ځان کوڼ واچوئ / ژباړه: منتشر شاهي

منتشر شاهي

یوه ورځ تصادفي دوه چونګښې يوې ژورې کندې ته ور وغورځیدې. هر څومره هڅې یې چې کولې، له کندې یې ځانونه نشوای ژغورلای.

تر څه اندازې هڅو وروسته، یوه چونګښه مایوسه شوه او بلې هغې ته یې کړه چې ښه ده ته هم هسې ځان ستړې نه کړئ، زموږ ټوپونه ګټهنه لري، له دې ځایه وتل ناشونې ده، همدلته به مرو.

بلې هغې یې خبرو ته هېڅ اهمیت نه ورکاوه، لا یې هڅو ته زور ورکړ او هر ځل یې د خپلو ټوپونو ارتفاع لوړوله. د دوي شور ماشور بره دشاوخوا چونګښو پام ور واړاوه او د کندې ژۍ ته راټولې شوې.

هغوي هم د وضعیت په کتو له لومړنۍ چونګښې سره هم نظره شوې او بار، بار یې دوهمې چونګښې ته ویل چې نه بریالی کیږي او خوشېدې ځان نه ستړی کوي.

تر یو څه وخت تېریدو، معجزه وشوه.

د ناباورۍ په اوج کې هڅانده چونګښه بریالۍ شوه چې له کندې ځان وژغوري.

ټولې چونګښې حک حیرانه پاتې وې، له ځانو سره یې ویل؛ دا څنګه امکان لري، پداسې حال کې چې موږ ټول په دې باور وو چې هغه نهشي بریالۍ کیدای خو هغه ده و توانیده ځان وژغوري؟

ټولې چونګښې په قهرمانې هغې ورټولې شوې، پوښتنه یې ورڅخه وکړه چې څنګه دې ځان له هغې ژورې کندې وژغوره خو قهرمانېچونګښې یواځې وروکتل او هېڅ ځواب یې ور نه کړ.

هر څومره یې چې تاو راتاو کړه، هغې هېڅ نه ویل. لږه شیبه وروسته نورې چونګښې متوجې شوې چې قهرمانه چونګښه خو په غوږو کڼه دهاو هر ځلې چې دوي ورته ویل چې بریالۍ کېدی نه شي، هغې به فکر کاوه چې دوی هغه تشویقوي نو هغې به لا خپلې هڅې ډیرولې ترڅې بریالۍ شوه.

دا هم ولولئ:   هر شر کې مو خیر دی!

نو زموږ په ژوند کې هم هرومرو داسې کسان شتون لري چې په خپلو منفي افکارو او خبرو هڅه کوي زموږ بریالیتوبونه تر تاثیر لاندېراولي او حتی په ځینو موقو کې ددې لپاره چې موږ کوم مسیرونه د ځان لپاره ټاکلي او هغوي فکر کوي د هغو په مخالف جهت کې قرارلرو، دې پایلې ته رسیږي چې زموږ کارونه بېهوده او ناقه دي نو د همدې لپاره به بې پایلې وي.

خو مهمه دا ده، هر کله چې څوک ستاسو په ژوند کې ستاسو پوسیله د ټاکل شویو اهدافو او مسیرونو په اړه نظر درکوي او یا هڅه کويتاسو د ټاکل شوي مسیر له تعقیبه واړوي نو ځانونه کاڼه واچوئ تر څو د هغو بېځایه تبصرې او نظرونه ستاسو انګیزه او انرژي له منځهیونسي.

له یاده مه باسئ، د هرې پریکړې تر شا قطعاً یوه انګیزه او علت شتون لري.

نو بناً هر کله مو چې پریکړه وکړه چې ناهیلي شي او یا د نورو د خبرو لپاره له کړي پریکړې تېر شي دستي یې دریاده کړئ چې پهاوسني مسیر کې ستاسو د حضور علت ستاسو شخصي انګیزې او اهداف دي نو د نورو خبرې او نظریات هېڅ دلیل نه شي کیدای چېتاسو له هغه څه راوګرځوي چې هیله یې لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*