غواړئ چاغښت مو له منځه یوسئ / ژباړه ارمان مهربان؟

ژباړه: ارمان مهربان

!

چاغښت او ډنګر توب د انسان په فزيکي ښکلا اغېزه لري. ځينې غواړې چې خپل وزن اضافه کړي او ځينې نور يې بيا د ډول،ډول درملو،سپورټ رژيم کې د ځان اچولو او يو شمېر نورو لارو چارو کار اخلي ترڅو خپل وزن پرې وبايلي او ځان ډنګر وښایي. په دې ليکنه کې درته هغه لارې چارې ښايو چې په عملي کولو سره يې ځان ډنګرکولی شئ!

لومړی: په وار وار روژه ونېسئ!
د وزن د کمولو لپاره په نوبت سره روژه نيول ښايي د وزن په کمولو کې درسره مرسته وکړي. پوهانو ددې لپاره په لاندې ډول د روژې نيول ترتيب کړي دي.
– په نوبتي توګه د روژې نيول: هره يوه بله ورځ روژه ونېسئ. يانې يوه ورځ روژه ونېسئ او بله ورځ نه. هغه ورځ چې روژه مو نه وي کولای شئ چې په عادي ډول ورځني خواړه وخورئ.
– د 5/2 طريقه روژه نيول: پوهانو په دې ډول روژه نيولو کې ويلي چې وزن کموونکي د په اوونۍ کې دوه ورځې روژه ونیسي.
– د 16/8 طريقه روژه نيول: پوهانو په دې طريقه کې وزن کموونکو ته توصیه کړي چې په څلورويشت ساعتونو کې د هر شپاړس ساعته روژه ونیسي او اتهه ساعته د په عادي ډول خوراک وکړي.

دوهم: په توجه او پاملرني سره مو ډوډۍ وخورئ!
ډېری کسان دومره ځان بوخت کړي چې حتی د ډوډۍ خوړلو په وخت هم ناپوهېږي. بې وخته او بې ځايه ډوډۍ خوري او يا يې هم ټول فکر ددې پر ځای چې د ګولی جوړولو او خوراک خوند او رنګ ته پام وکړي ټوله پاملرنه او توجه يې د ورځنيو چارو او يا هم مخامخ د موبايل،تلويزون‌… شيانو په لوري وي. په لاندې ډول مو خپل ورځني خواړه وخورئ.

دا هم ولولئ:   د شین چای روغتیايي ګټې  

– ډوډۍ د ميز پر ځای په ناسته وخورئ او ټوله توجه او پاملرنه مو د خواړو پخولو،خوند او مزې په لورې کړئ.

– د خوړلو پر وخت بريښنايي توکې چې ستاسو توجه بدلوي لکه، کمپيوټر،تلويزون او موبايل مه استعمالوئ.

– ډوډۍ مو په بېړه او تېزۍ سره مه خورئ. داسې نه چې يوه مړۍ مو نه وي خوړلي،بله يوه مو پسې دننه‌باسلي وي. د مړۍ ژوولو،او تېرولو ته پکې وار ورکوئ. دغه چاره د وزن په کمولو کې ډېره بريالی ثابته کېږي. د ځنډ په جريان کې ماغزه د ماړيدو سیګنال ترلاسه کولو ته ښه موقع پيداکوي او د زياتې ډوډۍ خوړلو مخنيوی کېږي.

درېيم: په سهارنۍ کې پروټين وخورئ!
د پروټينونو غوره منبع هګۍ، ممپلي،پنير،کوچ…دي.
پروټين اشتها برابروي او د ماړيدو احساس درکوي.

څلورم: له خوړلو مخکې اوبه وڅښئ!
مطالعاتو ښودلي چې د خوړلو مخکې د اوبو څښل د کالوري جذبولو مخنيوی کوي او د وزن په برابرولو کې مرسته کوي.

پنځم: سبزيجات وخورئ!
سبزيجات کالوري او شخميات کم لري او فايبر زيات لري. او هغه مواد چې په خپل ترکيب کې فايبرونه لري خوړل يې د وږې کيدو مخنيوی کوي او د ماړيدو احساس درکوي.

شپږم: په منظم ډول خوب وکړئ!
خوب د سالمې روغتيا لپاره ډېر مهم دی. غير منظم او کم خوب کول د وزن د زياتوالي لوی خطري فکتور ګڼل کېږي.

#ژباړه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*