ژباړه: فیروز ځواک

د ژوند مناسب ملگری/ملگرې به څنګه ټاکو؟/ ژباړه فیروز ځواک

د ښه ژوند کولو لپاره د یوې سیالې او مناسبې مېرمنې/ خاوند ټاکل د ژوند له مهمو پریکړو څخه شمېرل کېږي. هر څوک اړتیا لري چې د یو هوسا ژوند لپاره د انتخاب مهارتونه زده کړي. پدې ډول مسایلو کې تاسې باید په قاطع توګه خپل تصمیم ونیسئ او پرېنږدئ چې مینه او عاطفه مو مغلوب کړي یا درباندې سترګې پټې کړي. د خطر عوامل یا د ژمنتیا ماتوونکي خلک نادیده مه نیسئ، شاید له همدوی څخه ستاسو ژوند ته لوی ګواښ وي.

دلته داسې مهارتونه ښوول شوي دي چې له تاسو سره د احتمال په صورت کې مرسته کوي تر څو د یو مناسب ژوند لپاره یوه غوره مېرمن/ نارینه وټاکئ.

د ژوند د ملګرې/ ملګري په ټاکلو کې ډېر موارد شتون لري چې باید په پام کې ونیول شي. تر ټولو مهم څه چې باید په نظر کې ونېول شي، هغه څه دي چې تاسې ته تر ټولو ډېر مهم وي.

د یوې مېرمنې یا خاوند انتخاب د ژوند له سترو ټاکنو څخه ده. تاسې باید د یو خوشحاله او هوسا ژوند لپاره یو مناسب انتخاب ولرئ چې دلته یې نهه مهم مهارتونه وړاندې شوي دي.

۱- تعظیم او درناوی: یو داسې څوک وټاکئ چې ستاسې شخصیت، کورنۍ، او هغه څه چې تاسې ته مهم او د سرو کرښو په څېر وي په ټول ژوند کې ورته په احترام قایل واوسي.

۲- ګډ ارزښتونه: د ګډو ارزښتونو درلودل ستاسو بنیادي او کورنۍ اړیکې پیاوړي کوي. د بېلګې په توګه د اولادونو د شمېر په تړاو همغږي، د دندې به اړه توافق، یو بل ته د نظریاتو شریکولو لپاره وخت ورکول او داسې نور

دا هم ولولئ:   خوږ ملګری/ملګرې ښه ژوند_رومیصه جیلاني

۳- د روغې اړیکې لپاره د لېوالتیاوو درلودل: سالمه اړیکه د دوه اړخیزه لېوالتیاوو درلودونکې ده، یو اړخیزه اړیکه په تمامه مانا ناوړه اغېزې لري. له دواړو اړخونو باید هڅه وشي تر څو یو او بل ته صمیمي او مینه ناک وي او د یو او بل انګېزې، اړتیاوې او لېوالتیاوې په پام کې ونیسي.

۴- رښتینولي او صداقت: که چېرې په یوې اړیکه کې ژمنتیا، رښتینولي او صداقت شتون ونه لري نو ژر ده چې اړیکه راوپرځېږي او د یو تریخ ژوند باعث شي. تاسې باید د ټینګې او مضبوطې اړیکې لپاره له ښکیل لورې په صداقت او ژمنتیا باوري شئ.

۵- د هیلو او ارزوګانو ملاتړ: څوک چې لېوالتیا لري ترڅو تاسې سره اوږده اړیکه ټینګه ولري نو حتمي ده چې هغوی به ستاسو له ارزوګانو او هیلو هم ملاتړ کوي، ستاسو مېرمن/ خاوند باید د ژوند د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره ستاسو له برنامو څخه حمایت وکړي او هغه مهمې وبولي. هغه باید پدې فکر کې نه اوسي چې تاسې په کوم حالت کې یاست مهمه داده چې فکر وکړي چې تاسې د هوساینې او پرمختګ لپاره کوم ځای ته تلل غواړئ ترڅو جوخت په جوخت ستاسو ملاتړ وکړي.

۶- له کورنۍ سره یوځای اوسېدل: کورنۍ ستاسو په ژوند کې د ملاتړ یو اساسي سیستم دی، که چېرې ستاسو مېرمنه دا وړتیا نه لري چې ستاسو د کورنۍ له غړو سره یوځای واوسیږي، نو ښکاره خبره ده چې تاسو مناسب انتخاب نه دی کړی. یو له مهمو نښو څخه چې تاسو مناسبه مېرمن انتخابوئ هغه داده چې ستاسو مېرمن ستاسو د کورنۍ په حضور کې د اوسیدلو لپاره د راحتۍ احساس ولري او بغیر له کومې ستونزې ستاسو له کورنۍ سره صمیمي اړیکې ولري.

دا هم ولولئ:   ټولنيز‌ نزاکتونه / سمسور خاکسار

۷- فکري برابروالی: که چېرې ځانپاله او خپل کاره شخص یاست او خپلې هیلې درته مهمې وي، نو یو داسې څوک په پام کې ونیسئ چې ورته خصوصیات ولرئ. یو بې خیاله او بې پروا کس کولای شي ستاسو ژوند او ټولنیزې اړیکې له ستونزو سره مخ کړي. تاسو دواړه باید د مسایلو پر وړاندې یو ډول لید او نظر ولرئ.

۸- د غوسې او تیري د اداره کولو مهارت: په اړیکه کې دوه افراد ځینې وخت په طبیعي توګه د اکثره مسایلو په اړه فکري تضاد مومي، ځینې وخت د یو بل پر وړاندې تریخ نظریات او دلایل ویل کېږي، امکان دې ولري چې تاسې یو او بل ته ناوړه او خواشینوونکې خبرې وکړئ، خو دا باید د لنډ وخت لپاره وي. خو که چېرې د اوږد وخت لپاره عقدې او غوسې راپاروي نو دا بیا ستاسو د ژوند لپاره مناسبه ټاکنه نه ده.

۹- د بښلو، اعتراف، او هیرولو مهارت: په تېروتنو اعتراف کول، بښنه غوښتل او تېر هېرول د اړیکو د ثبات لپاره اهم مهارتونه دي. په هر حال اختلافات طبیعي او حتمي دي، خو له داسې کس سره واوسېږئ چې تل له ناوړه بحث کولو څخه ډډه کوي، که چېرې د تېروتنو امکان وي نو د خپلو اړیکو د خوندي ساتلو لپاره بښنه، اعتراف او د هېرېدنې روحیه حتمي شتون ولري.

وروستۍ خبره: د یوې مناسبې جوړې د ټاکلو لپاره باید د خپل عقل او زړه دواړو څخه په برابره توګه استفاده وکړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*