په ځان باور(Self Confidence) څه ته وایي؟ / اسدالله دولتزی

لیکوال: اسدالله دولتزی

کله چې موږه او تاسې ته یو کار راکړل شي، یا راوسپارل شي که دا هرڅنګه سخت او پیچلی وي،  تاسې باید ځانته دا ووایي او قناعت ورکړئ چې دا کولای شم/کېږي دې ته په ځان باور وایي.

راځو دلته ځېنې هغه لاملونو  باندې خبرې کوو چې د هغې له وجې یو انسان په ځان بې باوره کېږي او باور یې کمېږي.

ــ موږه او تاسې په ټولنه کې ګورو چې ځېنې خلک دي خپلې ظاهري بڼې ته پام نه کوي، خپله صفایي یا پاکوالی نه ساتي، په یو اصطلاح د خپل ځان بې احترامي کوي، دا ددې لامل کېږي چې ستاسې په ځان باور کم شي.

ــــ ځېنې خلک په شېشه کې ځانته ګوري، خپله پزه، سترګې، وېښته یا په مخ یې دانه یا خاپ وي، دی ورته تشویش کوي، چې دا ولې، څنګه داسې شوي، دا چاره مو له ځانه متنفر کوي او په ځان مو باور کمېدلای شي، فکر وکړئ دا هرڅه الله درکړي، هېڅ انسان له نیمګړتیاوو خالي نه دی.

ــــ ډېر کله زموږه ذهن موږه ته منفي خبرې کوي او موږه بیا په همغو منفي خبرو باور کوو چې دا تر ټولو ستر لامل په ځان د بې باورئ دی، هرڅومره چي مثبت فکر کوئ همغومره مو ذهن پرې مثبت فکر کوي، مثلاً موږه او تاسې ګورو چې ځېنې انسانان له یوې غلطۍ سره بار بار بښنه غواړي لس دولس ځلي، چې په دې سره اصلاً د بښنې ارزښت کمیږي، کوښښ باید وشي چې ښه او مثبت فکر وشي چې ذهنیت هم ورسره مثبت لوري ته ولاړ شي.

دا هم ولولئ:   ډیژاو: کله کله ولې داسې احساسوو چې دې ځای ته مخکې هم راغلي یوو؟/ ځار

ــــ کله به مو فکر کړي وي ځېنې کسان د یونفر دومره تعریف او ستاینه وکړي چې له حده زیاته  وي،چې په خپله تاسې ځان کم احساسه وي، دا چاره هم په اصلا کې په ځان د بې باورئ لامل کېږي، تاسې هم باید په خپل ځان متکي اوسئ او داسې ځان سره وانګېرئ چې کوښښ وکړم زه هم داسې کولای شم/ کېدای شم، یا ماکې هم له دې ښه او غوره خوبیانې شته دی.

ــــ کوښښ وکړئ له هغو خلکو لرې اوسئ چې ستاسې رواني روغتیا زیانمنولای شي، تاسې یوه بد کار ته سوق کوي، په ځېنو محفلونو کې ځوانان ګڼو داسې چارو ته لیواله شي چې دا په لوی لاس اړوند ځوانان په خپل ځان او راتلونکې بې باوره کېدای شي.

ـــ مهمه خبره دا ده چې تاسې د تېر وخت بدې او ناکامې خاطرې هېرې کړئ او بار بار یې ذهن ته مه راولئ، مثلاً: ولا دا کار خو ما مخکې کړی وو پکې بریالی شوی نه وم، بیابه څنګه شي بیا ناکام شم، دغه ویره او ګډوډ حالت تاسې په لوی لاس په خپل ځان بې باوره کوي، د ستونزو په حل فکر وکړئ او مثبت لوري ته ولاړ شئ.

په ځان د بې باورۍ ګڼ نور لاملونه به هم وي، خو ما چې تر کومه ځایه مطالعه درلوده دا څو برخې مې ترې را اخېستې او له تاسې سره مې شریکې کړې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*