د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – پنځمه برخه

ژباړه: پرمختګ ټیم

پنځم څپرکی

حفیظ په خره سپور ورو ورو روان و او هغه ستوري ورته نه ښکارېدل چې دده لاره یې رڼوله. چې داسې کم عقل کار یې ولې وکړ؟ په سمڅهکې ناست خلک یې هېڅ نه پېژندل. نو دا قمیص یې پرې خرڅ ولې نه کړ؟ اوس به خپل مشر ته څه وایي؟ نورو ته به څه ځواب ورکوي؟ کهخبر شي چې ما د پېسو شی چاته وړیا ورکړی دی، راپورې وبه خاندي او که بیا لا په دې پوه شي چې سمڅه کې مې یو ماشوم ته ورکړیدی.

ځان سره یې ذهن کې پلمې لټولې چې خپل مشر پرې قانع کړي. دا یې هم ویلی شول چې دی ډوډۍ ته تللی و او قمیص چا له خره پټکړی و، خو مشر به دا خبره ومني؟ هغه خو یې سم کلک تړلی و او که مشر یې دا خبره ومني، نو هم په دې غفلت او ناپامۍ به ورته غوسهنه شي؟ بالاخره په هغه لاره برابر شو چې هماغه د کاروان بڼ ته تللې وه.

حفیظ له خره ښکته شو، ورو ورو یې ورسره روان شو. رڼا داسې ښکارېده لکه سهار شوی چې وي. کوم حالت سره له مخامخ کېدو چېوېرېده، لکه چې هغه سره مخ شوی و. مشر له خېمې بهر ولاړ و او اسمان ته یې کتل. حفیظ ودرېده، خو د مشر سمدستي ورپام شو. پهحیرانتیا یې ترې وپوښتل:

سیده له بیت لحم نه راغلې؟

هو صیب

پام دې نه و چې یو ستوری دې تعقیبوي؟

پام مې نه و صیبه.

پام دې نه و؟ دوه ساعته مخکې چې په بیت لحم کوم ستوری راختلی، له هغې راهیسې زه له دې ځایه نه یم خوځېدلی. ما تر دې دمه دومرهروښانه او رنګین ستوری نه و لیدلی. بیا مې چې ورپام شو، دا ستوری اسمان کې په خوځېدو شو او زموږ دکاروان ته را ورسېده. اوسهغه دی ستا په سر ولاړ دی او بیخي خوځېږي.

دا هم ولولئ:   انارشي: د ختیځ هند سوداګریز شرکت( کمپني)، د شرکت لخوا تاوتریخوالی، او د یوې امپراتورۍ لوټ.

مشر حفیظ ته ورنږدې شو، د هغه مخ یې له نږدې وکوت، ورته یې وویل:

په بیت لحم کې کوم خاص مجلس ته تللی یې؟

نه صیب

بوډا سړی په فکر کې شو، ویې ویل:

ما تر دې مخکې داسې شپه نه وه تجربه کړې.

حفیظ ورته وویل:

دا شپه به له ما هم هېره نه شي مشره.

ښاا، نو بیا نن شپه حتمن څه شوي دي، ته څنګه په دې وخت بېرته را وګرځېدې؟

حفیظ هماغسی غلی ولاړ و، بوډا سړی لاړ، قچره یې وکتله، جوال تش پروت و:

دا خو تش دی! اخر بریالی شوی. زما خېمې ته راشه او کیسه راته وکړه. ماته تر هغې خوب نه راځي چې ته راته کیسه ونه کړې او زه پهدې پوه نه شم چې یو ستوري د اوښان څروونکی څنګه تعقیبوه.

مشر په خپل توشک وغځېده او په پټو سترګو یې د حفیظ اوږدې کیسې ته غوږ ونیوه چې بیت لحم کې  څنګه رد شو، وشړل شو او ورټلشو.

بوډا سړي به ورته کله کله په سر اشاره کوله. حفیظ ورته دا کیسه وکړله چې یو کولال څنګه له خپل دوکانه په ټېلو ټېلو وویست، د هغه روميپوځي کیسه یې هم وکړه چې ده ورته د قمیص بیه نه ټيټوله او هغه بېرته دده په مخ ور وویشت.

بالاخره حفیظ په ټيټ او غمجن غږ هغه شکونه هم وکړل چې هره شپه به د ډوډۍ خوړلو پر وخت دده ذهن ته ور لوېدل. مشر یې خبره ورپرې کړه، ویې ویل:

حفیظه ته ماته زما په اړوند هر هغه شک هم ویلی شې چې د خفګان په وخت کې تاته پيدا شوی دی.

دا هم ولولئ:   په کارځای کې د ښه چلند لارښوونې (دویمه برخه) / ژباړه: احمد طارق خلیلي

حفیظ چې ورته ټول قطار کړل، مشر ترې پوښتنه وکړه:

بیا ستا په ذهن کې بالاخره کوم فکر پیدا شو چې دا ټول شکونه یې لرې کړل او تاته یې بیا دا جرأت درکړ چې سبا بیا د قمیص پلورلوهڅه وکړې؟

حفیظ یوه شېبه فکر وکړ، بیا یې وویل:

زه یوازې د کالنېح پر لور فکر کوم. حتی په هغه ځای کې مې هم همدا فکار کاوه. زه پوهېږم چې که ناکام شوم، بیا هغه نه شم لیدلای.

بیا یې په غریو نیولي غږ وویل:

خو زه ناکام شوم.

ناکام شوې؟ څنګه؟ قمیص خو دې بېرته نه دی راوړی کنه.

حفیظ دومره ورو خبره پيل کړه چې مشر ورته د اورېدو لپاره خپل غوږ باید لږ ورمخکې کړی وی. بیا یې ورته د سمڅې، ماشوم او قمیصکیسه وکړه.

ځوان چې ورته غږېده. مشر د خېمې له دريڅې همداسې بهر کتل او هغه رڼا یې اوس هم لیدله چې ټول میدان یې روڼ کړی و. په دېننداره کې دومره ډوب و، دې ته یې هم پام نه و چې ځوان خپله کیسه بس کړې وه او په ژړا سر شوی و.

شېبه وروسته ژړا غلې شوه او په خېمه کې چوپتیا خپره شوه. حفیظ د خپل مشر سترګو ته د کتلو جرأت نه درلود. حفیظ ناکام شوی و او دایې ثابته کړې وه چې له اوښانو ساتلو پرته بل هېڅ کار ته ساز نه دی.

بېرته را تاو شو، څنګه چې له خېمې را ووت، د لوی سوداګر لاس یې په خپله اوږه احساس کړ، دی یې بېرته تاوو چې د خپل مشر سترګوته وګوري، مشر ورته وویل:

دا هم ولولئ:   د خوشال او پښتو په نوم یاددښت

زویه دا سفر درته ډېر ګټور نه و.

نه صیبه.

خو ماته یې ګټه درلوده، کوم ستوري چې ته تعقیبولې هغه زما سترګې پرانیستې، زما سترګې پټې وې، خو ما دا خبره منله چې پټې دي. موږ چې بېرته پالمېرا ته ستانه شو، دا کیسه به درته وکړم. اوس درنه یوه غوښتنه کوم.

په سترګو صیبه!

زموږ پلورونکی سبا تر لمر پرېواته بېرته کاروان ته راستنېږي، څاروي به هم ورسره وي او هغه څاروي یې ستا پالنه غواي. د اوس لپاره بېرتهخپلې پخوانۍ دندې ته ورستنېدی شې؟

حفیظ ورته سر وخوځاوه، ویې ویل:

تاسې چې هر څه وایئ، زه یې کوم او د ناکامۍ بښنه درنه غواړم.

حفیظ چې له خېمې را ووت، لمر یې سترګې وبرېښولې، زر یې سترګې وموښلې، سپین ږیري پرې لا شا غږ کړ.

ځوان بېرته خېمې ته ستون شو چې مشر ورته څه وایي، هغه ورته وویل:

ښه شپه ولرې او ته ناکام شوی نه یې!

په هغه شپه پرې تر سهاره روڼ ستوری ولاړ و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*