د کرکټر هغه ۵ ځانګړنې چې تاسې ته خوشحالي درکوي

ژباړه

موږ چې زیاتره آینې ته ودرېږو، نو دا زموږ کرکټر یا زموږ د کرکټر کمی وي چې تر نورو ډېر څه وایي. خو د کرکټر ټولې ځانګړنې، خصوصاً تر کومه ځایه چې د خوشحالۍ مربوط کېږي، یو ډول نه را منځته کېږي. له زده‌کوونکو او مراجعینو سره د تېرو لسو کالو مخامخ تجربې موږ ته را وښودله چې لاندې هغه پنځه ځانګړنې دي چې زموږ په نظر ستاسې پر خوشحالۍ ډېر ژور تاثیر لري.

1.     زړورتیا 

وېره درنه خوشحالي غلا کوي. وېره په بندو دروازو راننوځي او موږ چې له کومو ستونزو سره مخ یوو، د هغې په مقابل کې رانه هوډ، ژمنتیا او وړتیا اخلي.

خو زړورتیا به د وېرې لوی دښمن دی. د دې په مرسته موږ د خپلې سکون له ساحې وتلی شوو، نویو خلکو او نویو حالاتو سره مخ کېدلای شوو، نوی ژوند خپلولی او هغه دردونه او تکلیفونه زغملی شوو چې زموږ د ټولو په ژوند کې حتمي دي. بې زړورتوبه خوشحالي هسې خیال دی.

2.     صبر

تادي او بې‌صبري مو خوشحالي ختموي. دا چې څنګه را ښکاره شي، خوشحالي رانه تښتوي. خو د خوشحاله ژوند لپاره د ځينو څیزونو پرېښودل او په شته وضعیت کې ښه په آرام اوسېدل غواړي. بې‌صبري زیاتره وخت نارامي ده چې موږ یې د کنټرول د بایللو پر وخت احساسوو. خو ژوند بدلېږي را بدلېږي، په نوې او داسې بڼه را ښکاره کېږي چې موږ یې فکر نه کوو. ژوند سل په سلو کې نه کنترولېږي. څومره چې موږ په بې صبرۍ د خپل ګردچاپېره پېښو د کنترول هڅه کوو، دومره به موږ ډېره ناآرامي احساسوو.

دا هم ولولئ:   څنګه په ځان باور پیاوړی کړو؟

نو ساه واخلئ، آرام شئ، صبر وکړئ او د بې اطمینانۍ او نااټکل شویو حالاتو زغمل زده کړئ. پرېږدئ چې یو څه مخ ته لاړ شي. که داسې وکړئ، ژوند به ډېر ښاېسته او له خونده ډک ومومئ.

3.     شُکرګزاري

شُکرګزاري دا ده چې انسان په بدیو کې ښېګڼې وګوري، به تور او سپین کې رنګونه وګوري او په بدرنګیو کې مینه او ښاېسته ولټوي. شُکر دا دی چې خپل نعمتونه وګورئ او حتی که ژوند ستاسې په خوښه نه وي، بیا هم په کې ښاېست پيدا کړئ.

د شُکرګزارۍ لپاره باید یوازې سطحي څيزونو ته ونه ګورئ. د دي لپاره باید ذهن داسې آموخته کړئ چې حتی په نهیلو کې هم هیله‌مندي وګورئ. دا شکر باید ستاسې ذهنیت او ستاسې د ژوند ټولې تجربې ته ننوځي.

4.     مینه

د مینې په ارزښت پوهېدو لپاره داسې ژوند تصور کړئ چې مینه په کې نه وي. داسې خوشحاله ژوند تصور کړئ چې مینه په کې نه وي. امکان نه لري کنه؟ څومره چې مینه ستاسې زړه ته ښکته کېږي، هومره به مو زړه خوشحاله او ژوندی وي. څومره چې تاسې له ژوند سره مینه وکړئ، دومره به ژوند له تاسې سره مینه وکړي.

مینه په کمزوریو او نیمګړتیاو سترګې پټول دي. دا په نورو خلکو کې ښېګڼې لټوي، هغه مني او هغه تقویه کوي.

5.     بښنه کول

کوم خلک چې درد زغمي، خپل زخمونه رغوي او خپل ځواکونه ورسره د شوي ظلم د غچ له اخیستلو را ستنوي، هغوی به دواړو جهانو کې کامیاب وي. له خفګان سره جګړه له پیل کېدو دمخه بایلل کېږي.

دا هم ولولئ:   نابغه کسان درې ځانګړتیاوې لري – ایا تاسې یې لرئ؟/ نصیراحمد نظري

د چا نه بښل داسې دي لکه څوک چې ځان پخپله زندان ته اچوي. اوس د دې وخت دی چې موږ ځان له قیده خلاص کړو، پخواني زخمونه او دردونه پرېږدو او هغو نویو فرصتونو ته ځای ورکړو چې موږ د خوشحالیو لویو څوکو ته رسولی شي.

آیا تاسې خپل مور او پلار د نیمګړتیاو له امله بښلي؟ آیا تاسې خپل بد ټولګیوال، پخواني ملګري، نافرمانه بچي او بدچلنه ګاونډيان بښلي؟ که مو نه وي بښلي نو تاسې خپل زخمونه اوس هم خلاص او ښکاره ګرځوئ چې لا ډېر خرابېږي او ځورېږي.

نو خپل زړه پرانیزئ، بښنه وکړئ. بیا به مو زړه دومره پراخه شي چې د خپلې خوښې خوشحالي په کې ځای کړئ.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*