللي وی؛ ګاونډي سره مو چې باید لیدلی او بلد شوي وی؛ خپلوانو ته مو چې زنګونه باید وهلي وی؛ د ښوونځي له ټولیګوالو سره مو چې باید لیدلي وی. هغه ټولنیزې چارې چې تاسې يې د پيل لپاره بل چاته په تمه یئ.
  4. وروستی لیست د هغو کارونو دی چې تاسې د خپل ځان لپاره کول غوښتل. د هنر ټولګي ته تلل، رخصتي کول، بد خویونه پرېښودل، ورزش پیلول، نوې ژبه زده کول.
دا هم ولولئ:   زده کړې، ناهیلي او راتلونکی؛ تاسې ولې زده کړې کوئ؟

دا غم مه کوئ چې دې دومره کارونو ته به وخت او حوصله له کومه راوړئ. په دې اړه وروسته غږېږو. د لومړیتوبونو ټاکلو ته هم اندېښنه مه کوئ. اوس یوازې لیستونه ساز کړئ، دا بس دي. د هغه کارونو لیست چې باید کړي مو وی، کول یې غواړئ، خو د ځینو دلایلو له امله درنه پاتې دي. دغه لیستونه چې ساز کړئ، مخې ته یې کېږدئ او بیا کتاب لولئ، نو پوه به شئ چې زه فرضیې نه وایم، ستاسې د عملي ژوند په اړه غږېږم. وبه ګورئ چې یوازې تیورۍ نه وړاندې کوم، بلکې د ذهني او اروايي خنډونو لرې کولو خبره کوم، دا هغه خنډونه چې ستاسې د خوښې شخصیت ترلاسه کولو لاره مو نیسي.

 

لومړی ګام: نوی لیدلوری

 لټي د ننني ژوند یو کوټلی حقیقت ښکارېږي. نو که داسې وي، ښه به نه وي چې دا د نسان د طبیعت یوه برخه وګڼو او دښمني ورسره پرېږدو؟

نه! په هېڅ صورت نه! البته ځينې خلک داسې کوي، خو دا ځينې خلک بریالي خلک نه دي.

  • نو دا لټي که دومره عامه ده، بیا ورسره مبارزه هسې بې ګټې نه ده؟

نه! ناروغي عامه ده، خو موږ به بې پروايي نه کوو او سترګې به پرې نه پټوو. مهمه دا نه ده چې موضوع څومره پراخه ده، مهمه دا ده چې دغه ستونزې سره په چلند کې موږ څه کولای شو که نه؟ او که د لټۍ په اړه غږېږو، نو دا باید ووایو چې ډېر څه مو له لاسه کېږي.

  • ښه، داسې ده؟ نو بیا دا ستونزه څنګه حل کولای شو؟ کوم سند شته؟

زما سند د ټولو بریالیو انسانانو ژوند دی. بریالي انسانان هسې وخت نه تېروي. لټ نه دي. خبره لنډه ده او هغه دا چې لټي د بریالیتوب مخه نیسي.

  • یوه شېبه! زه لکه چې غلط شوی یم. ټول خلک لټي کوي. لټي د انسان په وینه کې ده. د ټولو انسانانو ګډه ځانګړنه ده.
دا هم ولولئ:   له موږه هېر او ورک ځان / فرید قربان

نه داسې نه ده! داسې ووایئ: دا د ټولو هغو انسانانو ګډه ځانګړنه ده چې له خپلو بالقوه امکاناتو سمه ګټه نه اخلي.

دا سهي ده چې هر څوک په یوه وخت کې لټي کوي، خو بریالي خلک چې کار ځنډوي، نو اصلاً وایي چې یو کار و، ده یې د کولو نیت درلود، خو کړی یې نه دی. دا له لټۍ سره توپیر لري.

  • په یوه تعریف ښايي هر څه روښانه شي. تاسې دقیق ووایئ چې له وخت تېرولو مو موخه څه ده؟

دا د هغه کار ځنډولو ته وایي چې تاسې پوهېږئ همدا اوس باید وشي، خو تاسې یې په دې خاطر ځنډوئ چې یو بل مهم کار کوئ، که داسې وي، نو لټي مو نه ده کړې. دې ته لټي او وخت تېرول نه وایي.

  • نو که داسې وي، بیا خو ستا د خبرې معنا دا ده چې لټۍ او د یوه کار منطقي ځنډول سره توپير لري؟

بالکل همداسې ده. زموږ د کتاب موضوع د همدې دواړو توپير روښانول دی. بله دا چې د لټۍ د ګناه په بدل کې تاسې باید کوم کار وکړئ، هغه کار باندې په همدې کتاب کې بحث کېږي.

  • ګناه؟

هو ګناه

  • موضوع ګني له حده ډېره نه لویوئ؟ زه دا منم چې لټي به بد عادت وي، خو ګناه خو نه ده.

ولې نه ده. که هر قانون، هر عرف او هر دین کې وګورئ، نو ګناه په دوه ډوله ده. تاسې چې د یوه په رعایتولو باور لرئ او بیا د هغې برعکس کار یا ترې سر غړوئ، نو دې ته پام ور اوړي. خو یو بل ډول ګناه هم شته او هغه اوګدیناش[1] داسې تعریف کړې ده:

که تاسې په د یوه کار په کولو کې غفلت کوئ، نو دا دویم ډول ګناه ده. دا ګناه په تاسې کې وده کوي. که تاسې زیان وینئ، نو لامل یې هغه بیمه ده چې تاسې باید کړې وی، خو کړې مو نه ده. هغه پورونه دي چې تاسې باید پرې کړي وی، خو پرې کړي مو نه دي. هغه ژمنې دي چې تاسې باید پوره کړې وی، خو پوره کړې مو نه دي. هغه لیکونه دي چې تاسې باید لیکلي وی، خو لیکلي مې نه دي.

که کارونه په خپل وخت وکړو، نو د ګناه پرځای به صداقت کوو، رښتیني به یو، ژوند به مو خوشاله وي، روغ به یو او ورځ به مو ښه وي.

  • ډېر ښه. له دې خبرو پر دې پوهېږو چې لټي بد شی دی او غم یې باید وشي. خو بیا هم داسې ښکاري چې دا ستونزه عامه ده. موږ ټول یې لرو. موږ ته دا دومره مهمه نه ده چې کار نن وکړو که سبا.
دا هم ولولئ:   په سخت او ناارامه حالت کې څه کول پکار دي؟ ارمان مهربان

که رښتیا سره ووایو، دا خبره ډېره زیاته مهمه ده. تاسې هغو لټانو ته پام وکړئ چې خپل د نن کار سبا ته پرېږدي، یا نویو ستونزو سره مخ کېږي یا یې شته ستونزې لوېږي:

  • هغه نشه يي چې ځان سره ژمنه کوي: «که بیا مې نېشه وکړه، د معتادینو روغتون ته به ځم.»
  • هغه کارمند چې ځان سره وایي: «حالت چې ښه شول، خپل مشر سره به د معاش پر زیاتولو غږېږم.»
  • هغه پلار چې خپلو بچو سره وخت تېرول غواړی: «چې لږ ورته اوزګار شم او کارونه سپک شي.»
  • هغه مدیر چې د خپلې څانګې د پراختیا لپاره پلانونه لري، خو په تمه وي چې: «حالات لږ ښه شي دا کار به وکړم.»
  • هغه پلورونکی چې یوه مناسب پېرودونکي ته له زنګ وهلو ډارېږي او زنګ ورته نه وهي: «د شرکت سږنی کال ښه نه و.»
  • هغه انسان چې سګرټ پرېښودو نیت لري: «که ناروغ شوم، پرې به یې ږدم.)
  • هغه زده‌کوونکی چې د ډېر درس ویلو نیت لري: «بل سمستر کې به ډېر درس ووایم.»
  • هغه کس چې د سینې د درد له امله ډاکټر ته ورتلل غواړي، خو ځان سره وایي: «لومړی چې دفتر ته لاړ شم، ښه به وي، ډاکټر ته به وروسته لاړ شم.»
  • هغه شرکت چې یوه نوې پروژه پيلوي: «دا کار به هله وکړو چې یو کارکوونکی له خپل اوسنی کار نه جلا کړی شو.»
  • هغه دولت چې خپله بودیجه متوزانه کول غواړي: «کله چې حالت لږ ښه شي.»

دغه خلک او ادارې ظاهراً ګډې ځانګړنې نه لري، خو په ډېرو مواردو کې سره ورته کارونه کوي:

  1. هر یوه ستونزه لري، لویه وي که وړه.
  2. هر یو ښه پوهېږي چې څه باید وشي، د همدې لپاره یې یوه پرېکړه کړې وي، خو په تمه وي چې…
  3. هر یو همدا اوس اقدام نه کوي او ددې پرځای ژمنه کوي چې په راتلونکي کې به یې حتمن وکړي.
  4. هر یو خپل کار یوه بل کار ته ځنډوي: څنګه چې… کله چې… که … په دې ډول چلند ځنډول لږ څه معقول ښکارېږي، خو دا ده چې یوازې یو عذر جوړېږي او د کارونو د ځنډولو معقول دلیل نه وي.

هر ډول وخت تېرول، په اصل کې ځان تېرایستل او په واقعیت سترګې پټول دي.

[1] Ogdennash

7 Comments

  1. سلام استاد محترم یقیناً چې زما لپاره نننی درس ډېر مهم او تاثیر ګوزار وو.

  2. غواړم چى راتلونکى مى روښانه شى اوزه باورى چى ستاسو کتابونه او ويناوى اوتاسى به مودغه هدف ته رسوى

1 Trackback / Pingback

  1. د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / دویمه برخه - پرمختګ

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*