د ذهني آرامتیا ۶ لارې چارې / ژباړه میراحمد یاد

میراحمد یاد

  1. زهرجن خلک پرېږدئ: په ټولنیزو رسنیو کې ډېر داسې خلک شته چې منفي افکار خپروي یا داسې خبرې لیکي چې تاسې ترېځورېږئ، نو ښه دا ده چې دغه خلک پرېږدئ، انفالو یې کړئ او اړیکې ورسره ونه ساتئ.
  2. هر چا سره اړیکې مه ساتئ: انسان مجبور نه دی چې هر چا سره دې اړیکې ولري، ځکه چاته وخت او ذهن کې ځای ورکولپانګونه ده او دا پانګونه په هغو نه ده په کار چې د ګټې پر ځای تاوان درکوي.
  3. آرام ځای پیدا کړئ: د ورځې او خلکو له شوره لرې کېدو لپاره یو ځای پیدا کړئ، په دې ځای کې آرام کېنئ او یوه شېبه ذهن له هغهزهرجن چاپېریاله شکوئ.
  4. ژوند چاڼ کړئ: ډېر داسې شیان او کارونه به وي چې تاسې ورسره ذهن ناآرامه یئ، دغه شیان له خپل ذهن نه وباسئ او خپل ذهناو ژوند پاک، آرام او منظم کړئ.
  5. خپل افکار ولیکئ: دا حقیقت دی چې څومره مو ذهن منظم وي، هومره به مو ژوند هم منظم وي، نو خپل ګټور افکار ولیکئ، منظم یېکړئ او په منظم ډول یې تعقیب کړئ.
  6. اوږدمهاله فکر وکړئ: د ژوند وړې ستونزې او خنډونه د ژوند پای نه ده. ژوند اوږد دی او دا ستونزې دایمي نه دي، حالات بدلېږي اوژوند به هم بدل شي. دغو ستونزو ته په موقتي نظر وګورئ.
دا هم ولولئ:   برياليتوب ناڅاپي نه دی/ عزیر پردېس

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*