عطا محمد نور د جمیعت پر غړو غږ کړی چې د هیواد ژغورنې لپاره ملي بسیج وکړي

عطام محمد نور د جمعیت اسلامي ګوند پر غړو غږ کړی چې سیاسي مخالفتونه، خفګانونه او ګیلې ناندرې دې یوه څنګه ته کېږدي او د هیواد ژغورنې او طالبانو سره د مبارزې لپاره دې سره بسیج او منظم شي.

نور په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د جمیعت اسلامي ګوند غړي دې یو ځل بیا د مقاومت څپه راتازه کړي. زیاته کړې یې ده چې که څه هم اوس د جمعیت هوښيار مشر او ملي قهرمان (احمد شاه مسعود) نشته، خو د هغه لاره او مبارزه یې د پیروانو لپاره د کرښې په توګه پاتې ده.

نور پر خپلو هیوادوالو غږ کړی چې په اوسني وخت کې یووالي، وحدت او همدلۍ ته ډېره اړتیا ده چې ټول سره یو ځای د خپل هیواد، نظام خلکو او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږو او د خپلې خاورې دفاع وکړو.

عطامحمد نور د ټولنیزو رسنیو له فعالینو هم غوښتي چې ګیلې ناندرې دې بل وخت ته پرېږدي او اوس دې ټول د ولس د ژغورلو لپاره کار وکړي.

دا هم ولولئ:   ژرونالېزم نړیوال اُصول او اخلاق / محمدالله فرهاد

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*