نړیوال ریکارډ: چین په ۲۸ ساعتونو کې ۱۰ منزله تعمیر جوړ کړ

مینه مایار

نړیوال ریکارډ: چین په ۲۸ ساعتونو کې ۱۰ منزله تعمیر جوړ کړ

د چین په بیجنګ ایالت کې په ۲۸ ساعتونو کې ۱۰ منزله لوړ تعمیر به بشپړ ډول جوړ او ګټې اخیستو ته وسپارل شو.

دغه تعمیر د براډ ګروپ ساختماني شرکت جوړ کړی دی. د دې شرکت ویاند رسنیو ته ویلي چې د تعمیر ټول کار یې په ۲۸ ساعتونو او۴۵ دقیقو کې پای ته ورساوه.

دا استوګنیز تعمیر د خونو، پخلنځیو او تشنابونو په شمول، په ټولو اړینو اسانتیاو مجهز دی.

براډ ګروپ شرکت له دې وړاندې هم ځینې روغتونونه او کورونو جوړ کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې تعمیر ټول مواد د تختو او پرزو په بڼه مخکې له مخکې تیار شوي وو او یوازې د نصب لپاره ساحې ته انتقالشوي دي.

دا هم ولولئ:   سختو حالاتو ته ځان مقاوم کړئ / ګلاب بهار

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*