د خاوند او مېرمنې د ارامښت راز/ عزيز پردېس

ژباړه او زياتونه: عزيز پردېس

مينه او محبت د خاوند او مېرمنې د ارامښت سبب او د الله تعالی له نعمتونو ګڼل کېږي.

کله فکر کوئ، چې مينې او محبت هېڅکله هم ستاسو د کور ور نه وي ټکولی؟ که داسې وي، نو سمدلاسه داسې اقدامات وکړئ، چې ددې ارام بښوونکي څيز د راتګ لپاره لاره هواره شي. مينه او محبت ځانته ځانګړې لارې او کړنلارې لري. مينه او محبت د خاوند او مېرمنېد ارامښت او خوښۍ سبب ګرځي.

 

الله تعالی په قرانکريم کې فرمايي: (اَن خلق لَکم مَن اَنفسکم ازوجا لِتسکنوا الیها و جَعل بَینکم مَوده و رحمة) ( ژباړه: د هغو نښې دا ديچې ستاسو له خپل جنسه مې مېرمنې تاسو ته خلق کړي، ترڅو ارام شئ او ستاسو ترمنځ مې رحمت رامنځته کړی دی).

 

هرڅومره چې کورنی چاپېريال له مينې او محبته ډک وي، نو د ښځې او خاوند ترمنځ اړيکې او عاطفه ډېرېږي.

 

د مينې چارچوکاټ څه دی؟ ) د يو او بل ملاتړ(

مينه يانې ملاتړ کول، کله چې ښځه او مېړه د ژوند په سختو پړاوونو کې د يو او بل ملاتړ وکړي، نه يوازې دا چې پر اولادونو يې مثبت اغېزکوي؛ بلکې د ژوند اړيکې يې لاپسې غښتلې او دوامداره کېږي.

 

ايا خپله مېرمن مو د زړه له تله منلې ده؟

يوه دقيقه فکر وکړئ، ایا خپله مېرمن مو سره د ټولو تېروتنو منلې او قبوله کړې ده؟ مېرمنې سره رښتينې مينه دا ده چې هغه سره د ټولوخوبيانو او بديو ومنئ. منل او قبلول د زوجينو د اړيکې اساس ګڼل کېږي. که خاوند او مېرمن د يو او بل نيمګړتياوې ټولې ومني، نو دا دژوند د لا ښه والي لپاره لار هواروي.

دا هم ولولئ:   نېک او صالح اولاد د هر پلار او مور ارمان وي / همایون همت

 

مېرمنې سره د دوستۍ ترټولو غوره لاره

که تل د دې په فکر کې ياست څو د خپلې مېرمنې خصوصي وسايل يا توکي وپلټئ، نو د خپل د اعتماد او باور ميزان ته مو بايد بياکتنهوکړئ. مينه يانې اعتماد، اعتماد يانې ژمنه او ژمنه يانې د زړه له تله د يو او بل منل. د خپلې مېرمنې د اعتماد د جلبولو لپاره ترټولو غورهلار دا ده چې وښيئ هغه د اعتماد وړ ده.

 

 

 

حرمتونه وساتئ

مينه يانې يو او بل ته احترام کول، دغه موضوع مو په خپل ژوند کې تر بل هرڅه ډېره مراعت کړئ. د يو او بل د احترام اړخونه پيدا او پرهغو تمرکز وکړئ. خپلې مېرمنې ته مو ووايئ، چې هغه تاسو ته يو محترم يا ښاغلی فرد دی. د رنګ او بوی احترام، ژوند ته بدلون ورکوياو حرمتونه حفظوي.

 

خپلو منځو کې مو مذاکره او خبرې اترې وکړئ

د خپل ژوند شريکې سره له ژورو خبرو اترو کولو مه وېرېږئ، دا د ستونزو د لرې کولو تر ټولو ښه او مناسبه لار ده. مينه يانې، د توپيرونواو د يو او بل د مشترکو ټکو موندل او پيدا کول دي. مذاکرې کې به له يو څه تېرېږئ، څو بل څه ته ورسېږئ او په ژوند کې مو تعادل اوبرابري رامنځته شي.

 

د مينې لوړې او ژورې

د زوجينو ترمنځ معمولا يوه لويه ستونزه دا وي، چې خپل احساسات او عواطف يو او بل ته په سمه توګه نه بيانوي. کله ناکله داسېڅرګندېږي چې ښځه او مېړه خپله مينه په نامناسبو عبارتونو کې بيانوي. ډېری زوجين دغه امر ته د ژوند په پيل کې پام کوي، خو وروستهورته دومره ارزښت نه لري. پکار ده چې د ژوند په ټولو پړاوونو کې ورته توجه وشي.

دا هم ولولئ:   مدیریتي دندې Managerial Functions / محمدطارق طلازوی

 

د مينې په اظهار کې بايد کومو ټکو ته پاملرنه وکړئ؟

د مينې په بيانولو کې د ښځې او سړي ترمنځ توپيرونه د پاملرنې وړ دي. نارينه د مينه ناکو خبرو او ډالۍ اخېستلو په مرسته مېرمنې ته دمينې اظهار کوي او ښځينه بيا په ښه پخلي او يا ښه کور کولو خپل خاوند ته د مينې اظهار کوي.

 

مينه ناک اشخاص خپله مينه په دې ډول څرګندوي:

د کلامي او جسمي مينې ابرازول، يو او بل ته د خوښوونکو او د ښو چلندونو ابرازول، د ژوند په ټولو پړاونو کې له يو او بله عاطفي اواخلاقي ملاتړ، د يو او بل د تېروتنو او نيمګړتياوو په صورت کې صبور او متواضع پاتې کېدل او داسې نور.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*