د ځان درناوی به څنګه کوو؟؛ ځان درناوی مو پرځان باور زیاتوي!

راټولونه: پرمختګ اکاډمي

د ځان درناوی به څنګه کوو؟؛ ځان درناوی مو پرځان باور زیاتوي!

د خپل عزت نفس لوړولو او پرځان باور زیاتولو لپاره یو مهم کار د خپل ځان درناوی دی او دا کار ډېر زیات ارزښت هم لري. څومره چې موږ خپل ځان ته ارزښت ورکوو، دومره نور خلک هم موږ ته ارزښت راکوي او درناوی مو کوي. که موږ خپل ځان ته درناوی مهم وګڼو، د موندلو لپاره یې کار وکړو او د ژوند په هره برخه کې د خپل ځان درناوی وکړو، نو نور خلک به هم موږ ته همداسې درناوی کوي او په درنه سترګه به راته ګوري. څومره چې موږ خپل ځان ارزښتمن ګڼو او د خپل ځان او خپلو کارونو درناوی کوو، دومره به موږ بریالیتوب او پرمختګ ته هم نږدې کیږو، ځکه هرې بریا ته د رسېدو یو مهم لامل هم د ځان درناوی او پرځان باور دی.

د ځان درناوی به څنګه کوو؟

د ځان درناوي ډېرې لارې چارې دي:

  • ځان د ښو شیانو وړ وګڼئ

یوه لاره یې دا ده چې موږ خپل ځان د ښو شیانو وړ وګڼو. ځان ته ښه لباس واخلو، ښو ځایونو ته لاړ شوو او کوم کار چې ګڼو هغه ارزښتمن وګڼو. دا شیان به مصرف لوړوي، خو په مقابل کې یې دا احساس هم درکوي چې تاسې د دې شیانو وړتیا لرئ.

  • ځان وبښئ

له هر انسان نه تېروتنه کېږي، که له تاسې هم هر څومره لویه تېروتنه شوې وي، خپل ځان وبښئ او دا ومنئ چې د انسان په توګه له هر چا تېروتنه کېږي. د هغه تېروتنې له امله ځان مه ځوروئ، ځان مه سپکوئ او خپل ځان بې ارزښته مه ګڼئ. که بریالیتوب غواړئ او ځان په یوه لوړ ځای کې لیدل غواړئ، نو  دا هم ومنئ چې په دې لاره تګ به له تېروتنو خالي نه وي او تاسې به حتمن په یوه نه یوه ځای کې تېروتنه کوئ. خو که چېرې مو تېروتنه وکړله، نو مزل مه بس کوئ، د بریالیو انسانانو په څېر ترې درس واخلئ او پر دې فکر وکړئ چې راتلونکي کې به د دې تېروتنې مخه څنګه نیسئ.

  • نه ویل زده کړئ
دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / لومړۍ برخه

خلکو سره مرسته ښه کار دی، د خلکو خبره منل او خبره یې ځمکې ته نه غورځول ښه عادت دی، دا کارونه په اصل کې زموږ شخصیت لوړوي، که چېرې یو کار ستاسې له په وس پوره نه وي، نو بیا یې د بل چا لپاره کول هم اړین نه دي، په داسې حالت کې باید د خلکو غوښتنه ردول زده کړو. که څوک درته وایي چې دا مرسته راسره وکړه او ستاسې په وس پوره نه وي، په ډېر درناوي ترې عذر وغواړئ او ورته ووایئ چې مرسته درسره نه شم کولای. ورته ووایئ چې که مې وس وای او مرسته مې درسره کولای شوای، ډېر به خوشاله شوی وای، خو متاسفانه چې نه یې شم کولای او وس یې نه لرم.

  • سمو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ

ستاسې په اړه د نورو خلکو نظر ډېر مهم دی، ځکه هغوی چې ستاسې په اړه کوم نظر څرګندوي دا ستاسې په نظر هم تاثیر کوي. که څوک تاسې ته درناوی کوي، نو ستاسې په ذهن کې هم د خپل ځان درناوی زیاتېږي، خو که څوک هره شېبه تاسې ته دا احساس درکوي چې د درناوي وړ نه یئ، نو ستاسې په ذهن کې هم دا راځي چې کېدای شي رښتیا به هم د درناوي وړ نه یئ. نو داسې خلکو سره کېنئ چې ستاسې درناوی وکړي، تاسې ته د ژوند او پرمختګ کولو لپاره څه در زده کړي او په پرمختګ کې مرسته درسره وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*