راشد خان؛ د افغانانو نه، د نړۍ ویاړ | احسان الله الهام

احسان الله الهام

راشد خان (ارمان) په (۱۹۹۸ز) کال کې د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالي کې نړۍ ته سترګې وغړولې،خان د ژوند لومړني او د ماشومتوب کلونه په خپل کور،کلي او وطن کې تیر کړل،له څو کلونو وروسته له والدینودسره یو ځای د مهاجرت په تکل او نیت له خپل کلي او کور نه سفر پیلوي،خپل د خاپړو او ماشومتوب ټاټوبی د جګړو،ناامنیو او دښمنیو له امله پریږدې خپله کډه او کور د ډیورنډ له فرضي او کرغیړنې کرښې بلې غاړې کوزې پښتونخوا ته وړې،هلته یې چې نور مشران وروڼه په تجارتونو او خپلو کارونو بوخت و،له هغوي سره یو ځای ژوند پیلوي،راشد پیښور ته له تګ سره سم په ښوونځي کې شاملیږي او تر څنګ یې د انګلیسي ژبې زده کړې هم پیل کړې، راشد خان ارمان په کور او چم کې یوازي راشد بلل کیږي،خو یوه ورځ یې ښوونکی ورته د ارمان تخلص انتخابوي او دی یې هم مني او قبلوي،ښوونکی او راشد خان هلته په دي نه پوهیږي چې راشد خان به په رښتیا ډیر ارمانونه ولري او ډیرو هیلو ته به ورسیږي او یو وخت به د نړۍ په کرکټ راج پیل کوي او د افغان وطن استازولي به کوي
راشد خان په لومړیو کې له خپلو وروڼو،ګاونډیانو او ټولګیوالو سره کرکټ کاوه،مشرانو وروڼو به یې لوبې کولې راشد خان باندې به یې خپل بیټ،بال او نور سامانونه وړل او راوړل،راشد خان په ماشومتوب کې په کومې اکاډمي کې زده کړې نه دي کړې،نه یې له داسې معیاري روزونکو روزنه لیدلې ده،کرکټ یې په خپل کور،کلي،چم او ګاونډ کې زده کړی او اصلي روزونکي یې خپل وروڼه و.
یوه ورځ د راشد خان وروڼه او ملګري د بل کلي د کرکټ له لوبډلې سره لوبه لرې،راشد خان هم د تل او پخوا په څیر د لوبډلې د تشویق او د سامان د وړلو په پار ورسره ځې، خو په دي ورځ بخت،نصیب او قسمت یاري ورسره کوي د کرکټ د لوبیز ژوند لومړۍ لوبه پیلوي،ځکه چې د مقابلې لوبډلې ټول لوبغاړي حاضر شوي دي،د لوبې وخت را رسیدلی خو د راشد خان وروڼو په لوبډلې کې دوه نفره کم دي،راشد په دي توګه لوبه پیلوي ترڅو د لوبډلې بل لوبغاړی راشې نو راشد به کښینې،راشد خان ته د توپ وهنې فرصت برابریږي او په لوبه کې دوه،دري شپږیزې وهې،هلته د راشد خان وروڼه او لوبغاړي پوهیږي چې راشد خان استعداد لري او کرکټ کولای شي،راشد خان په لومړیو کې کرکټ د توپ وهنې په نیت پیل کوي،د توپ اچونې پټ استعداد وروسته کې را څرګندیږي، له یادې لوبې نه وروسته راشد خان په خپل کلي او نورو سیمو کې هلته پیښور کې لوبې پیلوي،د خپلو زده کړو بهیر هم روان ساتې او دوام ورکوي،په دي وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ د هم هغه وخت مسؤلین په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو لپاره استازی ټاکي،تر څو هلته لوبغاړي پیدا،وګوري،یوه لوبډله ترې جوړه کړې بیا یې افغانستان ته د لوبو لپاره راولې
راشد خان ته به هم هغه وخت کې ملګرو،ټولګیوالو او دوستانو ویل: ته افغان یې،افغانستان اوس ښه کرکټ لرې،ورشه او هلته کرکټ وکړه
راشد خان په عادي کلبونو کې لوبې کولې په هغه وخت کې د افغان کډوالو د لوبډلې مسؤل راشد خان تمریناتي لوبې ته را غواړې په لوبه کې ښه توپ وهنه ترسره کوي او لوبډلې ته غوره کیږي،له هغه نه وروسته راشد خان د کورنۍ غړو او خپلو وروڼو ته قناعت ورکوي او د افغان کډوالو له نوې جوړ شوې لوبډلې سره سفر ته تیاری نیسې او د مورني وطن او لروغوني هیواد په لور د لوبډلې له ملګرو سره یو ځای سفر پیلوي،پلرني او مورني ټاټوبي ته له څو کلونو وروسته ځې مازدیګر قضاء د رنګونو او خوښیو ښار(کابل) ته رسیږي تر څو د خپل ژوند او کرکټ نوی پړاو پیل کړي،په (۲۰۱۲ز) کال کې د افغان کډوالو لوبډله د یوې ولایتي لوبډلې په توګه د ولایتونو په دوهمه درجه ولایتي سیالیو کې ګډون کوي،راشد خان په لومړۍ او دوهمه لوبه کې پنځوسیزې ترلاسه کوي،لوبډله یې تر ډیره بریده ښې لوبې ترسره کوې او د ښو اخلاقو او کړونو کپ ترلاسه کوي،بیرته پیښور ته ستنیږي، له دي نه وروسته د کډوالو لوبډله سره ویشل کیږي او ختمیږي،راشد خان همدا کال د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو لپاره کوچیانو لوبډله غوره کوې او د لوبغاړو په نوملړ کې یې شاملوي،خان له پیښور نه بیا د شور او خوښیو ښار کابل ته ځې،هلته په دریو لوبو کې (۱۹۰) منډې جوړوي او نهه لوبغاړي سوځوي
راشد خان د واسیطې،پیسې او اړیکې لپاره د چا دروازه ونه ټکوله،شاید هغه پوهیده چې وخت به یې راځې او دی به ښه ځلیږي،خپل ارمان ته به رسیږي،سره له دي چې راشد خان په کورني کرکټ کې د ښې ځلیدا وروسته هم د (۱۹) لوبډلې ته انتخاب نشو،نوموړي په غازي امان الله خان لوبغالي کې ازموینه ورکړه،ښایې هغه وخت روزونکي نه پوهیدل چې راشد به یو وخت له دې خاورې نه نړۍ ته رسیږي،ښې کاګردګیانې به کوې او لوی تجارتي لیګونه به یې د اخیستو ارمان کوي
(۱۹) کلنو لوبډلې ته د نه غوره کیدو نه وروسته بیرته پیښور ته ستنیږي او خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي،خو زړه نه ماتوي لوړو ارمانونو او هیلو ته شیبې شمارې،په اونۍ کې یوه یا دوه ورځې لوبې کوې،وروسته په افغانستان کې د کورني کرکټ سترو دري ورځنیو لوبو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې کیږي،دا چې د راشد تیر ریکارډ ښه توپ وهنه،توپ اچونه او ښه ځلیدنه له کرکټ بورډ سره ثبت وه، راشد خان د زونونو په کچه د بست زون لوبډلې ته غوره کیږي او احوال ورکول کیږي،ارمان یو ځل بیا د سفر پنډوکي تیاروي او خپل شیرین وطن ته د کرکټ د نوي باب د پرانیستلو په پار حرکت کوي،په پلازمینه کابل کې د بست لوبډلې له تخنیکي ټیم او لوبغاړو سره یو ځای کیږي په لومړیو څو لوبو کې چانس نه ورکول کیږي په دریمه که څلورمه لوبه کې په (۱۱) کسیز نوملړ کې شاملیږي په خپله لومړۍ لوبه کې نهه کسان اوټ کوي په یاد لیګ کې روزونکي،لوبغاړي او څارونکي راشد خان ته په دې کارنامې ګوته په غاښ پاتي کیږي،سربیره پر دې په دې لوبه کې په توپ وهنه کې (پنځوسیزه) هم ترسره کوي،له همدې لوبې او غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي د راشدخان (ارمان) ارمانونو ته درسیدو،ښې او له پرمختګه ډکې ورځې پیل کیږي په پایلوبه کې د مس زون لوبډلې پر وړاندې(۶) لوبغاړي سوځوي،د بست زون لوبډله د پایلولې اتلولي تر لاسه کوي او راشدخان د پایلوبې غوره لوبغاړی نومول کیږي،نوموړی نور ښه او پرمختللي کرکټ ته داخلیږي،د هیواد ګوټ،ګوټ کې د کرکټ مینوالو مینه ورسره پیدا کیږي له هغه نه وروسته د شپږیزې دوهم پړاو سیالیو ته اخیستل کیږي،هلته هم تر ډیره بریده د تلویزیون په پرده او د کابل په نړیوال لوبغالي کې د ګڼ شمیر نندارچیانو په منځ کې ښه او زړور لوبیږي،د کرکټ د څارونکو او افغانانو لا سترګې ورته راوړې،توجو یې ورته زیاتیږي او خوښیږي یې،له دي نه وروسته راشد خان ورو،ورو د افغانستان استازولۍ ته نیږدي کیږي او یو بل پړاو یې په لوبیز ژوند کې پیل کیږي،یاد مزلونه یې د منزل لارې او مسیرونه لنډوې
هغه راشد خان چې څو میاشتې مخکي د(۱۹) کلنو لوبډلې ته په ټرایل او ازموینه کې اخیستل شوی نه و،خو څه ځنډ وروسته یې په ډیرې اسانۍ سره د (۱۹) کلنو لوبډلې ته لاره پیدا کړه،تیر ځل هغه په خپله غوښتل چې د (۱۹) کلنو لوبډلې ته لاړ شې،دا ځل راشد خان روزونکي او د افغان کرکټ مسؤلین غواړي چې دی په (۱۹) کلنو لوبډله کې ولوبیږي،استعدادونه نه پټیږي،یوه ورځ نه یوه ورځ روښانه کیږي،د افغانستان د کرکټ له اسمان د نړۍ کرکټ ته یو ستوری د ځلیدو لپاره رسمي سفر پیل کوي، په (۲۰۱۴ز) کال کې خپل لومړنی سفر د نولس کلنو لوبډلې سره یو ځای پاکستان هیواد ته کوي،هلته دوستانو لوبو کې دوهمه لوبه کې (۶۷) منډې ترسره کوي او یو لوبغاړی سوځوي،راشد خان بیا خپل لومړنی هوایې سفر مالیزیا هیواد ته کوې هلته د نولس کلنو په لوبډله کې د نولس کلنو په پریمیر لیګ سیالیو کې ګډون کوي په لومړۍ لوبه کې شپږ لوبغاړي سوځوي او په دي ټورنمینټ کې دوهم غوره توپ اچوونکی بلل کیږي چې(۱۴) لوبغاړ یې سوځولي و،له یاد لیګ نه وروسته یو ځل بیا د نوولس کلونو د پریمیر لیګ سیالۍ کیږي،هلته هم خپلې هڅې،کوښښونه او زیارونه جاري ساتي او تر ډیره بریده ښه ځلیږي
له دي نه وروسته د راشد خان لوړ خوبونه او لوړې هیلې په حقیقت بدلیږي،دی نو نور د افغانستان تر ملي لوبډلې ورو،ورو نیږدي کیږي،نوموړی په (۲۰۱۵ز) کال کې د زمبابوي پر وړاندې پنځوس اوریزې لوبلړۍ ته غوره کیږي،چې لوبډله په زمبابوي کې ده،راشد خان ته ویل کیږي،چې نوملړ کې دي نوم راغلی او غوښتل شوی یې،خوشاله کیږي او د ویاړ احساس کوي،چې ملي لوبډلي ته غوره شوی،د کابل نړیوال هوایې ډګر نه سفر پیلوي او زمبابوي کې لوبډلې سره یو ځای کیږي،دا تاریخي شیبې او سفر د راشد خان په خاطرو او ژوند کې ډیر خوندي ده او نه یې هیریږي،د خپل وطن او ملت لپاره په نړیوال سټیج لوبه کول،نو بیا به هرو مرو انسان د ویاړ او خوښۍ احساس کوي،راشد خان(ارمان) د زمبابوي پر وړاندې د لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې لوبیږي،لس اورونه ترسره کوي(۳۰) منډې ورکوي او یو لوبغاړی سوځوي او افغان لوبډله یاده لوبه د (۵۸) منډو په توپیر ګټې،ارمان په نورو لوبو کې هم ښه و او ښې لوبې یې وکړې او په همدې سفر کې یې د زمبابوي پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه هم ترسره کړه،زمبابوي ته د راشد خان سفر په نړیوال کرکټ کې د هغه د ډیرو سفرونو او ځلیدا پیل و،نور راشد خان له ملي لوبډلې سره یو ځای شو او تر دي دمه د افغان کرکټ لپاره ښه،عالي او فوق العاده لوبیدلی،وطن ملت او افغانانو ته یې ډیر ویاړونه راوړي
راشد خان په (۱۷) کلنۍ کې د افغانستان په ملي لوبډلې کې خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه وکړه،دی د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړنی ورو توپ اچوونکی دی،چې په دي عمر کې د خپل هیواد لپاره نړیوالې لوبې پیلوي
همدا ډول لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په (۱۹) کلنۍ کې د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو لوبډلمشر شو،په کم عمر کې یې د لوبډلمشري وکړه،دی لا (۲۱) کلن نه و چې د ټسټ په لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې رهبري په غاړه واخیسته،افغانستان لا د کرکټ د شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی نه و،چې ویسټ انډیز کې یې دننه ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه،په هغې لوبې کې راشد خان د ویسټ انډیز (۷) لوبغاړي وسوځول او یوازې(۱۸) منډې یې ورکړې
راشد خان د شل اوریزو نړیوالو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی شو او تر دي دمه د په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د توپ اچونکو په لیست کې لومړی مقام لري،راشد خان لومړنی افغان لوبغاړی دی،چې ملي لوبډلې ته له راتګ کم وخت وروسته د (ای،پي،ایل) په ګډون په مختلیفو سوداګربزو لیګونو کې ولوبید

دا هم ولولئ:   د مهاتما ګاندي لنډه پېژندنه او څو ويناوې/ محمد عزيز پردېس

،د افغانستان کرکټ او ملي لوبډلې ته د راشد خان راتګ یو داسې انقلاب بلل کیږي،چې نه یوازې په کور دننه بلکي په نړیواله کچه ورسره د افغانستان کرکټ وځلیده او په څو کلونو کې دننه د یو ستر بدلون لامل شو، ده د افغانستان د کرکټ بڼه بدله کړه،د ملي لوبډلې لوبغاړو په زرګونو او یا ښایې په سلګونو زرو ځوانانو ته یې د کرکټ روحیه او د لوبې انګیزه ورکړه،په راتګ سره یې په ماشومانو او ځوانانو کې خوځښت او بدلون را منځته کړ،له مسلکي اړخه په افغانستان کې ورو توپ اچوونکي زیات شول،ځیني ښه ځوان لوبغاړي پیدا شول او دا لړۍ لا هم روانه ده

خان دي د افغان وطن،کرکټ او ولس لپاره تل وې،په دي هیله چې لا ښې کاګردګیانې وکړې او لا ښه وځلیږې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*