خو موږ د ځان لپاره څه غواړو؟/ میراحمد یاد

میراحمد یاد

څه وخت مخکې د «دولسم ناکام» په نوم یو هندي فلم خپور شو. د فلم کیسه د یوه غریب هندي هلک ده چې د پولیسو ځانګړې افسرۍ ازموینه ورکوي او له څو څو ځله ناکامېدو وروسته بالاخره کامېابېږي. د دې فلم مخاطبین هغه خلک دي چې په ازموینه کې له ناکامۍ وروسته یې حوصله ماتېږي، هغوی ته وايي چې هر ځل ناکام شوئ، بیا خواري شروع کړئ، تر دې چې بریالي شئ.

په ټولنیزو رسنیو کې یاد فلم ډېر وستایل شو، ځکه زیاتره ځوانانو ترې مثبته انګېزه واخیستله او په ژوند کې خپل منزل ته د رسېدو قوي انګېزه یې په کې وموندله. خو بل خوا د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو پر فلم نیوکه هم درلوده. یوه لویه نیوکه پرې د یوټیوب یوه فعال او د کاروباري چارو تبلیغونکي کړې وه، هغه ویلي وو په دې فلم کې ناکام هلک ولې کاروبار ته نه مخه کوله چې بیا یې ازموینه ورکړه؟ هغه ویلي، داسې فلمونه په ځوانانو کې د کاروبار ذهنیت له منځه وړي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خلکو دا کاروبار جوړ کړی چې نور خلک شخصي کاروبار ته وهڅوي. دوی ځوانان په نښه کوي، هغوی ته د انلاین کاروبار ګټې بیانوي، خپل کورسونه پرې خرڅوي او ورته وایي چې زده‌کړې یا مسلکي مزل په درد نه خوري، د دې پر ځای دې یوازې کاروبار وشي.

دا خبره سهي ده چې کاروبار به تر دندې ښه وي، یا به تر کلونو کلونو مسلکي ودې او مزله کاروبار زر پرمختګ وکړي، خو د کاروبار د بریا تضمین څوک کوي؟ ایا کاروبار همدومره اسان دی لکه دا یوټیوبران او ټېک‌ټاکران یې چې وايي؟ ایا ټول خلک چې کاروبار کوي میلیونران شوي؟ ایا دوی چې دا کومې بنګلې او موټرې ښيي یا چې وایي د میاشتې په کاروبار کې دومره وګټلې، دا هر څه رښتیا دي؟ ایا خلک رښتیا دومره ښه خلک دي چې خپله د ګټې وټې طریقه نورو سره شریکوي او هغوی مالداره کوي؟

دا هم ولولئ:   د مطالعې سرعت څنګه زیات کړو؟ / ژباړه: عاقب عمر

له دې ټولو پوښتنو زما هدف دا دی، لکه څنګه چې پر موږ ټولنیزې رسنۍ دا تاثیر کوي چې تر مسلکي زده‌کړو کاروبار ښه دی، کېدای شي دا هم د ټولنیزو رسنیو تاثیر وي چې موږ ته دنده، مسلکي وده او پرمختګ بې‌ګټې ښکاري. کېدای شي دا هم سوء تفاهم وي چې هر کاروبار به بریالی کېږي او هر انسان به مالي خپلواکۍ ته په کې رسېږي یا به بنګلې او موټرې په کې پيدا کوي.

ایا دا ممکنه ده چې ټول خلک دې کاروباریان شي؟ که رښتیا داسې شي، نو ایا خدماتي سکتور باید وتړل شي؟ دا څوک چې مسلکي برخو کې کارونه کوي، د هغوی عاید رښتیا تر کاروباریانو لږ او ژوند یې خراب دی؟ ایا ستاسې ګردچاپېره د کاروبار چاپېریال داسې دی چې د یوټیوبرانو غوندې پیسې ترې وګټئ؟ ایا د دې تضمین شته چې یو دوکاندار به تر یوه مسلکي ماموره ډېره ګټه کوي؟

پر موږ هره ورځ همداسې د معلوماتو باران کېږي، ډېر خلک مو ډېرو طرفونو ته کش کوي، هر څوک کوشش کوي چې موږ د هغوی خبره ومنو او د هغوی پر ښودلې لاره لاړ شو… خو په دې ټولو کې زموږ خپل غږ چرته دی؟ ایا موږ کله له ځانه دا پوښتنه کړې چې موږ څه غواړو؟ موږ ځان په څه کې ارام احساسوو؟ موږ په څه کې تکړه یوو؟ موږ له ځانه څه جوړول غواړو؟

 نه د دې تضمین شته چې انسان دې کاروبار کې میلیونر شي او نه د دې تضمین شته چې انسان دې په مسلکي زده‌کړو کې ډېر لوړ موقف ته ورسېږي، ځکه د هر انسان، هرې سیمې او هر بازار حالات فرق لري، خو یو شی چې تضمین شوی هغه دا دی، انسان که په خپل کار کې خوشحاله وي، نو د پرمختګ فرصتونه به یې په کې ډېر وي، ذهني فشار به پرې نه راځي او له ژونده به خوند اخلي.

دا هم ولولئ:   د ژوند بدلولو شپږ کوچني عادتونه / کريم امیر

که د یوه انسان هیله دا وي چې چېرته د پوهنتون یا ښوونځي استاد شي، یا چېرته اقتصادي متخصص شي، یا مثلاً قاضي او څارنوال شي یا په بانک کې کار وکړي یا ډاکتر شي یا انجنیر شي یا پیلوټ شي… نو دا هیله یوازې په دې خاطر غلطه نه ده چې دا کس ولې کاروبار نه کوي… انسان باید یوازې د سوشل میډيا د فعالانو د خبرو په اورېدو ځان ملامته نه کړي چې ولې درس وایم، ولې مې دا مسلک انتخاب کړی یا ولې په ځوانۍ کې میلیونر کاروباري نه یم… انسان دې دا وګوري چې څه یې خوښ دي؟ څه سره یې جوړه ده؟ په هغه مسلک کې د پرمختګ لپاره څومره خواري کولای شم؟ که خپل هدف ته ورسېږم څومره به په کې خوشحاله یم؟

زه بیا هم وایم، زموږ او ستاسې په دې بازار کې ډېر کاروباریان په میاشت کې د یوه مسلکي کارپوه د معاش هومره ګټه نه شي کولای. د ډېرو کاروباري خلکو ژوند تر ډېرو مسلکي خلکو په ټيټه کچه کې دی. ټول کاروباریان میلیونران شوي نه دي. د دې هېڅ تضمین نشته چې که انسان زده‌کړې پرېږدي او کاروبار ته مخه کړي، ډېرې پیسې به په کې وګټي.

د دې ټولو خبرو اصلي هدف دا دی چې موږ باید په پټو سترګو د ټولنیزو شبکو او حتی ځینو کتابونو تر تاثیر لاندې را نه شوو. د نورو د ویډیوګانو او عکسونو لیدل باید زموږ خپل ذهن او فکر رانه غلا نه کړي. موږ باید د خلکو د مجازي ژوند په لیدو خپل حقیقي ژوند هېر نه کړو. که موږ هره پرېکړه کوو، واقعیتونو ته په کتو یې باید وکړو. هر مسلک چې ټاکو دا باید وګورو چې شوق مو ورسره شته که نه؟ پرمختګ په کې کولای شوو که نه؟ ذهناً ورته جوړ یوو که نه؟ که مو شوق له مسلکي شخصیت جوړولو سره وي او د بل په وینا کاروبار ته مخه کوو، نو عیناً داسې ده لکه د چا شوق چې قضا سره وي او کورنۍ یې مجبوروي چې نه طب به لولې…! هر کار کې چې انسان ځان مجبور احساسوي، هغه کې پرمختګ نه شي کولای، که کاروبار وي، که هنر وي او که بل مسلک.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*