ځان بدل کړئ چې هر څه بدل شي

نورمن وېنسټ

یوه ورځ راته یوه کلیوال هلک وویل چې زه کلي کې اوسېږم، خو فکر مثبت دی، بیا یې زړه نازړه راته وویل چې یو څو قدمه درسره تللی شم.

ماته یې وویل چې ژوند کې مې د ودې او پرمختګ په اړه سخت ډېر کتابونه لوستي دي، ستاسو هغه کتابونه مې هم لوستي چې د انسان ذهن مثتبوي، ویل یې لومړی کتاب دې راته خپلې مور ډالۍ کړی و. هغه وخت زه ماشوم وم، اوس لوی شوی یم او خپله منزل ته د رسېدو هلې ځلې کوم.

ومې پوښت:

ته راتلونکي کې څه کوې؟

زه غواړم چې وکیل شم او ښايي بیا سیاست ته هم ودانګم، خو دا هر څه راته یو خوب غوندې ښکاري، ځکه ډېر غریب یم. وکالت ته به لومړی پوهنتون لولم بیا به یې کورسونه لولم، خو زما کورنۍ ټوله ورځ پټیو کې کار کوي او تراوسه یې یو هم زده کړې نه دي کړي.

یوه هوټل کې له وینا وروسته بېرته خپل ځای ته ستنېدم چې هلک سره مې دا خبرې پيل شوې.

هلک راته ویل چې لا دیارلس کلن یم، ورځپاڼې کې یې زما د وینا په اړه یوه اعلان اورېدلی و او بیا هوټل ته زما وینا اورېدو لپاره راغلی و. له ما یې پوښتنه وکړه:

ته څه وایې چې زما د وکیل کېدو ارمان به پوره شي که نه؟ او رښتیا یوه مشوره هم راکړه چې زه به خپل منزل ته څنګه ورسېږم؟

ما ورته وویل بچیه په تا کې د وکیل کېدو شوق شته، همدا شوق به دې تر بریا رسوي. کار سره شوق او رښتینې مینه هغه ارزښتمنه شتمني چې انسان به حتمن خپل منزل ته رسوي. تا یوازې کرایه ورکړې او دې ځای ته را رسېدلی یې ګني نور ټول برکت دې د هغه شوق او علاقې  و. له څهرې دې ښکاري چې فکر دې ډېر زیات مثبت دی؛ نو په خدای باور ساته او له ذهنه دې هر ډول منفي فکر و خیال وباسه، ستا ارمان به حتمن پوره شي.

دا هم ولولئ:   پرمختګ او ناکامي له کوم ځایه پیليږي؟ / جلا سلطان

یو کارت را وویسته او دا کلیمې مې پرې ولیکلې:

(زه هر څه کولای شم، ځکه چې خدای یې قوت راکړی دی.)

هغه مې وپوښت: په خدای باور لرې؟

ویې ویل: هو په خدای پوره باور لرم.

ورته مې وویل: ښه سمه ه، خدای هماغو سره مرسته کوي څوک چې پرې باور لري، ته پوخ هوډ وکړه، خپله به حتمن ترلاسه کوې او خپلې موخې ته به حتمن رسېږې.

ما چې ورته په کارت کومې کلیمې لیکلې وې هغه ته په اشارې مې وویل: دا درسره لوله، مرسته به درسره وکړي.

یوه ورځ مې په ایتالتیاهوايي ډګر کې خپل یو پخوانی ملګری ولید، موږ په تالار کې کېناستو او پخواني یادونه مو راتازه کړل. زما دا ملګری په یوه سوداګریزه اداره کې لوړپوړی چارواکی و. زه یې وپوښتلم چې مثبت فکر خلک څنګه بریالي کوی؟ ما اورېدلي چې ته په ځینو کارتونو ځینې شیان لیکې او په مرسته یې بیا خلک د مثبت فکر په اساس بریا ته رسېږي؟

ما خپل ملګري ته وویل چې کوم انسان په خپل کار کې ناکام شي؛ نو کار دې نه بدلوي بلکې ځان دې بدل کړي، خو که بیا بیا مثبتې هڅې کوي او په یوه ښه کار کې ناکامېږی؛ نو بیا دې خپل کار بدل کړي.

کوم انسان چې ځان بدلولای شي هغه هر څه بدلولای شي، ځکه د ذهن په بدلېدو د انسان هر څه بدلېږي، تر دې چې حالات یې هم بدلېږي.

یوه ورځ راته یوه ځوان پلورونکي وویل چې:

زه څه وکړم؟ زه غواړم چې مثبت فکر پيدا کړم، خو بریا مې په برخه نه شوه.

دا هم ولولئ:   لس لنډۍ جملې چې مخکې مو ندي لوستئ.

ما ورته وویل چې خپل ماموریت ته دوام ورکړه. د مثبت فکر پيدا کولو فرصتونه به درته راشي، بس ته له دې ذهنه دا خیال و فکر وباسه چې ته نه پوهه او نالایقه یې. خپلې ټولې کمزورۍ مطالعه کړه، ځان ته یې مخ ته کېږده او بیا بیا یو په یو خپلې کمزورۍ په قوت بدلې کړه، په دې توګه به درکې مثبت فکر پيدا شي او شخصیت به دې ورسره بدل شي.

دا اصلاً د بې باورۍ ښکار و، ما ورته یوازې دومره وکړل چې د باور قوت مې پکې روايښ کړ او ورته مې وویل چې ته د ډېر څه وړتیا لرې.

په تلو تلو کې هغه پلورونکي وپوښتلم چې په خپل مشر (رئیس) څنګه اغېز کولای شم؟ ما ورته وویل چې ته یو وار ځان بدل کړ، رئیس به دې درنه خپل اغېزمن شي.

ویلیم جېمز ارواپوه وايي ، کوم انسان چې یو وار مثبت فکر واخیست؛ نو په ده کې شته ټول مثبت قوتونه فعالیت پیل کوي او منفي افکار ترې بهر شړي. څوک چې د مثبت کېدو کلک هوډ کوي، په هغوی کې د مثبت فکر زېږون حتمن پيل کېږي.

بل مشهور ارواپوه جیمز ایم بیري وایي: مهمه پوښتنه داد ه چې خلک په کارونو کې ولې ناکامېږي؟ ځواب یې دا دی چې: دغه ناکام خلک اصلاً بریا ته د رسېدو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې نه کوي او په ځان کې زیار، هوډ، اراده او جرات نه پيدا کوي. د دوی په ذهن کې له اوله لا دا فکر خښ شوی وی چې زه دا کار نشم کولای او همدا فکر یې ناکاموي.

دا هم ولولئ:   د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – پنځمه برخه

ما ډېر بریالي خلک ډېر ژور مطالعه کړي دي او ډېر ژور جاج مې د دوی اخیستی دی، د دوی په اړه مې معلومات ترلاسه کړي دي.

ما په دې ټولو کې یوه ګډه ښېګڼې موندلې ده او هغه دا چې: دا ټول د هوډ او باور په برخه کې ډېر کلک او پاخه وي. دوی په دې ښه پوهېږي چې څه باید وکړي. دوی خپل منزل ځانته روښانوي او بیا کار پیلوي. په دې توګه یې ټوله انرژي یوازې په بریا موندلو متمرکزه وي او مخې ته پراته ټول خنډونه یې له لارې لرې کېږي.

په دې خلکو کې مهمه خبره دا ده چې پوره باور لري او فکر یې مثبت وي. د دوی ذهن له هر ډول شک و شبې پاک وي او په دې پوره باور لري چې بریا به مومي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*