اسپانیا کې په ښځینه مستعار نوم چاپ شوي کتاب یو میلیون یورو جایزه وګټله، خو جایزه چا واخیستله؟

ادب جالب

په اسپانیا کې د (کارمن مولا) په نوم د یوې ښځینه لیکوالې جنایي ناولونه چاپ کېدل او خلکو هم په شوق لوستل. هېچا سره دا پوښتنه نه وه چې کارمن مولا رښتیا هم شته که نه؟ تر دې چې یوه کتاب یې جایزه وګټله.

د ګارډین ورځپانې په حواله کله چې کارمن مولا ته د یو میلیون یورو جایزه اعلان شوه، نو معلومه شوه چې په دې نوم هېڅ ښځه نشته او د دې کتابونو لیکوال هم یو نه، بلکې ۳ نارینه لیکوالان دي.

دغه ادبي جایزه (پلانتا) نومېږي او دا یې روښانه کړله چې د کارمن مولا مستعار نوم درېیو لیکوالو د خپلو کتابونو د بازارموندنې لپاره کارواه او ځان یې نه ښود، خو کله چې خبره د یو میلیون یورو شوه، نو دوی هم ځانونه را ښکاره کړل او یو میلیون یورو جایزه یې ترلاسه کړله.

(اګوستین مارتینز)، (خورخ دیاز) او (انتونیو مروسرو) هغه درې لیکوال وو چې په (مولا) ښځینه نوم یې جنایي کیسې او ناولونه خپرول، خو په خپل نوم یې هم ځینې اثار خپاره شوي دي.

جالبه دا ده چې دوی وایي کتابونه یې د ډېر خرڅلاو په نوم په ښځینه نوم نه دي چاپ کړي او پر دې باور هم نه دي چې ښځينه کتابونه دې تر نارینه ډېر وپلورل شي. مروسرو یوې اسپانیایي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: (موږ د ښځې تر شا نه یوو پټ شوي، بلکې د یوه ښځینه نوم تر شا پټ شوي وو. زه نه پوهېږم چې ښځینه مستعار نوم به د کتابونو خرڅلاو زیات کړي که نه، خو شک لرم چې داسې به نه وي.)

دا هم ولولئ:   سیلابونه او د سیلابونو په مقابل کې حفاظت

له دې مخکې کارمن مولا د نږدې ۴۰ کلنې لیکوالې په نوم پېژندله چې پوهنتون کې استاده ده او د ځینو شخصي دلایلو له امله په مستعار نوم کتابونه چاپوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*