هر شر کې مو خیر دی!

ژباړه: شبـــانه دروان

پاچا د مڼې سپینولو وخت کې خپله ګوټه پرې کړه ، کله یې چې خپلو طبیبانو ته فریاد کاوه وزیر یې ورته وویل:
په هر شر کې مو خیر شته ځکه د خدای هېڅ یو کار بې حکمته نه دی.
پاچا د وزیر په دې خبرو غوسه شو او ساتونکو ته یې امر وکړ چې وزیر بند خونې ته واچوي…
څو ورځې تېرې شوې پاچاه ځنګل ته د ښکار لپاره لاړ کله یې چې پام شو له خپلو ساتونکو جلا او یوازې شوی دی.
دې وخت کې د یوې وحشي قبیلې خلک راټول شول او پاچاه یې د وژلو په مقصد ونیوه او یوې ونې ته یې وتاړه.
د دې قبیلې رسم دا و چې د اسیر شوي بدن باید کاملاً روغ وي او هېڅ ډول نیمګړتیاوې ونه لري دا چې د پاچاه یوه ګوته پرې شوې وه د هغه د ازادۍ امر یې ورکړ او پاچاه یې ازاد کړ.
کله چې پاچاه ماڼۍ ته راغلی د خپل وزیر خبره یې ذهن ته راغله سمدستي یې د وزیر د خوشې کولو امر ورکړ.

کله چې وزیر د پاچاه حضور ته حاضر شو پاچاه وویل:
رښتیا دې ویلي ول دې پرې شوې ګوتې کې مې حکمت و خو ته دا ووایه چې ستا بندي کېدل تاته پرته له زوره څه ګټه ورسوله؟؟
وزیر مسکی شو او وې ویل:
پاچاه صیب ماته یې ګټه دا وه چې زه خو تل درسره یم که هغه ورځ زه بند خونې کې نه وم حتماً به مړ شوی وم.
ژباړه دوران

دا هم ولولئ:   لنډه کیسه/ نګین کارګر

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*