خوشاله ژوند شتمنۍ پورې نه دی تړلی | پوهنمل سید قیاس سعیدي

پوهنمل سید قیاس سعیدي

هو تر یو بریده پورې شتمني او مالي بډاینه اړینه ده ځکه چې د دونیا کارونه امکاناتو پورې دي خو تاسو باور ولرئ چې شتمني او مالي پیاوړتیا د خوشحاله ژوند معیارونه او اساس نه دي.
نو بیا د خوشحاله ژوند لرلو معیار او اساس څه دی؟
د الله تعالی حکم دی چې “ ښېګڼه وکړئ ، له شک پرته چې الله تعالی د نېکو خلکو سره مینه لري “
نیکي کول هیڅ مصرف ته اړتیا نلري خو ګټه یې هم دنیاوي، هم معنوي او هم د اخېرت ده.

بل ځای الله تعالی فرمایې چې “وتوكل على الله وكفى بالله وكيلا “ پر الله باور ساته ، همغه بهترین کارساز دی”
په الله تعالی باور کول، او دا عقیده لرل چې په دنیا کې هېڅ شی تصادفي نه دی.
پرته د الله تعالی د رضا هیڅ کار امکان نلري.
نو په پاک الله باور ساتل هېڅ لګښت ته اړتیا نلری، خو دغه باور او عقیده ساتل مو د هرې ښېګڼې او خوښۍ تضمین در کوي.

د خوشحاله ژوند د لاسته راوړلو، د کورنۍ یوالی، اتفاق، خپلمنځې میني او دنیاوي او د اخیرت د ګټی او خوشحالتیا خبره دلته نه تمامیږی.

الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره د حجرات سورة کې شپږ مورده د بشریت د خوشحاله، با عزته، شتمن او کامیاب ژوند لپاره په لاندي توګه ذکر کړی دي.

باور لرم که هر څوک یې عملی کړي نو بریالی او خوشحالي یې تضمین ده.

#فتبینو، کله چې تاسو ته کومه خبره وکړی؛ د خبر ښه تحقیق وکړئ.

#فاصلحو، د نورو په منځ کې سوله وکړئ.

دا هم ولولئ:   د مدیریت له کتابونو څخه مدېریتي ټکي

#وأقسطو، د عدل څخه کار واخلئ.

#ولاتجسَسُو، د نورو خلکو عیبونه مه لټوئ.

#ولاتنابزوابِالالقاب، نور خلک په بدو القابو یا بدو نومونو مه یادوئ.

#لایسخر، په یو بل مسخرې یا ملنډې مه وهئ.

کله چې د یو خبر ښه پلټنه وکړو او نا حقه د هرې خبرې په اورېدلو سره هماغه شانته احساساتي غبرګون څخه ځانونه وساتل شي، ستاسې شخصیت،باور او د نورو په منځ کې به مو درناوی څومره زیات شي.

همدا راز که چیرې د دوه کسانو، دوه کورنیو یا دوه ډلو تر منځ د خیر خبره او د جنګ ، جګړې او زړه بدوالي په صورت کې سوله وکړئ. څه فکر کوئ چې ستاسو شخصیت، اعتماد، باور، درناوی او مقام به څومره لوړ شي؟

د ژوند په ټولو چارو کې باید د عدل او انصاف څخه کار واخلو.

اوریدلي او لیدلي به مو وي چې انسان نیمګړۍ دي. نو بیا څنګه ځان ته اجازه ورکوئ چې د بل چا عیبونه و لټوئ او بیا کښینئ غیبت یې وکړئ. په حقیقت کې د نورو غیبت کول د الله د حکم څخه سر غړونه ده.

په دغه انساني ټولنه کې چې مونږ او تاسو مشترک ژوند کوو، یو په بل هېڅ برتري نلرو مګر غوره والی یې په تقوا کې دی. که چېرې یو چاته په ښه نوم غږ وکړو، په احترام یې یاد کړو او څوک په بدو نومونو یاد نه کړو بلکې په ښه نوم یې یاد کړو نو مثبت تاثیرات به یې حتما څکو.

ټول انسانان یو شانته نه دي، خو د واړو خالق او مالک یو لوی ذات دی. که همداسې باور ولرو نو بیا په نورو ملنډيې وهل او مسخرې کولو ته مو اړتیا څه ده؟

دا هم ولولئ:   د ژوند بدلولو شپږ کوچني عادتونه / کريم امیر

په یاد ولرئ چې ستاسو د افکارو ښه والی چې هېڅ لګښت ورباندې نه راځي خو ستاسو د خوشحاله ژوند ضمانت درکوي.

خوشحاله ژوند شتمنۍ پوری نه قناعت، صبر او شکر ادا کولو پورې تړلی دی.

دګرانو وطنوالو د ارامه او هوسا ژوند په هیله

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*