د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / پنځمه برخه  

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

  • خو ځينې کارونه په کوچنیو برخو نه وېشل کېږي. مثلاً تاسې یوه دوسیه لولئ او یو ساعت وخت ورته لرئ. په دومره وخت کې ددې کار وېشل عملي نه برېښي.

زما سپارښتنه دا ده چې په دې صورت (د پنځو دقیقو پلان) نه کار واخلئ. ځان سره د پخوا په څېر ژمنه وکړئ، خو په دې توپير چې ځان سره د کار د یوې برخې ترسره کولو ژمنه مه کوئ، بلکې دا ژمنه وکړئ چې په دې کار به پنځه دقیقې وخت تېروئ. پنځه دقیقې وروسته بل کار ته تللی شئ. که مو بیا زړه و، د پنځو دقیقو دا پلان بیا پيلولای شئ. که ستاسې کار هر څومره دروند او سخت وي، پنځه دقیقې کار پرې کولای شئ.

ځينې خلک دې کار ته ساعت کوک کوي. ساعت پنځو دقیقو ته عیاروئ، په دې پنځو دقیقو کې له زنګ وهل کېدو مخکې خپل کار کولای شئ.

د پنځو دقیقو په پای کې که د دې کار دوام ته لیواله نه وئ، نو مه یې کوئ، خو د کار پرېښودلو نه مخکې، راتلونکې پنځه دقیقې وخت مشخص کړئ.

دغه طریقه د (روږدو کسانو) لپاره هم کارېدله. د روږدو د درملنې اداره په دې پوهه شوله چې روږدي خلک په یو وار نشه نه شي پرېښودلای. یعنې دومره کلک هوډ نه شي کولای. په دې خاطر یې هڅوي چې د یوه ټاکلي وخت لپاره نشه ونه کړي. هر څوک د پنځو دقیقو سره مبارزه کولای شي. یو ځل یې چې پنځه دقیقې تېرې کړې، پنځه نورې پلان کولای شي او دا دویم ځل پنځه دقیقې تر پخوانو آسانه وي. ځکه پر دې پوهېږي چې خپلې لنډمهالې موخې ته رسېدی شي. دا کس ورو ورو داسې یوه حالت ته رسېږي چې یوه ورځ او بیا وروسته یوه اونۍ له نېشې ځان وساتي.

دا طریقه ډېره ګټوره ده. اوس یې وازمایئ. خپل داسې یو کار وټاکئ چې تاسې ځنډولای وي. بیا کتاب د لنډ وخت لپاره څنګ ته کړئ. ساعت مو د پنځو دقیقو لپاره کوک کړئ او په کار بوخت شئ. وګورئ چې پنځو دقیقو کې مو څومره کار کړی دی. په دې پنځو دقیقو کې داسې مبارزه وکړئ لکه د ځغاستې لوبغاړی چې وخت سره مبارزه کوي، کار زر زر وکړئ.

۵ دقیقې دمه!

داسې ښکاري چې ډېر سخت کار نه و، اوس مو احساس ښه شوی نه دی؟ آیا د هغه کار په کولو خوښ نه یئ چې ډېر وخت مو ځنډاوه؟ آیا پر دې پوه نه شو چې له پنځو دقیقو وروسته بیا هم خپل کار ته دوام ورکولای شئ؟ که ځواب مو مثبت وي، په دې هیله چې دا کار مو کړی وي.

له دغو طریقو هر وخت کار اخیستی شئ، ډېر کار ترې واخلئ.

  • دا به ښه نه وي چې لومړی آسانه او په زړه پورې کارونه وټاکو؟

هو، زیاتره همداسې وایي، خو ځينې وخت که ددې اپوټه (برعکس) وشي، ښه به وي. ځينې وخت به دا ښه وي چې تر ټولو سخت ځنډول شوی کار وټاکو او ویې کړو. په دې طریقه کې لومړی سخت کار کېږي.

  • زه ستاسې دا خبره څنګه معنا کړم. تاسې دواړه پوښتنې په (هو) ځواب کړې. که یو وړاندیز سم وي، نو بل باید اصولاً ناسم وي.
دا هم ولولئ:   د مثبت ذهنیت جوړولو لارې چارې

د هر سخت او بې خونده کار کولو درې طریقې دي:

لومړۍ دا چې د کار تر ټولو آسانه برخه ترسره شي او انګېزه ترې واخیستل شي. دویم دا چې تر ټولو سخته برخه یې وشي. که سخته برخه یې وکړئ، نو خوشالېږئ. لکه تاسې چې ډوډۍ خورئ، لومړی هغه شیان وخورئ چې ښه مو نه راځي، خو اړین دي او خوندور خواړه اخر ته پرېږدئ. درېیمه لار د لټانو لار ده او هغه دا ده چې پورته دواړه طریقې مه کوئ. مه یې آسانه برخه کوئ، مه یې سخته برخه کوئ، کار همداسې پرېږدئ او وګورئ چې څه درسره کېږي.

  • بېلګه یې ویلی شئ؟

هو ولې نه! مثلاً ټاکنې دي او یوه رضاکاره ډله د کمپاین لپاره له ځينو مخورو خلکو سره باید وویني. دا کار د ډېرو خلکو نه خوښېږي.

ښايي ډله کې ځينې پر دې نظر وي چې لومړی تر ټولو ملاتړي کس سره وګوري، هغه کس چې د مرستې او ملاتړ امکان یې زیات دی. مثلاً دغه ډله د کاندید یوه نږدې ملګري یا خپلوان ته ورتللی شي او د هغه ملاتړ یې چې ترلاسه کړ، بیا نورو سره اړیکه نیول او لیدل هم آسانه کېږي.

خو ځينې ښایي پر دې باور وي چې که لومړی په لیست کې له سخت کس سره وویني دا به ښه وي. زیاتره پلورونکی همدا کار کوي. دا کار یې چې وکړ او د یوه سخت کس ملاتړ یا رضایت یې ترلاسه کړ، نو ځان سره وایي چې ځه شکر دی، هغه د سخت کس موضوع خو حل شوه اوس به نورو پسې ښه په آرام وګرځو.

دا دواړه طریقې ګټورې راځي. هر څه ستاسې په انتخاب پورې اړه لري، خو د کار ماهیت مهم دی. په دواړو مواردو کې مو یوه ژمنه کړې ده. یو خاص پلان لرئ.

خو بده او بې ګټې طریقه، درېیمه طریقه ده او دا طریقه سبا (بیا) ته کار پرېښودل دي. ته وا سبا به کومه معجزه وشي او ټول کارونه به پخپله ترسره شي.

  • تر دې ځایه مو بېلابېلې طریقې را وښودلې، خو له دې پرته نورې طریقې هم شته؟

هو یوه بله طریقه هم شته، زه یې د تلې (ترازو) طریقه بولم.

خپل یو ځنډېدلی کار وټاکئ. بیا یوه پاڼه را واخلئ، کرښه پرې را کاږئ او په دوو برخو یې ووېشئ. چپ لاس ته د کار د ځنډولو دلایل ولیکئ او ښي لاس د دې کار د کولو ګټې ولیکئ. اوس دواړه خواوې سره پرتله کړئ. عموماً دې پایلې ته رسېږئ چې د کار ځنډولو لاملونه (دلایل) ډېر کوچني او نامعقوله دي. یعنې د کار کول ګټور او منطقي برېښي. په دې صورت کې ډېر امکان دا دی چې تاسې لټي پرېږدئ او کار ته زړه ښه کړئ.

البته ښايي په ځینو مواردو کې د کار ځنډول منطقي وي. که داسې وي، نو اندېښنه مه کوئ. دغه د تلې یا ترازو طریقه تاسې سره په ښه انتخاب او د کولو لپاره د ښه کار په انتخاب کې مرسته کوي.

بنجمین فرانکلین به د تلې دا طریقه کاروله. په دې اړه به یې ویل:

(د انسان ذهن په یوه شېبه کې ټول موافق او مخالف دلایل را یادولای شي. هره شېبه د انسان په ذهن کې یوه فکر راګرځي. که ستاسې په ذهن کې یو فکر وي، ښايي نور فکرونه هېر کړئ. په داسې حالت کې یوه پاڼه په دوو برخو ووېشئ. په یوه اړخ کې مثبت او په بل اړخ کې منفي دلایل ولیکئ. زه پخپله زیاتره کارونو کې له همدې طریقې کار اخلم. هره پاڼه درې څلور ورځې ساتم او د موضوع په اړه مې چې هر څه ذهن ته راځي، په ښي او چپ اړخ کې یې لیکم. بیا په داسې یوه حالت کې یم چې پاڼې ته یو ځل وګورم، هڅه کوم چې دواړو اړخونو کې د نومرو په څرنګوالي پوه شم. که د پاڼې دواړو خواوو کې یو مخالف او یو موافق دلیل یو شان وي، دواړه لرې (اختصار) کوم. که چېرې یو موافق دلیل له دوو مخالفو دلیلونو سره مساوي وي، درې واړه پاکوم. که چېرې دوه موافق دلیلونه له درېیو مخالفو دلیلونو سره مساوي وي، پنځه واړه پاکوم. اخر پاڼې ته ګورم او حساب ورته کوم. بیا د همدې حساب پراساس پرېکړه کوم. سره ددې چې دلته د ارزښت ضریف د ریاضي په څېر دقیق نه شو اندازه کولای او د مقایسې امکان یې لا نشته، خو زه ځان د قضاوت په یوه ښه حالت کې ګڼم. ما له دې طریقې ډېر زیات کار اخیستی دی.

دا هم ولولئ:   اصل خوښي په څه شي کې ده؟ / ژباړه: میراحمد یاد

زموږ په هره پرېکړه کې د ارزښت دغه نومرې صدق کوي، يوازینی توپير دا دی چې زما په وړاندیز شوې طریقه کې دا کار په یوه پاڼه کېږي او که چېرې د نړۍ یو مشهور او بریالی انسان بنجمین فرانکلین پر دې پوه شوی چې پر پاڼو ددې ټکو لیکل ګټور دي، نو ښايي موږ ټول ترې ګټه واخیستلی شو.

ما د تلې طریقې ته اشاره وکړه، پر دې سربېره یوه بله طریقه هم شته او تر دې اغېزناکه هم ده. په دې طریقه کې د موافق او مخالف لیست مه جوړوئ. آرام کېنئ او تاسې چې کوم کار ځنډوئ، د هغه کار په اړه خپل احساسات ولیکئ. په کاغذ له ځان سره وغږېږئ. لیکنه یوازې د ځان لپاره کوئ، په دې خاطر یې املاء او انشاء پسې ډېر مه ګرځئ. تاسې د هغه کار په اړه څه احساس کوئ؟ کوم رغنده اقدام کولای شئ؟ څه کوئ؟ کله یې کوئ؟

دا د یوه کار یا د ورځنیو یادښتونو د یوې برخې په توګه کولای شو. نن سبا زیاتره ارواپوهان هم په دې نظر دي چې دغه لیکنې د چلند په بدلون کې مهمې دي.

  • یعنې ورځني یادښتونه باید واخیستل شي؟

 نه هغه جلا دي. موږ زیاتره په دې پوهېدو ته اړتیا نه لرو چې مثلاً د فلانۍ میاشت په فلانۍ ورځ مو څه وکړل. زه وایم چې تاسې خپل افکار او احساسات ولیکئ. کوم کارونه چې کوئ، د هغې موضوع مطرح نه ده. د ایراپروګوف په نوم یو مشهور ارواپوه د دغه طریقې یو پلوی دی او د مفصل یادښتونو لیکلو سپارښتنه کوي. پروګوف نه دا پوښتنه وشوه چې دده له وړاندیز سره سم، یادښتونه باید په څومره وخت کې یو ځل ولیکل شي، هغه په ځواب کې وویل:

(ټاکلی وخت یې نشته، که ورځني یادښتونه لیکئ، نو دا ستاسې د کارونو پاتې کېدو له امله په تاسې کې ملامتیا نه زیاتوي. موږ چې کوم کارونه باید وکړو او نه یې کوو، ددې لپاره مخکې له مخکې د ملامتۍ او پړې احساس کوو او د خپل ژوند لپاره مو ډېر اصول او مقررات وضع کړي دي. د دې یادښتونو موخه دا ده چې په موږ کې روان جریانات په ټوله آزادۍ څرګند کړو. د یادښتونو لیکل کار نه دی چې باید پوره شی. تاسې چې دغه یادښتونو ته کېنئ، باطن مو هغه څه لیکي چې باید ویې لیکئ او وخت یې ټاکي. څه وخت وروسته به همدا کار درته ډېر طبیعي او خپلکاری وی.

دا هم ولولئ:   مازوخېزم يا ځان ځورونه (دويمه برخه) / رضاءالله ځار

ما پخپله په کتاب کې راغلې ډېرې طریقې کارولي، خو دا یوه راته تر ټولو ګټوره ښکارېږي. یوازې د کار ځنډولو خبره نه ده، دا په نور ژوند کې هم کارولای شئ. کار چې راباندې ډېر شي، یو کاغذ را واخلم، نه یې جمله بندۍ ته ګورم، نه ټکي او کامې ته ګورم، نه ګرامر ته ګورم، بس یوازې لیکل پيل کوم. که دغه لیکنه له ما پرته بل چا ولوستله، ښایي پوه هم پرې نه شی. خو ماته دا کار ګټور ښکاري. دا پاڼه په یوه دوسیه کې ساتم او میاشتې کلونه وروسته یې چې بیا لولم خوند ترې اخلم. ځینې لیکنې جالبې وي، ځينې هڅوونکې وي، ځینې خوندورې وي، ځینې ماشومانه، غیرمنطقي او ډېرې زیاتې سطحي او ستړې کوونکي وي، خو بیا هم لږ تر لږه موضوع ته له یوې جلا زاویې ګورم. د تېرو لیکونو په لوستو د ونې پر ځای ځنګل لیدلی شم، يعنې ذهن مې ورسره ډېر زیات پراخېږي او پر ما ډېر زیات اغېز کوي.)

تاسې چې دا کتاب ولولئ، پر دې به پوه شئ چې ډېرې ټکي یې ستاسې د ځانګړو عادتونو اړونې دي او ښایي د ډېرو عادتونو بدلول وغواړئ. خو که ورځني یادښتونه ونه لرئ، دا کار نه شئ کولای.

  • آيا ورځني یادښتونه لیکل منفي اغېز هم لري؟

هو، کله کله یې لري. ځينې وخت کې چې په کتابچه کې څه لیکل کې.ي هغه زموږ د ټولو نیمګړتیاوو کیسه وي او ښايي له امله یې د انسان روحیه هم ټيټه شي. ښايي ځینې وخت یوازې د نیمګړتیاوو تایید وي. ځینې وخت تاسې ته ښه احساس درکوي، خو یوه کار کولو ته مو ډېر نه هڅوي. خو که ځان سره رښتیني اوسئ او له خپلو بریالیتوبونو سره هم رښتینی چلند وکړئ. د خپلو ضعفونو ترڅنګ خپلو ښېګڼو ته هم پام وکړئ، نو ستونزه نه پېښېږي. وخت ته هم ګورئ، یوازې دا لیکل بس نه دي چې چېرې یئ او دې ځای ته څنګه را ورسېدئ. دا هم ډېر مهم دي چې چېرته ځئ او څنګه به رسېږئ. که د لټۍ له شوق سره مبارزه کوئ، نو ډېر پام هغو کارونو ته کوئ چې همدا اوس یې د خپل راتلونکي ښه کولو لپاره کولای شئ.

  • داسې کومه بېلګه شته چې د الګو په توګه یې ومنو؟

الګو ته اړتیا نشته. نورو ته د لیدلو پرځای پخپله الګو سازه کړئ. که چېرې درته ورځني یادښتونه لیکل عجیب ښکارېږي، نو کېنئ او ځان ته یو لیک ولیکئ. دا هم هماغه د یادښتونو کار کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*