صبر ولې أړين دی؟ / ژباړه: سمیع سعید

ژباړه: سمیع سعید

په اجتماعي يعنې ټولنیز ژوند کې د صبر او زغم لرل ډېر مهم دي. که موږ زغم او صبر ولرو خپله ذهني آرامي به مو ساتلې وي او چېذهني سکون موجود وي نو انسان خپلې ټولې چارې په ښه شکل تنظیمولای شي. د صبر او زغم په اړه چې زه څومره مطالعه لرم، دا کومڅیز نه دی، چې و يې پيرو. بلکې د ځان د قانع کولو یوه تګلاره ده. که دغه تګلاره مو زده وي، نو کولای شو صابر اوسو.

په دې تګلاره کې د صابر کېدو لومړنی شرط دا دی، چې خپل ځان وپېژنئ. ته په څه کې صبر کول غواړې. د لیکنې تر پایه به پر ټولو خواووبحث وشي.

د ستونزو او مشکلاتو پر مهال صبر:

ځينې وګړي د ستونزو پر مهال له بې صبرۍ سره مخ کېږي. ستونزې په رښتيا هم د انسان زغم له منځه وړي، خو څه کول په کار دي؟

د ستونزو پر مهال د اللهجیادونه او عبادت تاسو ته ډېره انرژي او صبر درکوي. نو که له ستونزو سره مخ یئ، غوره تګلاره همدا ده، چېخپل رب ته پناه یوسئ. خو دا په دې مانا نه ده، چې خپله هڅه به نه کوئ. کوښښ وکړئ د ستونزو د کچې او خنډونو پر ځای یې پر حللاروغور وکړئ. کله چې تاسو هره حل لاره پيدا کوئ، هغومره مو صبر او زغم ډېرېږي.

د غوسې پر مهال صبر:

د غوسې او قهر پر مهال د صبر او زغم لپاره ځينې تګلارې وړانديز شوي دي.

ـ له شیطانه پناه غوښتل (اعوذ بالله من الشیطن الرجيم …)

دا هم ولولئ:   د ونو، د ګلونو، د رڼو اوبو ادکې | سیال یوسفي

ـ د جنګ ځای پرېښودل.

ـ خپل حالت بدلول. که ناست وئ، پاڅېږئ او که ولاړ وئ کښېنئ.

ـ د اوبو څښل.

ـ څو ګامه منډه اخیستل.

ـ مقابل کس ته نه کتل.

د موخې په ترلاسه کولو کې صبر:

ځينې نور خلک بیا د موخو ترلاسه کولو ته ډېره بېړه لري، چې په دې توګه یې زغم پای مومي او له یو ډول ذهني فشار سره مخ وي. په دېبرخه کې هم مهمه خبره د خپل زړه او ذهن قانع کول دي. تاسو باید وتوانېږئ چې خپل ځان ته قناعت ورکړئ. “هر رقم چې زه غواړمهماغسې کېږي.”،هر څه به سم شي.”،اللهجمهربانه ذات دی.”،لږ وخت نور پاتېاودې ته ورته نور هغه جملې دي، چېتاسو ته صبر او زغم درکولای شي.

په پرمختک کې صبر:

په دې برخه کې هم اکثره خلک له بې صبرۍ سره مخ دي. خو دا چاره هم د حل کېدو وړ ده.

آیا تاسو چې پيدا شوئ، خبرې مو کولای شوې؟ په لاره تلل مو زده وو؟ خپله کورنۍ مو پېژندله؟

ځواب به مو حتمانهوي. نو همداسې پرمختګ هم وګڼئ. هر څه تدريجي پر مخ ځي. نن چې په کوم موقف کې یئ ممکن څه مودهوروسته نه اوسئ. نو ولې تشویش کوئ؟

دغسې خلکو لپاره همدا جمله کافي ده، چې هر څه کېږي خو په خپل وخت کې.

ژباړه: عبدالسميع سعيد

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*