د رواني روغتیا ساتنې لس غوره لارې / شمس سهار

شمس سهار

رواني روغتیا هغه روغتیا ده؛ چې تاسې سره د ورځینیو فشارونو او ننګونو پر وړاندې مرسته کوي، ستاسې ټولیزې هوساینې ته اشاره کوي، رواني روغتیا ستاسې د اړیکو د کیفیت، د احساساتو د اداره کولو او ستونزو سره د مقابلې څخه بحث کوي، مونږ تاسې ته ستاسې د رواني روغتیا د ودې لپاره لس غوره لارې در ښايو، دا به تاسې سره ستاسې د رواني ورغتیا د ساتنې په برخه پوره مرسته وکړي!

 

لومړی: ټولنیز ارتباط جوړ کړئ په خاص ډول مخامخ لیدلو ته لومړيتوب ورکړئ

ټیلیفوتي اړیکې او ټولنیزې شبکې خپل ځای لري مګر ځیني شیان کولی شي ستاسې رواني فشار له منځه یوسي، د نورو خلکو سره مخامخ لیده، کاته، خصوصآ هغه شخاص چې تاسې ورسره مینه لرئ او هر وخت مو زړه غواړي چې ورسره وګورئ، که څه هم د څو کلونو لپاره د کرونا وایروس دا فرصت له مونږ او تاسې اخیستی وو، مګر اوس مونږ دا فرصت لرو چې هغه اشخاصو سره په خوندي ډول لیده کاته وکړو؛ چې مینه ورسره لرو!

دوهم: فعال اوسئ

فعاله پاتې کېدل د مغز لپاره همدومره ګټور دي څومره چې د بدن لپاره دي، منظم تمرین یا فعالیت کولی شي ستاسو په رواني او احساساتي روغتیا لوی اغیزه ولري، رواني فشار مو کموي، حافظه مو قوي کوي او تاسې سره مرسته کوي؛ چې په ښه شکل خوب وکړئ!

دریم: له یو چا سره خبرې وکړئ

د دوستانه مخ سره خبرې وکړئ، که چیرته تاسې اندېښنې، فشار او ډار لرئ؛ نو دا ټول له هغه چا سره شریکول چې پاملرنه یې کولی شي ستاسې د عصبي سیسټم د آرامولو او فشار د کمولو تر ټولو غوره لار وي او بر عکس ځینې وختونه نورو ته په خوندي او ملاتړ کوونکي ډول ستاسې غوږ نیونه کولی شي تاسې سره د پراخه لید په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، دا مهمه ده چې دواړه خواوې د یو بل د افکارو په شریکولو او اورېدلو کې د هوساینې احساس وکړي او که اندیښنه له دې هاخوا وي؛ نو د مسلکي شخص سره خبرې وکړئ!

دا هم ولولئ:   د غوښې کړايي په نه ورکولو، د ناوې جنج بېرته ستون شوی

څلورم: د خپلو حواسو غوښتونګي شئ

ایا د زړه راښکونکې سندرې اورېدل تاسو ته د آرامۍ احساس درکوي، ایا د فشار بال فشارول تاسو سره د متمرکز احساس کولو کې مرسته کوي، په طبعیت کې د قدم وهلو، د شنو ونو لیدلو او په ونو کې د الوتونکو د ډول، ډول غږونو اړوند څه نظر لرئ؛ نو له دې څخه یو یې تجربه کړئ او وګورو؛ چې کومه یوه ستاسې درواني فشار د کمولو لپاره غوره لار ده!

پینځم: د آرام اوسېدو تمرین وکړئ

یوګا، ذهنیت، مراقبت او د ژور تنفس اخیتسل کولی شي تاسې سره د فشار عمومي کچې کمولو کې مرسته وکړي!

شپږم: تفریح ​​او فکر کولو ته لومړیتوب ورکړئ

مونږ ټول د ډېر وخت لپاره د مصروفه پاتې کېدو له امله ملامت یوو، مګر د تفریح لپاره وخت ځانګړی کول زمونږ د رواني روغتیا اړتیا ده، د آرام کولو، فکر کولو، او مثبتو شیانو ته د پام کولو لپاره یو څه وخت ځانګړی کړئ!

اووم: د غوره ذهني روغتیا لپاره صحي خواړه وخورئ

د هغه خواړو څخه استفاده وکړئ؛ چې ستاسې د مغز په وده کې مرسته کولی شي، لکه لوبیا، دال، د ماهي غوښه همدارنګه مغز لرونکي توکي لکه، چهارمغز، بادام، پیسته او کاجو، همدارنګه د تازه مېوو څخه استفاده وکړئ لکه کېلې، مڼې او نور، همدارنګه د خوږو خواړو څخه استفاده هم ګټوره ده، کولی شئ تر یوې اندازې خواږه خواړه هم وخورئ، که چیرته د خپل غذايي رژیم په اړه اندېښمن یاست؛ نو د یو ډاکټر سره مشوره وکړئ او د غوره غذايي رژیم اړوند معلومات ترې تر لاسه کړئ!

دا هم ولولئ:   په اقتصادي پرمختيا کې د خوړو او روغتيا ونډه

 

 

اتم: په خوب کې سستي مه کوئ

دا د ډېرو خلکو د فکر کولو څخه هم مهمه ده، خوب زموږ د بدن او ذهن د بیا ځلېدو او بیا ژوندي کېدلو غوره لاره ده، د ښه خوب کولو یوه لاره دا ده چې د ویده کېدو څخه څو ساعته وړاندې د سکرینونو – تلویزیون ، تلیفونونو ، ټابلیټونو یا کمپیوټرونو له استعمال څخه ځان وساتۍ او هڅه وکړئ؛ چې له خوب وړاندې ترې استفاده و نه کړئ، پرځای یې د آرام میوزیک اورېدلو، د کتاب لوستلو ته پام وکړئ!

نهم: هدف او معنی ومومئ

دا د هر شخص لپاره توپیر لري مګر په ورځ کې د هدف پیدا کول د رواني روغتیا لپاره یو غوره فکتور دی، تاسو ممکن د لاندې څخه یوه هڅه وکړئ!

۱: په هغه کار او لوبو کې ځان بوخت کړئ؛ چې تاسې ته غوره احساس درکوي.

۲: په هغه اړیکو پانګونه وکړئ او هغه خلکو سر وخت تېر کړي؛ چې تاسې ته مهم وي.

۳: رضاکاري، کوم چې کولی شي ستاسو ژوند بډایه کړي او تاسو خوشحاله کړي.

۴: د نورو د پاملرنې لپاره لارې ومومئ، کوم چې کیدای شي ګټور وي.

۵: هره ورځ د یو ښه کار کولو په اړه فکر وکړئ.

لسم: مرسته تر لاسه کړئ که چیرته ورته اړتیا لرئ

که چیرته تاسې د رواني روغتیا اړوند مرستې ته لا ډېره اړتیا لرئ؛ نو کولی شئ په دې برخه کې د متخصصو ډاکټرانو سره لیدنه وکړئ او یا هم  ګڼو هغه انټرنیټي سایډونو ته سر ور ښکاره کړئ؛ چې د رواني روغتیا اړوند یې لیکنې، مقالې او څېړنې خپرې کړې دي، تر لاس او مطالعه یې کړئ!

دا هم ولولئ:   فري لانسنګ (آزاد کار) څه ته وایي او څنګه کېږي؟ / میراحمد یاد

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*