د رونالډو تقلید؛ کرینه کپور هم وایي چې خلک دې اوبه وڅښي

د فوټبال مشهور لوبغاړي رونالډو تېره اونۍ په یوه خبري کنفرانس کې له خپلې مخې د کوکاکولا بوتل لرې کړی او خلکو ته یې ویلي وو چې اوبه وڅښئ. دې کار یې کوکاکولا شرکت ته ۴ میلیارده ډالر زیان رسولای و.

نن د رونالډو په تقلید د هندي فلمونو ښاېستوکې ستورې کرینا کپور هم په انسټاګرام د (جب وي میټ) فلم د یوې صحنې عکس خپور کړی چې لیدل کېږي د اوبو بوتل یې په لاس کې دی او ورسره یې لیکلي دي چې خلک باید اوبه وڅښي.

کرینا کپور له دغه عکس سره لیکلي: (کوکا او سوډا په خپل ځای، خو د اوبو کار یوازې اوبه کوي.)

دا هم ولولئ:   د ځان درناوی به څنګه کوو؟؛ ځان درناوی مو پرځان باور زیاتوي!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*