سکهانو په لومړي ځل میلادالنبي (ص) نمانځلی دی

د پاکستاني رسنیو په حوال سکهانو د پاکستان په لوی ښار لاهور کې د خپل ګردوارې مخې ته د میلادالنبي (ص) مراسم ترسره کړي دي.

په دغه مراسمو کې د سیکهانو ترڅنګ مسلمانانو هم ګډون کړی و. د سردار چاولا په نوم یوه سیکهـ رسنیو ته ویلي چې له دې مراسمو یې موخه د مسلمانو او سکهـ ټولنو ترمنځ د یو بل منلو او یو بل ته درناوي فرهنګ ترویج دی .

چاولا دا هم زیاته کړې چې زموږ ګردواره یوازې د سکهانو لپاره نه، بلکې د نور ادیانو د پيروانو لپاره هم ده او تګ راتګ ورته کولای شي.

دا هم ولولئ:   ملي کرنسي او د کرنسۍ راتلونکی / شهزاد اریوبي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*