د خپلې وړتیا سره جوخت؛ په یوه موخه پسې شه | ګلاب بهار

ګلاب بهار

ځینې خلک چې د سختۍ شتون سره مخ وي، پر یوې غلطې معما باور لري.

دوی د هغه څه هڅه کوي، چې ترسره یې کړي کوم چې له تواقعاتو وتلې او بېرون وي.

په هرصورت تاسو اړتیا لری چې کارونه مو سل سلنه بشپړ کړئ او له دې ډېر هېڅکله هم نه، مګر یقیناً لږ هم نه.

که تاسو خپل ټول هغه ځواک چې لری یې په کار واچوی، نو خپل ځان به د بریا لپاره په هر فرصت کې ورسوی.

د جنرال جورج واشنګټن قضیه وګورئ.

د انقلابي جنګ په ټوله دوره کې، ده یوازې درې جنګونه ګټلي.

مګر هغه څه يې استعمالول چې لرل یې او کله چې هغه وګټله د حساب سړی شو.

برتانوي جنرال کارن والیس، چې د جنګ د پای ته رسېدو لپاره په یارکټاون کې واشنګټن ته تسلیم شو، امریکايي قوماندان ته وویل

ښاغلیه، زه نه یوازې تاسو ته د سړو ستر رهبر په توګه سلام کوم، بلکې د یوه داسې مسیحي ملګري په توګه درته سلام کوم چې هېڅ نهتسلیمېږي

دا په دې مانا چې هېڅوک تر هغې خپل هدف ته نه رسېږي، څو خپل استعداد پر یوه واحده موضوع متمرکز نه کړي.

هدف ته د رسېدو هېڅ راز نشته او یوازینۍ راز چې هدف ته مو رسوي د خپل پوتانشیال تمرکز دی، چې له همدې امله خورا مهم فکټور بللکېږي.

پر واحده موخه تمرکز مو هدف ته رسوي او کله چې تاسو دا پرېکړه وکولای شی چې چېرته باید خپل تمرکز واچوئ.

تاسو باید دا پرېکړه هم وکړئ چې څه شی باید ترسره کړای شي او څه شی پرېښودل شي او تر ټولو مهم یې دا دی، چې پرته له قربانۍهېڅ بریا نه شي ترلاسه کېدای.

دا هم ولولئ:   د حمزه تصوف / مصطفی سالک

دواړه یو له بل سره لازم او ملزوم دي.

که غواړئ چې لږ څه ترلاسه کړئ، لږه قرباني ورکړئ؛

مګر که غواړئ چې لویې لاسته راوړانې ولرئ، نو ډېرې قربانۍ ته چمتو اوسئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*