که د کرونا له امله په کور یاست، دا کارونه کولای شئ

ډاکټر نورمحمد مراد

د کرونا وژونکې ناروغي دریمه څپه خورا چټکه روانه ده؛ صحي لارښونې په نظر کې ونیسئ، ماسک وکاروئ، ټولنیز واټن مراعت کړئ او په کور کې پاته شئ، چې د خپلوانو، دوستانو او هیوادوالو ژوند وژغورئ!
ددې لپاره چې په کور کې مو وخت په ډیر مؤثره توګه تیر شي؛ لاندي ۱۰ ټکي په نظر کې ونیسئ!

۱: که چیرته غواړئ چې خوشاله پاته شئ او د زړه سکون درته حاصل شي، د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړئ او هڅه وکړئ چې له تفسیر سره یې تلاوت وکړئ!
ترڅو په مانا او مفهوم یې پوشئ!

۲: د اسلام مبارک دین مطالعه کړئ! ترڅو خپل سوالونه مو حل او هغو کسانو ته چې په اسلام کې کم معلومات لري؛ لارشوونې وکړئ!

۳: ورزش وکړئ!
حداقل په یو اتاق کې تاسو نیم ساعت ورزش کولای شئ؛ له یوټیوب او نورو اجتماعي شبکو یې ویډیوګاني ډاونلوډ کړئ!

۴: هغه اشعار واورئ چې تاسو ته انګېزه درکوونکي وي! یانې پور مفهومه وي، تشویق کوونکي وي او ستاسو په ملي احساس کې لا زیاتولی راولي.

۵: د اولادونو تربیه یا د وروڼو او والدینو خدمات چې تاسو څخه د بیروني مصروفیت له کبله پاته وو، تکمیل کړئ!

۶: هره ورځ که د لږ وخت لپار په دې فکر وکړئ چې ما د دغه وطن لپاره په شخصي توګه څه کړي دي، په داسې حال کې چې همدې وطن موږ ته ډیر څه راکړي!
کیدای شي دا فکر تاسو ته نوې او مؤثرې لاري ستاسو په مخ را خلاصي کړي.

۷: خپل ورځنۍ چارې، هغه که دفتري او یا تجارتي وي، له پامه مه غورځوئ!
نوې لارې چارې ورته ولټوئ؛ ترڅو د کرنتین مودې نه وروسته یې عملي او خپل کار ته پرې بهبود ورکړئ.

دا هم ولولئ:   رواني آرمتیا، مثبت اوسیدل او د زړه په روغتیا یې اغیزې/ حکمت ویاړ

۸: هڅه وکړئ چې د خبرونو اوریدل کم کړئ!
ځکه دا حالت انسان اضطراب ته بیایي. هڅه وکړئ تفریحي، تشویقي او وقایوي پورګراونه تعقیب کړئ! تاسو خپله د کورنۍ لپاره مورال ورکوونکي اوسئ.

۹: که له اشپزي سره علاقه لرئ نو همدا یې وخت دی، پاڅئ! او په ژوند کې مو نوي شیان زده کړئ! دا به ستاسو په مهارتونو کې د زیاتوالي سبب شي.

۱۰: د برق او اوبو له زیات مصرف نه مخنیوی وکړئ! ترڅو ستاسو د کورنۍ نوی نسل دا زده کړي او عادت یې وګرځي!

الله ج مو په خپل امان کې وساته!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*