دا ځل به ومنل شي که نه؟ عنایت الله کمال د فاریاب نوی والي وټاکل شو

د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، عنایت الله کمال د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې عنایت الله کمال د جمهور رئيس په حکم، په مافوق رتبه بست کې د فاریاب د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
د فاریاب لپاره تر دې مخکې حاجي محمد داوود لغمانی د والي په توګه ټاکلشوی و چې د ځیني ولسي خلکو له مخالفت سره مخ شو او له لږ وخت وروسته بېرته را مرکز ته راستون شو.
ویل کېږي چې په فاریاب ولایت کې د جنبش اسلامي ګوند په لمسه ځینو خلکو د داوود لغماني په مخالفت راپورته شوي وو، خو پوښتنه دا ده چې نوی والي به د هغه ولایت د ځینو خلکو له لوري ومنل شي که نه؟

 

 

دا هم ولولئ:   څنګه خپله غوسه کمه کړو؟ / سميع الله ريحان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*