بریا ته لار کتاب کې څه راغلي؟

لیکوال: وحید مومند

الیور ناپېلیون هیل په ١٨٨٣ز کال کې د ویرجینیا په سویل لوديځه سیمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې. هیل د خپل ژوند په لومړیو کې هېڅ بریالی نه و. هغه وایي: زموږ د کورنۍ دری پرله پسې نسلونه په فقر او غریبۍ کې دنیا ته راغلي دي، ژوند یې کړی دی او خپل عمر یې پای ته رسولی دی، پرته له دې چې د ویرجینیا له غرنیو سیمو څخه بهر ووځي.
هیل د لیسې له فراغت وروسته په یوه پروګرام کې دوه کاله د اجرایه مدیر په حیث دنده ترسره کړه بیا یې په ترتیب لوړو ځایونو کې دنده وموندله، کار یې وکړ او بریا ته ورسېد.
دغه کتاب په پنځلسو کوچنیو څپرکو کې لیکل شوی چې هر څپرکی یې د بېلې سوژې درلودونکی دی. د هر څپرکي په اړه به لنډ معلومات وړاندې کړم او په پایله کې به درته د کتاب ښېګڼې او نیمګړتیاوې په نښه کړم.
لومړی څپرکی: په ژوند کې د قطعي موخې درلودل ــ په ژوند کې قطعې او روښانه هدف ټاکل تاسو بریا ته هڅوي. ارواپوهان په ادعا کوي هر هغه څوک چې د ځان لپاره واضح او لیکلې بڼه موخه په پام کې لري او دا هوډ ولري چې نوموړې موخه به دوولس شپې پرله پسې له ویده کېدو مخکې لولي، نو په پوره باور سره به نوموړی کس خپلې موخې ته ورسېږي. بریالتوب ته د رسېدو لپاره لومړی ګام د قطعي موخې درلودل دي.
دویم څپرکی: پر ځان باور ـــ د دې لپاره چې پر خپله بریا باوري شﺉ، نو اړینه ده چې پر خپل ځان باندې باور ولرﺉ. نه یوازې چې تاسو پر ځان باور ولرﺉ نور هم باید پر تاسو باور ولري. پر خپل ځان دا باور ولرﺉ چې کولای شﺉ لوی کارونه وکړﺉ. یوازې پر ځان د باور درلودلو په وسیله کولای شﺉ داسې کړنې ترسره کړﺉ چې نور خلک پر تاسو ایمان او باور ولري. تاسو د نړۍ پر مخ تر ټولو غوره کس یاست. ستاسو په وجود کې بریا ته د رسېدو ټول عناصر شته. ستاسو په وجود کې هغه پټ ځواک نغښتی دی چې کولای شي تاسو خپلو غوښتنو ته ورسوي. هر هغه څه چې غواړﺉ او هیله یې لرﺉ، کولای شﺉ لاسته یې راوړﺉ. ستاسې هیلې او اړتیاوې باید د پوهېدو او اندازې وړ وي.
درېیم څپرکی: نوښت ـــ پرته له دې چې تاسو ته کوم څوک د کار کولو ووایي تاسو هغه کار ترسره کړﺉ دې ته نوښت وایي. یا هم له امر څخه مخکې کار کول او زحمت ویستلو ته نوښت ویل کېږي، هغه کار وکړﺉ چې د کولو وي پرته له دې چې بل څوک یې د کولو امر درکړي.
څلورم څپرکی: تصور او تخیل ــ په هره طبقه کې چې یاست د خپلو هیلو او وړاندوینو تصور وکړﺉ. فکر وکړﺉ او بیا د عمل تصور وکړﺉ.
پنځم څپرکی: لېوالتیا ـــ ځیرک او خوښ انسان د هر چا خوښېږي. خوښول او مینه درلودل ستاسو کار اسانوي، داسې سختې کړنې درته اسانوي چې پرې پوه به هم نه شﺉ. علاقه لېږدونکې ده، هېڅ یو پلورنکی یو څيز نه شي پلورلی تر څو علاقه ورسره ونه لري. څوک چې د علاقې له مخې کار او دنده کوي نو تر ټولو ښې دندې او امتیاز لري.
شپږم څپرکی: عمل او لاس په کار کېدل ـــ ریښتینی بریالیتوب د غوره خدمت وړاندې کول دي. ناپوه کسان هغه دي چې د شرایطو په خرابېدو له خپل کار څخه لاس واخلي. مګر هغه څوک چې سلیم عقل لري، پر خنډونو برلاسي کېږي او هېڅکله نه غواړي چې له کاره لاس واخلي او تسلیم شي. انسان په دې نړۍ کې تل په استدلال له ځانه لوړ کارونه کړي، ودانۍ یې جوړې کړي، الوتکې او ټیکنالوجي… مګر د شاتو مچۍ بیا هم د انسان د فکر زکاوت ته افسوس کوي.
اووم څپرکی: ځان پېژندنه ـــ هغه کس نه شي بریالی کېدای چې پر ځان باور ونه لري او نه هم په چا اغېز موندلی شي. د نړۍ ډېری رهبران هغه ول چې ژر نه غوصه کېدل، حوصله او زغم یې د رهبریت یو طلایي قانون وه. پوه او هوښیار انسان هغه دی چې له زړه کار وکړي او له خپل ټول توان څخه ګټه واخلي. له دې پرته به د ارامۍ مخ هم ونه ویني.
اتم څپرکی: له ټاکلي امتیاز څخه زیات، د کار کولو عادت ــــ د دې لپاره چې لا ډېر مسؤولیتونه ومنﺉ، اړ نه یاست چې لا ډېرې پیسې لاسته راوړی. ډېر امتیاز او لاسته راوړنې د هغه چا په برخه کېږي چې د نورو د لارښوونې مسوولیت په رضایت سره ومني او په ښه توګه یې ترسره کړي. له دندې ډېر کار وکړﺉ او خپل شرکت یا د تولید سرچینې ته ګټه ورسوﺉ په دې توګه به هم خپله خوښ یاست هم به له تاسو خپله اداره او هم به د لوړ امتیاز خاوند وکرځﺉ.
نهم څپرکی: زړه راښکوونکی شخصیت ـــــ احساس ددې لامل ګرځي چې انسان بریا ته ورسوي . الفاظ او د انسان ظاهر د بریا په لاسته راوړلو کې ډېره مرسته کوي. موږ ټول غواړو چې بریالیتوب ته ورسېږو. بریالیتوب ارزښتمنو او لوړو موخو ته د رسېدو په مانا دی. د شتمنۍ لاسته راوړل او د هغه مشرۍ، مدیریت، او پُست ترلاسه کول دي چې په یو ډول نه یو ډول خلکو ته د خدمت کولو لامل ګرځي.
لسم څپرکی: غوره فکر کول ــــ ددې لپاره چې شهرت او ویاړ لاسته راوړی او شتمن شﺉ، د نورو مرستې ته اړتیا لرﺉ. تاسو پرته د نورو له مرستې نه شﺉ کولای شهرت، مقام او شان وساتﺉ. شتمني او مقام ساتل دومره لویه خبره ده لکه چې غواړې سپوږمۍ ته وخېژې. هغه کسان چې یو بل ته ورته پوهه او اړتیاوې ولري، په ښه توګه یو بل جذبولی شي. هغه څوک چې خپل ذهن په بدو فکرونو مسموموي، په څنګ کې ورسره د لویې ګناه مرتکب کېږي. نو د خپلو افکارو او نظریو په وسیله د هغه ذهن ته بد فکر لېږدوي او په ناوړه نظریانو یې مسموموي.
یوولسم څپرکی: تمرکز ـــ د انسان بدن د یو خوځیدونکي ماشین په شان، پام کولو، ارام او ترمیم ته اړتیا لري. هر هغه فکر چې د ځان په اړه یې کوﺉ او هغه څه چې ذهن ته مو رسېږي، ستاسو لپاره همیشنی ارزښت لري. نېکمرغي باید په خپل ذهن کې رامنځته کړﺉ. خپلې وړتیاوې لا ځواکمنې کړﺉ او تل مثبت فکر کوﺉ لرې نه ده چې بریا ته ورسېږی.
دوولسم څپرکی: مقاومت او دوام ــــ بریا ته د رسېدو لپاره نبوغ ته اړتیا نشته. بریا ته د رسېدو لپاره بخت، قسمت او شتمنۍ ته اړتیا نشته. بریا ته رسېدل همدا دي چې کوم کار کوﺉ او څه ډول یې کوﺉ. بریا د تل لپاره د غوره برنامې په شتون کې په سرعت کار کولو لاسته راځي. بریالیتوب همیشه د اوږد مهاله زغم او صبر حاصل دی. دا تمه مه لرﺉ چې له لومړی ورځې دې استادۍ ته ورسېږﺉ، کله مو چې تمرکز پیل کړ، لومړی باید کوچني کارونه ترسره کړﺉ. پر کوچنیو کارونو تمرکز وکړﺉ،کله مو چې له دې کړنې سره عادت واخېست، کولای شﺉ پرې عمل وکړﺉ او بریا لاسته راوړﺉ.
دیارلسم څپرکی: له ماتې څخه درس اخيستل ـــ اې هغو کسانو چې ماتې مو خوړلې! یو ځل بیا پاڅېږﺉ او له سره پیل وکړﺉ. ستاسو لپاره په نړۍ کې د بیا پیل کولو او بیا ازمایلو کوټې شته. ماتې خوړلی هغه څوک دی چې کله ناکامېږي بیا ازمایښت نه کوي. شان او شوکت په اقدام کولو کې دی. ناکامي او ماتې ته په بده سترګه مه ګورﺉ، خدای ته په هغه څه شکر ادا کړﺉ چې د ماتې له امله یې تاسو ته درکړي. پلمه جوړونکي مه اوسﺉ لرې نه ده چې په هڅې او بیا بیا درېدو کامیابی ته ورسېږﺉ.
څوارلسم څپرکی: زغم او صبر ــــ دری داسې ځواکونه شته که په سمه توکه ترې کار واخیستل شي یوازې د یوه نسل د ژوند په اوږدو کې به د نړۍ ټول اداب او رسوم بدل کړي.
١ـ د نړۍ مذهبي ځایونه
٢ـ خصوصي او دولتي ښوونځي
٣ـ مجلې او ورځپاڼې
دا ځواکونه اوس مهال په خپل منځ کې وېشل شوي دي او د یوه واحد هدف یا موخې په حیث نه تعقیبېږي. په نړۍ کې هېڅ قانون او مشري نه شي کولای چې شرایطو ته بدلون ورکړي. یوازې د ټولنیز میراث دقانون په مرسته دا کار شونی دی.
پنځلسم څپرکی: له طلایي قوانینو څخه کار اخیستل ــــ د انسان له لویو غوښتنو یو هم د شتمنۍ لاسته راوړل دي. طبیعت وایي : یا تل پرمختګ وکړﺉ او یا له دې لارې یوې خواته شﺉ. له هڅو پرته نه شو کولای پرمختګ وکړو. هغه څوک چې څېړونکي او فکر کوونکي دي په زیاته اندازه پر ځان نيوکې کوي. همدا ستونزې او ماتې خوړل دي چې انسان پخوي او بریا ته یې رسوي.
د کتاب وروستۍ برخه کې لنډ په بریالیتوب، رهبري او مشري او د تصور، بصیرت او پرمختګ په باب کرښې ويستل شوي دي.
د کتاب ښېګڼې
ــ دغه کتاب یو هڅوونکی کتاب دی چې ممکن ډېر خلک له ناهیلی وژغوري او بیا ځلې درېدو او مقاومت ته یې وهڅوي، تر څو لا مبارز او پیاوړی شي.
ــ د کتاب هره برخه کې مخاطب ته تجربې او عملي بېلګې ښودل شوي. چې متون یې د کیسې په بڼه دي.
ــ کتاب په روانه ژبه ژباړل شوی چې هر پښتون یې پرته له کومې مغلقتیا او مجهول توبه لوستلی شي او خپل مراد ورڅخه اخیستی شي.
ــ په کتاب کې ځای ځای د نړۍ د پوهانو ویناوې به موضوع سره سم نقل شوي دي.
زیانونه(نواقص)
ــ په دغه کتاب کې لیکنښې سمې نه دي مراعت شوي.
ــ په کتاب کې د دې (ﺉ) پر ځای ټولو ځایونو کې دا (ی) کارول شوې.
ــ لیکوال په دې کتاب کې نورو کتابونو او خلکو ته کمپاین کړی، مطلب هغوی ته یې تر ډېره ارزښت ورکړی مثلا د لیکوالانو کتابونو ته یا هم ځینو سوداګرو ته. پکار نه وه چې ډېر وضاحت ورکړي یواځې د بریالیتوب بېلګې یې غوره وې نه دا چې د هغوی د کتابونو د منځپانګې یا هم خویونو او عادتونو یې خبرې لیکلې وای.
ــ د کتاب هره برخه کې یې کیسې راوړي چې د کتاب ډېره برخه یې نیولې. د کتاب نوم ته په کتو باید حل لارې او لارښوونې لیکل شوې نه په کیسو کې له حد څخه انحراف
ــ ژباړن په کتاب کې تر ډېره په ساده ژبه ژباړلی، همدارنګه د دري ژبو له لغاتونو یې ګټه پکې اخیستې.

دا هم ولولئ:   د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – اتمه برخه

کتاب ښکته کول

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*