برياليتوب هېڅکله ناڅاپي او تصادفي نه دی. البته دا ممکنه ده چې ښايي تاسو سره د ژوند په اوږدو کې چانس لږ لږ ملتيا وکړي او په يو ښه موقعيت کې مو راولي، خو دومره دوام نه لري. برياليتوب د هغه چا په برخه دی چې په خپلو چانسونو پانګونه وکړي او د خپلې ماتې د احتمال کچه کمه کړي.
که د نړۍ مخکښو او ترټولو غوره برياليو کسانو ژوند مطالعه کړئ نو متوجه به شئ چې هغوی له هېڅ څه دې مرتبو ته رسېدلي دي. له هغوی څخه ډېری يې يتيمان و او په ډېرو کړاوونو سره يې ژوند تېر کړی او لوړې ژورې يې زغملي دي. نو دا څنګه ممکنه ده چې په دومره بدو چانسونو سره هغوی دې پړاوونو ته ورسېږي؟
د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی، ځکه برياليتوب هېڅکله په تصادفي توګه نه رامنځته کېږي. بريالي کسان پرته له وقفو خپلې هڅې جاري ساتي، لوړې او ژورې زغمي او د ژوند ستړياوو سره مبارزه کول يې عادت ګرځېدلی وي. ډېر او دقيق کار او د ښه ملګرو شتون دوی دې پړاو ته رسولي دي.
هو! برياليتوب تصادفي نه دی. هېڅ داسې څوک نشته چې پرته له هڅې او ذکاوته د برياليتوب لوړو پوړونو ته رسيدلي وي. دا تاسو خپله ياست چې پرېکړه وکړئ چې په ژوندانه کې مو بريالي واوسئ يا ناکام، انتخاب له تاسو سره دی.
Be the first to comment