ځان چېرې پیدا کړو؟ / ژباړه: خالد یاسین

ژباړه: خالد یاسین

د خپل ریښتیني «ځان موندل» تر ټولو مهم مهارت دی. چې ځان دې پیدا کړ، بیا پوهېږې چې څهٔ وکړې، څهٔ ونهٔ کړې!

خپل هدف به وپېژنې، خپلو تجربو ته به غوره ساحې پیدا کړې، پهٔ نړۍ به اغېز کول پیل کړې.

نو څنګه پوه شو چې مونږ څوک یو او څهٔ باید وکړو؟

دلته ځینې هغه لارې، چارې دي چې د خپل ریښتیني «ځان» پهٔ پېژندلو کې درسره مرسته کوي:

ارام/ خاموش واوسئ.

ځان موندل تر هغې د ط ټکی دی، تر څو چې د ځان آرام ته وخت پیدا نهٔ کړې!

ډېری خلک ځکه ځان نهٔ شي پېژندلی، چې دوی لهٔ چوپتیا وېرېږي.

نو یوازې واوسئ، آرام واوسئ، ځان وارزوئ، لهٔ  خپل ځان سره ریښتینی واوسئ، تر څو دا وړتیا پیدا کړئ چې د ژوند «ښهٔ» او «بد» اړخوپېژنئ.

پوه شئ چې تاسو واقعاً څوک یاست، نهٔ هغه څوک چې غواړې واوسې!

پوهېږم، تاسې مخکې لهٔ مخکې د ځان پهٔ اړه نظر لرئ چې غواړئ څوک واوسئ. مګر دا ممکن هغه څوک نهٔ وي چې تاسې ورته جوړ شوېیاست. نو چې ځان وپېژنې، دا به پیدا کړې چې لهٔ کومې شړۍ سره ستا پښې برابرې غځېدلی شي!

د ضعف او وړتیا ټکي مو پیدا کړئ.

د ځان پهٔ پېژندلو کې ممکن دا تر ټولو ستونزمن ګام وي، مګر دا اړینه ده!

لهٔ ځانه آزموینه واخلئ، غلطئ وکړئ خو تر هغې یې مه پرېږدئ چې دا معلومه نهٔ کړئ چې تاسې پهٔ څه کې ښهٔ یاست (او ښهٔ نهٔ یاست).

دا هم ولولئ:   د ژوند په چارو کې د ژبې ونډه / پوهنمل سید قیاس سعیدي

هغه څېزونه ومومئ چې تاسې یې پهٔ اړه لېواله یاست.

د لېوالتیا تعقیب ښهٔ څېز دی، لېوالتیا تاسې ته د ژوند هغه ساحه در پهٔ ګوته کوي چې تاسې باید ورته ډېر پام وکړئ. پهٔ لېوالتیا ډېر تمرکزوکړئ، ځکه لېوالتیا هڅې زېږي او هڅې بیا پایلې!

د ځان پهٔ اړه نظر وغواړئ.

هغوی چې د ځان پهٔ موندلو کې پاتې راغلې دي، دا ګام ورته ډېر مهم دی.

که ځان نهٔ پېژنې، نو د هغه څهٔ اورېدل چې نور یې ستاسې پهٔ اړه وایي، یو ګټور تمرین دی.

لهٔ نورو دوه ساده پوښتنې وپوښتئ:

«کومې وړتیاوې ډېرې کړم؟»

«کومې نیمګړتیاوې وینئ چې اصلاح یې کړم؟»

شاید د دوی نظریات هم پوره سم نهٔ وي، مګر د دوی نظریات حتماً داسې یوه ساحه درښودلی شي چې تاسې یې باید پهٔ اړه بیا ځلې فکروکړئ.

3 Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*