شخصیت جوړولو لپاره څه مهم دي؟ / سباوون ملکزی

سباوون ملکزی

په شخصیت جوړولو کې ځینې عوامل یا فکتورونه مهم دي چې د انسان شخصیت ته څرنګوالی ورکوي، په هغو کې ځینې عوامل دا دي:

۱. کورنی فکتور

۲. اقتصادي فکتور

۳. چاپيريال فکتور

۴. ورزشي فکتور

۱. کورنی فکتور:

د ماشوم د زيږون سره سم د ماشوم حق دی چې بايد يو شرعي او اسلامي نوم چې سالمه مانا ولري پرې کېښودل شي، خو متاسفانه چې زمونږ په ځينو سيمو کې بيا داسې نومونه کېښودل کېږي چې مانا يې بيخي درسته نه وي، ان ځينې وخت چې ماشوم/ ماشومه د خپل نوم په مانا وپوهېږي، بيا ورته عار او شرم ښکاري او ځان يو ډول کم او شرمنده محسوسوي، چې په نوموړي شخص کې د شخصيت د ودې مخنيوي سبب ګرځي. همدارنګه په دوهمه مرحله کې د شخص خپل اصلي نوم ورک کېږي، چې د کورنۍ او ګاونډيانو له لوري پرې ځينې غير مناسب نومونه لکه ( تور مخی، شونډور، پيت پوزی او نور) نومونه کېښودل کېږي؛ چې دا هم بيخي نامناسب کار دی، چې پدې کړنې سره د هر ډول انسان شخصيت ته صدمه رسېږي.

– په کورنۍ کې دې والدينو او مشرانو لخوا د اولادونو ترمنځ توپيري چلندونه، لکه د مشر حق کشر ته ورکول، د مشر په نسبت کشر ته په ډېر احترام  او باور قانع کېدل، هغه څه دي چې د مشر او يا هم په ورته کړنې د کشر اولاد د ډول روحي شکنجه کولو باعث ګرځي.

۲. د مناسب چاپيريال برابرول:

د ملګرو په ټاکنه کې تفکر او محتاط اوسېدنه، د يوې باوري او کاميابه راتلوونکي پر لور لومړی بريالی ګام دی. همدارنګه د حديث شريف مفهوم دی چې ښه ملګري د عطر پلورونکو سره تشبيه کوي، عطر پلورونکو سره چې ترڅو ناست وې، نو د عطرو له خوشبويي به برخمن يې او که ترې روان شوې، نو خوشبو به دې يې په کالیو پاتې کېږي او د بدو ملګرو تشبيه يې د اهنګر سره کړې، ځکه کله چې د اهنګر سره اوسې، نو د اور سپرغۍ دې کالي سوځوي او چې ترې روانېږې، نو د سپرغيو او سکرو توروالی به دې په کالیو ښکاري. هڅه وکړئ، چې د کاذب شخصيت څخه ځان وساتئ، ځکه په کاذب انسان رب ج لعنت ويلی. دروغجن شخصيت لکه کوږ بار تر منزله نه رسي، هرو مرو به مو يو ځل خلک اندرون حيثيت درک کوي او پدې به پوهېږې چې تاسې واقعاً څنګه خلک يی.

دا هم ولولئ:   اصل خوښي په څه شي کې ده؟ / ژباړه: میراحمد یاد

هغه ژمنه چې وفا پرې نشئ کولای مه يې کوئ. هېچا ته کاذب ډاډ مه ورکوئ، يعنې د سل‌و درواغجنو «هو» څخه يو  رښتونی «نه» غوره دی.  همدارنګه پښتو متل دی چې وايي ( دښمن دې هغه دی چې نن درته هو وکړي او سبا نه). دا هم له ياده مه اوباسئ، که چېرې چا سره په تمامه مانا ښه کولای شئ، توان مو وي بيا يې مه سپموئ، ځکه ددې اجر او بدله په دې او هغې دنيا دواړو شته.

– کوښښ وکړئ، چې پرته له ډېرې جدي اړتيا له چا پور وانخلئ.

– ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، ځکه د رب ج خلقت او ورکړه ده. ځينو ته به داسې شيانو خوشاله کړي وي، چې ښايي تاسې يې ونلرئ او تاسې به يې په داسې شيانو خوشاله کړي اوسئ، چې نور به يې نلري. د رب ج په ورکړه خوښ اوسئ، تل يې شکر پر ځای کړئ او د ورځني ژوند لپاره يو منظم پلان جوړ کړئ، لومړيتوبونه مو په نښه کړئ، او هره ورځ يې د لاسته راوړلو په موخه ستړې وګالئ.

۳. اقتصاد:

د نورو فکتورونو ترڅنګ اقتصاد هم د شخصيت په وده کې مهمه ونډه لري. مثلاً د عصري او ټکنالوژيکي زده کړو لپاره د عصري وسایلو لرل او ترې رغنده استفاده کول، انټرنيټ ته لاس‌رسی، د ښه کمپيوټر او نورو عصري وسایلو لرل، د جامو او خوړو په ټاکنه کې غور کول او د زده‌کړو لپاره اغيزمن ښوونيز مراکزو ټاکنه ده. همدارنګه که تاسې ښه اقتصاد ولرئ او په سم‌ډول ترې استفاده ونه‌کړئ، بيا هم ستاسې د شخصيت د ودې پر ځای، د شخصيت د بربادۍ سبب ګرځي. لکه په ډانس کلبونو وخت او پيسې بربادول،  د هر ډول نشه‌يي توکو استعمال، بېځايه مجلسونه او نامشروع اړيکې، هغه څه دي چې شخصيت او شتمني مو دواړه بربادولی شي.

دا هم ولولئ:   ژوند په ټولنیزو اړیکو او ملګرو ښایسته کړئ / حکمت الله همت

۴. منظم ورزش کول:

سالم عقل په سالم بدن کې دی، ورزش هم کولای شي چې ستاسې په شخصيت جوړونه کې لکه د نورو فکتورونو مهم رول ولري. همدارنګه د حديث شريف مفهوم هم دی، چې قوي مسلمان له ضعيف مسلمان څخه غوره دی. منظم ورزش وکړئ او د غذا په خوړولو کې د غوړو، خوږو، مالګينو او مساله‌جاتو او مشروباتو څخه ډډه وکړئ، ډېر استعمال يې روغتيا ته مضر تماميږي چې د بېلابيلو ناروغيو باعث ګرځي. ددې يادو شوو خوړو پرځای په سلاد، ترکارۍ او ميوه جاتو تمرکز وکړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*