فلم جوړونکې جنیفر الفونس: د افغانستان ښاېست په نړۍ کې ساری نه لري

سینما

جنیفر الفونس چې په هند کې یې د فلم په برخه کې زده کړې کړي او جایزې یې هم ترلاسه کړي، په یوه لیکنه کې یې افغانستان ته په ۲۰۱۷ کال کې د خپل سفر کیسه کړې او لیکلي یې دي چې: (په ۲۰۱۷ کال کې مې پر کشمیر او افغانستان یو فلم جوړوه او د یوه همکار په ملتیا کابل ته لاړمه).

جنیفر زیاتوي: (خلکو ته راته ویل چې کابل ته مه ځه او بل ځای کې فلم جوړ کړه، خو زه څه وخت په کابل کې پاتې شومه او بیا جلال اباد ته هم لاړمه، هلته مې هم شوټنګ وکړ، بیا پنجشیر ته هم لاړمه.)

نوموړې زیاته کړې: (افغانستان دومره ښاېسته دی چې له نړۍ سره یې هېڅ پرتله نه شي کېدلای شي.)

دې فلم جوړونکې د افغانانو د ښه چلند او مېلمه پالنې ستاینه هم کړې ده او د افغانانو ښه چلند یې ستایلی دی.

دا هم ولولئ:   ځان چېرې پیدا کړو؟ / ژباړه: خالد یاسین

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*