ولې باید ارواپوهنه مطالعه کړو؟/ ژباړه: خالد یاسین

ژباړه: خالد یاسین

د ارواپوهنې د زده کړې لپاره خورا ډېر دلایل شتون لري. حتا که تاسې نهٔ غواړئ «ارواپوه» جوړ شئ، یا مو نهٔ خوښېږي چې د ارواپوهنې د مسلک اړوند کار وکړئ، بیا هم لهٔ ارواپوهنې خلاصون نهٔ شته!

ارواپوهنه ستاسو پهٔ شاوخوا کې ده، ستاسو د ژوند هر اړخ ته لاس اچوي. تاسې اوس څوک یاست او پهٔ راتلونکي کې به څنګه یئ؟ د کورنۍ، ملګرو او اجنبیانو سره څنګه چلند کوئ. دا ټول هغه څهٔ دي چې ارواپوهنه یې پهٔ پوهېدلو کې درسره مرسته کولای شي.

دلته څو هغه دلیلونه لولو چې ولې باید یو څوک حدِ اقل د ارواپوهنې پهٔ اړه یو څهٔ زده کړي:

– د ځان ښه پېژندنه

دا چې پرمختګ څنګه را منځته کېږي، شخصیت څنګه جوړېږي، او د ټولنې او کلتور غوندې فکتورونه څنګه پهٔ چلند اغېزه کوي. پهٔ دې ټولو پوهېدل درسره دا مرسته کوي چې هغه تأثیرات درک کړئ چې ستاسو پهٔ ژوند یې اغېزه کړې ده.

– ښهٔ مخاطب جوړېدل

د احساس، ژبې او باډي لانګوېچ پهٔ څېر د موضوعاتو مطالعه تاسو سره ستاسې د خپلمنځي ارتباط د مهارتونو پهٔ زده کړه کې مرسته کولای شي.

د دې څېزونو پهٔ اړه ډېره زده کړه، تاسو ته د خلکو او د هغوی د خبرو پهٔ اړه ښهٔ پوهاوی در په برخه کوي. دا چې دوی څنګه چلند کوي، تاسې کولای شئ د دوی د عمل تر شاه اغېزې او انګېزې درک کړئ.

– د انتقادي فکر د مهارت روزل

د ارواپوهنې د مطالعې پهٔ مټ به تاسو د ځانګړو موضوعاتو لکه سېستماتیک میتود، پرېکړه کول، ستونزه حل کول… پهٔ اړه ډېر څهٔ زده کړئ. دا ټول ممکن تاسو سره د مختلفو مسئلو پهٔ اړه د ژور او انتقادي فکر د کولو وړتیا ډېره کړي.

دا هم ولولئ:   ځان اوبښه او له سرہ یې پیل کړ‎ہ/صفیه عارفي

– د خپل راتلونکي کیریر (Career) جوړول

د ارواپوهنې پهٔ مطالعه کې نهٔ یواځې دا چې خپله ځانګړی کیریر/ مسلک موندلی شئ، د نورو مسلکونو په اړه هم درسره مرسته کولای شي. مثلاً که تاسې وغواړئ سوداګري مدیریت کړئ، د انساني چلند د درک په زده کړې کولای شئ د خپلو کارمندانو سره د مدیریت او متقابل عمل وړتیا ته وده ورکړئ.

د دې ټولو سربېره د ارواپوهنې مطالعه تاسو سره د رواني شرایطو په تشخیص او درملنه کې مرسته کوي. د ارواپوهنې مطالعه کټ- مټ لکه ساعتېری، داسې خوندوره ده.

7 Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*