د بريالي کارکوونکي ۵ غوره ځانګړنې / عزیز پردېس

عزیز پردېس

ولې داسې فکر کېږي چې ځيني ځيني کارکوونکي په ادارو کې د پرمختګ مزی ډېر ژر ځغلوي، خو ځيني بيا د کلونو په تېرېدو سره بيا هم په خپل ځای کې همغسې پاتې کېږي؟ ښايي فکر وکړئ چې د دې کسانو د برياليتوب او پرمختګ دليل به همدا وي چې دوی د ښه مغز، وړتيا او استعداد خاوندان دي، خو ځيني نور دلايل هم شته چې دوی په دې برخه کې بريالي کوي او د مخکې تګ زمينه ورته برابروي.

هڅه وکړئ چې دا ۵ ځانګړنې خپل عادت وګرځوئ، څو بريالی کارکوونکی شئ:

۱ زه د خپل برخليک مسؤل يم

که د ژوند په ټولو پړاوونو کې د په زړه‌پورې پېښې په انتظار ياست، نو احتمالاً چې انتظار به مو اوږد وي. بريالي متخصصين هغه کسان دي چې خپله بهر راووځي او دغه پېښه رامنځته کړي. هڅه وکړئ چې په متفاوته بڼه ځان ته وګورئ. کارونو کې مو هڅه او رښتينولي مه هېروئ او دا په ياد ولرئ چې د ځپل ځان مسؤل يوازې خپله ياست.

۲ هرڅه ممکن دي

فکر کوئ چې هېڅکله به ونشئ کړای د ادارې د رياست مقام ته ورسېږئ؟ نو مطمينه شئ چې نشئ کولای. دا مو په ياد وي: که فکر کوئ چې نشئ کولای، نو په ډېر احتمال سره چې و به يې نشئ کړای. دا مو ځان ته تلقين کړئ هر هغه څه چې وغواړئ، ورته رسېدای شئ؛ خو په دې شرط چې غښتلی عزم ولرئ او ستونزې وګالئ.

۳هر يو کس ستاسو لپاره د اړيکې يو مهم پُل دی

دا هم ولولئ:   د خاوند او مېرمنې د ارامښت راز/ عزيز پردېس

سره له دې چې لازمه ده خپل چاپېريال کې يو جدي شخص واوسئ، خو کولای شئ د خپلو شاوخوا کسانو سره په مهربانۍ چلند او رفتار وکړئ. فکر کوئ چې د رئيس يا مدير سره مو ښې اړيکې درلودل ارزښت نلري؟ مطمينه اوسئ چې دا کړنه ډېره مرسته درسره کولی شي. د شاوخوا کسانو سره مودبانه چلند وکړئ، ځکه تاسو په دې نپوهېږئ چې دغه کسان به کله او چېرته تاسو ته ګټه ورسوي.

۴دا بسنه نه کوي چې په څه پوهېږئ، بلکې دا هم مهمه ده چې څومره کسان پېژنئ

بريالي کارکوونکي د دفتر دننه او بهرنيو اړيکو په ارزښت ښه پوهېږي. بايد وشئ کولای چې د ځان لپاره فعاله او تخصصي اړيکې جوړې کړئ.

همکاران مو د يو وخت خوراک لپاره له دفتره بهر مېلمانه کړئ. وروسته له کاره د خپلو څو تنو همکارانو سره يوځای رستورانت ته لاړ شئ. د تخصصي بهير غړيتوب واخلئ او د خپلې روښانه راتلونکې لپاره اړيکه جوړونه وکړئ.

۵– نور څه کار ترسره کولای شم؟

برخليک مو تر يوځایه خپل لاس کې دی، د دې لپاره چې وشئ کولای خپله کاري برخه کې پرمختګ وکړئ، بايد پر کار مو تمرکز وکړئ. د يوې اضافي پروژې د اخېستو لپاره داوطلبه شئ. يو نوی مهارت زده کړئ چې په ترڅ کې يې د لوړ رتبه مامورينو پام ځان ته راواړوئ. همکارانو سره د همکارۍ په موخه کله ناکله په کاري ځای کې پاتې شئ. بريالي کارکوونکي هغه کسان نه دي چې يوازې خپل کار ترسره کړي، کارځای پرېږدي او لاړ شي.

دا هم ولولئ:   برياليتوب ناڅاپي نه دی/ عزیر پردېس

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*