له پلاستیک جوړ شوی ایسکریم خورئ؟

آیا تاسې داسې ايسکریم خورئ چې خوند (ذایقه) د پلاستیک له ضایعاتو جوړه شوې وي؟ که څوک درته داسې ایسکریم درکړي تاسې به څه وکړئ؟

ساینسپوهانو یو ډول باکتریا له پلاستیک سره یوځای کړې او له دې یې ونیلا په نوم یو په زړه پورې خوند جوړ کړی چې په ایسکریم کې ډېر مشهور دی او ډېر کارول کېږي.

د ګریم کمېسټري په نوم یوه ساینسي مجله کې راغلي چې د ونیلا په نوم بوی او خوند د (وینلاین) په نوم یوه مرکب نه جوړېږي دا له طبیعي زړو ویستل کېږي، خو اوس دغه خوند او بوی په مصنوعي ډول هم جوړ شوي دي.

دغه نوې طریقه د ايډن برګ پوهنتون څېړونکو ایجاد کړې ده، په بکتریا کې یې جنتیک بدلون راوړی، د پلاستیک له خځلو سره یې یوځای کړې او دا خوند یې ترې جوړ کړی دی.

څه وخت وروسته به د پلاستیک له خځلو جوړ ايسکریم بازار ته وړاندې شي او خلک به یې طبیعي ونیلا په څېر په خوند خوند نوش جان کوي.

دا هم ولولئ:   د دوزخ دروازه؛ هغه کنده چې له ۵۰ کالو راهیسې لمبې کوي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*