د خوښ ژوند لرلو په اړه؛ درې جملې، درې درسونه

ژباړه: امین حسن

۱تېر او راتلونکي ژوند په اړه له حده زيات فکرونه؛

۲په هر څه (ممکن و ناممکن) کې د نوښت و خلاقيت لټون؛

۳خپل ځان او ژوند د نورو سره پرتله کول؛

که همدا پورته درې جملې يو څه نورې هم سره تشريح کړو:

۱تیر او راتلونکي په اړه له حده زيات فکرونه:

په تېر کې ورکېدل، پخپلو ناکامیو، خواشينونکي يادونو او ستونزو په اړه سوچونه کول مو ژوند تريخوي او د پرمختګ مخه مو نيسي.

همدارنګه راتلونکي په اړه ډير چورتونه وهل هم ښه عادت نه دی

که خوښ او خوشاله اوسېدل غواړو، بايد په حال کې ژوند وکړو. دغه‌راز دا بايد ومنو چې په ژوند کې ادلون، بدلون او لوړې، ژورې حتميدي.

۲په هر څه (ممکن و ناممکن) کې د نوښت و خلاقيت لټون:

د ژوند خوښي په هر څه کې د نوښت کول، د خلاقيتونو لرل او هر څه په ښه(پرفيکيټ) ډول ترسره کول نه دي. له اړتيا پرته يا هم د هرېچارې په ښه‌شکل سرته رسولو لپاره بې ځايه هڅې د وخت او انرژۍ له مصرف پرته بل هېڅ نه دي ځکه په دې اړه انسان پخپل ذهن کېډير فکرونه کوي ترڅو هر څه سم او ښه ترسره کړي يا (د ټولو خوشحال ساتل) چې په همدې هڅو کې بلاخره د انسان وضعیت د ترحم وړګرځي، پخپل درون کې ځان يو ډول حقير ګڼي، پر ځان د باور قوه له لاسه ورکوي او له ژونده يې خوښۍ کډه کوي.

که د هر کار پېل د زړه په مينه، په پوره شدت او په ټوله وړتيا سره کوو، پايله به يې حتمن مثبته راوځي.

دا هم ولولئ:   باورونه ولې ماتېږي / اسدالله دولتزی

۳خپل ځان او ژوند د نورو سره پرتله کول:

ژوند او خپل ځان و مال د نورو سره پرتله کول تر ټولو بد عادت دی. موږ ډيری وختونه لکه په ادارو کې همکارانو يا د بل د کور، موټر،خپلوانو، پيسو، کاليو او نورد خپل ځان و مال سره پرتله کوو يا هم د نورو انسانانو په برياليتوبونو زړه خورو، چې همدا خفګان په کينه وحسد بدليږي او همدا د حسد و کينې عادت مو خوشالي له منځه وړي.

که انسان په خپل شته حالت خوښ ووسي او هغه انرژي چې د نورو د ښکلي او ارام ژوند په اړه يې مصرفوي، همغه انرژي د خپل ځان اود خپل ژوند په مثبت بدلون مصرف کړي نو د همغه انسان له ژونده به يې خپل ژوند څو چنده ښکلی کړی وي‌.

ژباړه| امين حسن

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*