کاري وخت مو اداره کړئ | ګلاب بهار

ګلاب بهار

د وخت مدیریت مسٔله په جدي ډول سخته مسٔله ده او په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې نه د ادارې په راس کې دي او نه یې هم په تلکې. دا مې ځکه وویل چې د راس کسان زیاتره مهال خپل مسؤلیتونه نورو ته سپاري (تفویضوي) او هغوی چې په تل کې دي زیاتره مهالخپل میزي ساعت شړي ځکه دوی ته په ساعت مزدوري ورکول کېږي او دوی هغومره کار کوي څومره یې چې د ورځې رسمي ساعتونه وي. د منځینۍ کچې مامورین د ځان د بریا په موخه اوږده ساعتونه په کارونو بوخت وي او تر هغې کار کوي څو پای ته یې ورسوي، نو ځکهدوی باید خپل وخت د نورو په پرتله ښه اداره کړي.

وخت خورا زیات ارزښت لري. روان پوه او لیکوال سکاټ پیک وایيتر هغې چې ځان ته په ارزښت قایل نه شې، وخت ته په ارزښت نه شېقایلیدلی؛ تر هغې چې وخت ته په ارزښت قایل نه شې، نو هېڅ هم نشې کولایچارلس سپینازو په خپل In What to Do Between Birth and Death کې کاږيخلک د اجناسو لپاره پیسې نه ورکوي بلکې د هغه وخت لپاره پیسې ورکوي چې دغه جنس یې په کېترلاسه کړی دیکه چېرې یو څوک ووایي چې زه د رخصتۍ کور غواړم په پنځو کلونو کې واخلم نو د دې مطلب دا دی چې دغه کور به دهته تقریباً د خپلې د ځوانۍ د عمر یو پر دولسمه تمامیږي.

د دې پر ځای چې په دې ډېر فکر وکړې چې څه وکړم او څه باید واخلم په دې فکر وکړه چې دغه کول او دغه اخیستل دې څومره وختنیسي. په هغو شیانو وخت ولګوه چې هغوی د دې ارزښت لري چې وخت پرې ولګول شي. که زموږ په دې وروستۍ خبره کار وکړې اوعملي جنبه ور وبخښې، نو وخت به دې ښه مدیریت کړی وي.

دا هم ولولئ:   که د کرونا له امله په کور یاست، دا کارونه کولای شئ

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*